نږدې دوه کاله کېږي چې په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو اوازې دي. چارواکیو ژمنه کړې وه چې د ټاکنو او ټاکنو د کارتونو له وېشلو وړاندې به په پلازمېنه کابل کې په بشپړ ډول ووېشل شي او نورو ولایتونو کې به یې د وېش بهیر روان وي ،خو اوس چې وینو د ټاکنو کارتونه بیا هم د کاغذي تذکرو له مخې ورکړل شول،ویل کېږي چې کاغذي تذکرې ګڼو پاکستانیانو او ایراني اتباعو هم ترلاسه کړي، که دوی غوښتي وي نو ښه په اسانۍ به یې د ټاکنو کارتونه تر لاسه کړي وي چې د ټاکنو شفافیت یې سر له اوسه تر پوښتنې لاندې راوستی.

  برېښنایي تذکرې چې ټاکل شوې په لومړي قدم کې به پلازمېنه کابل او بیا نورو ولایتونو کې ووېشل شي، پروسه یې ډېره له خنډ او ځنډ سره مخ ده. د نفوسو د احوال دثبت نوی قانون څه کم یو کال کېږي چې په ملي شورا کې بند دی. ولسي جرګې تر ډېرو ناندریو ورسته تصویب کړی چې اوس پرې په مشرانو جرګه کې نانندرې روانې دي.

 کابو څلور میاشتې کېږي چې د برېښنایي تذکرو په برخه کې ګڼو کسانو زړده کړه اخیستې او قراردادونه یې هم لاسلیک کړي خو کار یې نه دی پیل کړی. دغو کارکوونکو د درې څلور میاشتو معاش په کور اخیستی.

  اوس پوښتنه دا ده چې د برېښنايي تذکرو پروسه ولې داسې ځنډنۍ شوه؟ او ولې دومره ټکنۍ مخته ځي؟ ایا مسول چارواکي پړه دي او که څه بله کیسه ده؟

 وړاندې تر دې چې یادو پوښتنو ته ځواب ووایو، لومړی د برېښنايي تذکرو پر ارزښت لږه رڼا اچوو.

د برېښنايي تذکرو ارزښت او له زړو هغو سره یې توپیر

۱-توپیرونه یې:

الف – کاغذي تذکرې (A4) سایز کاغذ دی، په قلم لیکل کېږي او ورسره د راجستر کتابونو ته رسیږي چې هره شېبه یې د خرابېدو او له منځته تلو وېره شته دی. برېښنايي تذکرې د یوه ځانګړي چېپ لرونکې، د وړو کارتونو په اندازه له ځانګړو موادو څخه جوړې، اوڅو ځایه ډيټابیس کې خوندي کېږي چې د خرابېدو او د له منځه تلو وېره یې یا بیخي نه شته او که چېره وي هم نو ټولو احتمالي خطرونو ته پکې پام شوی دی.

ب- کاغذي تذکرې هر چا له خپلې خوښې سره، هر چېرته، هرڅو چې غوښتي اخیستي دي، چې همدا په نا امنۍ او نورو ناسمو کړنو کې مهم رول لري. برېښنايي تذکره هر کس یوازې یوه دانه اخیستی شي د دویمې اخیستل یې محال دی. ځکه چې بایومتