تاند- د بریتانیا د تلویزیون څلورم چاینل پرېکړه کړې ده چې په خپل هیواد کې مېشتو مسلمانانو ته د درناوي لپاره به د روژې په مبارکه میاشت کې هره ورځ پنځه وخته اذان خپروي.

دا به لومړی ځل وي چې نه یوازې په بریتانیا بلکې ټوله اروپا کې یو لوی تلویزیون اذان خپروي.

حاضردمه په بریتانیا او ګڼو نورو اروپايي هیوادونو کې د مسلمانانو ځانګړي تلویزیونونه اذان او د قرآنکریم تلاوت خپروي خو تراوسه نه دي لیدل شوي چې د غیرمسلمانانو تلویزیون هم د یوه سوچه اسلامي هیواد په شان اذان خپور کړي.

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا څلورم تلویزیون له راتلونکې اوونۍ د روژې د مبارکې میاشتې له پیلېدو سره سم د یوې میاشتې په مخه د اذان خپرول پیل کړي.

د څلورم چاینل مسوولانو ویلي چې د لومړي ځل لپاره به د بریتانیا په وخت د روژې د لومړۍ ورځې د سهار په درې بجې اذان نشر کړي.

دا تلویزیون به د روژې د میاشتې د سهار د لمانځه له اذانه وروسته د څلورو ورځو لپاره خپلو مسلمانو لیدونکو ته د لمانځه 2د وختونو په اړه مالومات ورکړي.

د څلورم چاینل د خبري راپورونو چلوونکي رالف لي ویلي چې د اذان خپرېدا مسلمانان د عبادت ارام بخښونکو شېبو ته وربولي او دی هیله لري چې نور لیدونکي یې هم وګوري.

ده همداراز وویل چې اسلام یو له هغو دینونو څخه دی چې د پیروانو شمېر یې په بریتانیا کې مخ په ډېرېدو دی او اکثره پیروان یې ځوانان دي. ویل کېږي چې د بریتانیا شاوخوا نیمايي مسلمانان تر پنځه ویشت کلونو کشر د‎ي.

د بریتانیا مسلمانان، چې اکثره یې له اصله د درېمې نړۍ د مسلمانو هیوادونو مهاجر دي، د انګرېزانو خلاف زیات ماشومان زېږوي او له همدې کبله هم د دوی شمېر په چټکه مخ په ډېرېدو دی.

حاضردمه د بریتانیا د ټول نفوس په سلو کې ۵ مسلمانان دي خو د خپلو دیني چارو په برخه کې دومره ازادي لري چې د سعودي شیعه ګان او د ایران سنیان یې په خپلو هیوادونو کې نه لري.

د بریتانیا د پلازمېنې لندن په شمول په هر لوی ښار کې لوی جوماتونه جوړ شوي دي، مسلمانې ښځې حجاب اغوستلی شي او ماشومان یې په جوماتونو کې دیني زده کړه کولی شي.

همداراز مسلمانان د خپل دین د خپراوي لپاره تلویزیونونه، راډیوګانې او چاپي خپرونې لري.

12 thoughts on “د بریتانیا څلورم تلویزیوني چاینل اذان خپروي”
  1. ما شاالله ، په دې هیله، چې په ډیر کم وخت کې په ټوله اروپاکې اسلام حاکم شي

  2. واقعاً چې ډیر یو ستر کار دی. الله د په ټوله برطانیه کې اسلام خپور کړی – امین

  3. الله پاک په قران عظیم الشان کی مسلما نانو ته دارنګه ویلی دي چی هیڅ کله کافر دمسلمان دوست کیدای نشي تر څو چی ددوي دین یی قبول کړي نه وي ،ایا تاسو فکر وکړي چی بر تانیا به دا کار دمسلمانانو ددوستي په خاطر کوي ؟

  4. دڅلورم تلویزونی چینل څخه په مننه که چیر تول غیر مسلمان خلک همداس مسلمانوته په یو خاص احترام قایل شی نودابه داسلام اونورو ادیانو ترمنځ محبت زیاد ګړی اونتیجه به یی داوی چی ډیرخلک به په اسلام کښی داخل شی وسلام تولو لوستونکوته

  5. دا یو ښه خبر دی مګر زموږ خپل تلویزیوني چاینلونه ازان نه خپروی چي ښه مثال يی طلوع تلویزیون دی الله دي پر ټولو مسلمانانو باندي ورحمیږي

  6. ډیر یو ښه کار دی .. د اسلام په حقانیت چی سوک هم پوهیږی نو اسلام قبلوی اسلام اروپا کی ورځ تر بلی ډیر خپریږی دا د دی دین د حقانیت نښه ده

  7. الله اکبر!! دغه ته وایی دیموکراسي. په ټول تهران کی سنی مسلمانانو ته یو جومات هم نشته او کله چه د مسلمانی په ارتباط ایرانیان له چا نه پوښتی نو سوال کوی چه: شما مسلمان هستید یا سنی؟ دغه سوال له مانه یوه ایرانی په تهران کی وکړ، یعنی چه د هغوی په فکر سره سنیان ګرده کافران دی

  8. د بریتانیا مسلمانان، چې اکثره یې له اصله د درېمې نړۍ د مسلمانو هیوادونو مهاجر دي، د انګرېزانو خلاف زیات ماشومان زېږوي او له همدې کبله هم د دوی شمېر په چټکه مخ په ډېرېدو دی.
    ____________________________________________
    دعوت له ډګره د انګلېنډ پر مسلمانانو غږ کوم چې خپله ازادي بېرته واخلي!- مېونداشنا
    Sunday, 16.09.2012, 10:28am (GMT)

    اوونۍ د١٤٣٣هـ کال د شوال ٢٨
    د ٢٠١٢ز کال د سپتمبر ١٥
    انګرېزي ژبي دې سيمې ته چې اوس انګلېنډ،برتانيا او
    UK
    ويل کېږي د فرانسې له لارې د عيسا عليه السلام له راتلوڅخه مخکې دې ټاپو ته راغلي دي او همدلته يې استوګنه پېل کړې ده.دا طاېفه (انګرېزان) تر د عيسويت د نازېلېدو پورې نالوستي ،ناولي او جاهېلان وۀ،د عيسا عليه السلام له راتلو وروسته يې يو څه پوهه او ټولنيز ژوند زدهکړ.خو تر شپږمې ز ېږديز پېړۍ پورې دا انګرېزان چې سړو به يې د غلامانو په شان ژوندکاوۀ ښځې به يې فرانسويانو اونورو اروپايانو له ځانه سره وړلې.پرهمدې توګه د دې ټاپو په بېلابېلو برخوکې دبېلابېلونسلونو له خوا باچايي نظام راڅرګندشو.د دې ټاپو په بېلا بېلو برخو کې ډول ډول باچايان او نظامونه جوړشول.
    د دې ټاپو په منځنۍ برخه MERCIA اوANGLO SAXON په سيمه کې د سمندر دواړو خوا ته Northsea او WALES پورې چې کومه سيمه ده په دغه سيمه کې چې کوم باچا وو د هغۀ نوم OFFA وو.اوفا له ٧٥٧ز کال څخه تر ٧٩٦ز کاله پورې څه نا څه ٤٠کال باچا وو. داوفا د کورنۍ غړيو دغه او ټولې خواوشا سيمې له نورو باچايانو څخه له ٦٢٦ز نيولې تر ٧٥٧ز پورې رالاندې کړې يا فتح کړې وې.
    پر همدې پار اوفا باچا په خپل وخت کې په دغه سيمه کې ډېر پياوړی،غښتلی،ځواکمن او اغېزمن وو، د نورو باچايانو په مقابله کې.د همدې اوفا باچا په پېرواکۍ کې په اوسني انګلېنډکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کاروبار او د پېسو ګټل پېل شول،خو د اوسني وخت په شان په ټول اوسني انګلېنډ کې کاغزي لوټونه او پولۍ نه وې بس مال مې واخله مال دې راکړه خبره وه.
    وروسته بيا په ټول اوسني انګلېنډ کې فرانسوۍ،يونانۍ،رومۍ،جرمنۍ او اسلامي پولۍ چې د سروزرو او سپينوزرو وې په اوسني انګلېنډ کې دود شولې. اوفا باچا د سوداګرۍ په ډګر کې او دخپلې سيمې د اقتصاد په پياوړتيا کې ډېرمخکې ولاړ نو فکر يې وکړ چې د خپل هېواد لپاره نوې پولۍ راوباسي د نور هېوادونو پوليو په مقابله کې .
    اوفا باچا فرانسوۍ،جرمنۍ،رومۍ،يونانۍاو اسلامي پولۍ راوغوښتلې په دغه ټولو پوليو کې يې يوه يونانۍ پولۍ REXچې مانا يې باچاوه خوښه شوه بله يوه اسلامي پولۍ يادينار(چې د عباسي خليفه المنصور ٧٥٠ز تر ٧٧٥ز پورې) هم ورته ډېره پر زړۀ پورې ښکاره شوه، اسلامي پولۍ ته په هغه وخت کې ؛منقوس؛ وېل کېدۀ پرې کلمه مبارکه ليکل شوې وه لا اله الاالله محمدرسول الله او د هجري کال نېټه ١٥٧هـ هم پرې کاږل شوې وه، څرنګه چې هغه وخت انګرېزان نالوستي او جاهېلان وۀ پرې نه پوهېدل چې اوفا مسلمان دی ؟او که نه؟.اوفا باچا د خپلې ولکې لاندې ټاپولپاره يوه پر زړۀ پورې پولۍ جوړه کړه چې کټ مټ اسلامي پولۍ ته ورته وه پرې ليکل شوي وۀ لا اله الاالله محمدرسول الله.
    د اوفا باچا له مرګه ٤٠٠ کال وروسته د اوسني انګلېنډ پولۍ جوړې شوې په دغه وخت کې شهزادګۍ برېتېنکا ټول هغه خلک چې پر انګريزي ژبه نه پوهېدل له خپل هېواده وويستل بېلا بېل باچايان او عام وګړي چې انګرېزي ژبي ول پاتې شول بيا يې سره متحد کړ ټول ټاپو يې United Kingdom ونومو،هم يې د انګرېزي ژبي ويونکو هېوادEngland ونوموENG آنګ يانې انګرېز لېنډيانې ځمکه او د شهزادګۍ له نوم سره تړی هېواد برتانيا يې هم ونومو د مسلمانانو پر برخه يې پښې کېښودې يانې Muslimland يې په کې ورک کړ.
    بيا لدې انګلېنډ-برتانيا UKڅخه روان شول هندستان ته يې ځان ورساۀ هلته يې هم د مسلمانانو پر خاوره اور بل کړ مسلمانه ځمکه يې وسېځله د مسلمانانو واک او ځواک يې ايرې کړ بيا يې پر دغه ايرو نوی نوم کېښودINDIA يانې هېندوان.
    ١٢٠ کاله پخوا يې زموږ مسلمان هېواد(لوی افغانستان له امو تر جېهلمه او له جېهلمه تر ګوادره ) دوه برخې کړ،پر نيمه برخه يې اول کفرستان نوم کېښود بيا يې هندستان کړ خو ٦٥ کاله پخوا يې هندستان هم دوه برخې کړ د هندستان او افغانستان په خاوره کې يې ځان ته غولی داسلام په نوم پاکستان جوړ کړ،اوس وخت رارسېدلی دی چې اوسنی انګلېنډهم پر برخو وويشل شي او په يوه برخه کې يې مسلېملېنډجوړ شي. ځکه چې دا د دغه ځای د مسلمانانو روا حق دی او ورکول کېږي نۀ خو د دغه ځای مسلمانان دې خپله د دې روا حق لپاره جهاد پېل کړي .
    د همدې انګرېزانو حديث دی چې د يوۀ هېواد وګړي په خپل منځ کې په جنګ کړه بيا پرې حکومت کوه،اوس به تاسې په خپل منځ کې په جنګ شئ که موږ درباندې حکومت ونه کړای شو د دې انګرېزان له شره خو به په امن کې يو تاسې مسلمانان به ورسره په اېډوانس کې په خړاوه ياست .
    ستاسې يو خواخوږی مېوند اشنا
    د ١٣٩١ ل کال د وږي ٢٥
    *******
    يادونه ! په ليکنه کې له لدې سر ليکنو خبرې پرله پسې ژباړل شوي دي
    History of English Speaking People
    Early History
    Winston Churchill

    The center text reads “There is no deity except Allah, He is the one and only, He has no partner.” The text around the circumference reads “Muhammed the Massenger of Allah, sent him with guidance and true religion to make it victorius over all (other) religions.”
    Obverse: The center text reads “Muhammad is the Messenger of Allah with the name of the King Offa Rex written upside down within that text.” The text around the circumference reads “In the name of Allah. This (coin) was minted in 157 A.H.” (157 A.H. corresponds to 773-774 C.E.).

  9. د ځينو درنو ورونو ته په احترام بايد چه ووايم چه د ټولئ اروپا په کچه اسلام په هر لحاض برتانيا کښۍ اذاده دۍ مګر دۍ ځينو ورونو ترينه غلط مفهوم اخستئ او فکر کوۍ چه ګندئ د طالبانو اسلام په برتانيا کښۍ حاکم دۍ او يا به حاکم شۍ وروره لګ فکر وکړۍ زه منحيس د يو افغان او مسلمان په برتانيا کښۍ د ۱۸ کلونو نه ژوند کوم ماته دۍ هيواد هر قسم حق راکړۍ چه حتا په خپل هيواد کښۍ مه نه درلود او هچا راته په دهغه اطلسو کلونو کښۍ حتا يوه ترښه خبره او زياتئ نه دۍ کړۍ او يا د پاکستانۍ يا د عرب په شان يئ راته د مهاجر غګ نه دۍ کړۍ بيا ما د طالب او د عربئ او د جهادۍ جهالت هم په خپلو سترګو ليدلئ دۍ او دا تير لس کلنو بربريت شاهدان يو که اسلام بيرق دا وئي چه زه پوهيګم چه دا اسلام نه دۍ او د طالب جهالت دۍ نو الله پاک د دا د اسلام بيرق اروپا خه لرۍ پريده د دنيا په هځ ګوټ کښۍ مه ړپوئي ځکه چه دهغو شياطينو خو زما موبارک دين اسلام ته ډير ضيان ورورساوه تاسو فکر وکړۍ دهغه شخص چه په لندن کښۍ د دهغه انګريز سر غوځ کړ دا يو حيوان دۍ او کنه چه دهغسئ يو د ځناورو عمل يئ وکړ دهغه عمل ته په اسلام کښۍ هځ ځائ نشته او اسلام ته يئ ډير ځيان ورساوو نو الله پاک د دهغو جاهيلو نه اسلام او مسلمين او درسته جهان خلاص کړۍ او اخر کښۍ بايد ووايم چه د انګلستان قانون کښۍ حتا د ځناورو حقوقو ته پاملرنه شوۍ حتا ځوک د ځاروئي سره ظلم نشئ کولئ نر او خزئ حق مساوئي دۍ د ماشوم حق ورکړۍ شوۍ مساوات شته په قانون کښۍ تور سپين عرب عجم نشته حتا ځوک چاته نشئ وئيلئ چه ستا وښتان زيړ او سپين دۍ چه مجازات لرۍ نو دا ټول د اسلام هغه لارښونئ دۍ چه د عربستانه تر پاکستان او افغانستانه پورۍ په هځ اسلامئ ملک کښۍ نه په سترګو کيږئ.

  10. It’s show off and show . they need Muslim to destroy Islam and for this job they have selected Pakistani or people for Indian content . UK have 52 commonwealth country which was colonies by british emptier . they have Muslim country as part of these 52 country like Pakistan made by British and given Islamabad name to the capital of satan to destroy Afghanistan by these enemy of Islam I mean Pakistani . We have fool they think Pakistan is strong muslim and home of Muslim but it’s not truth .

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *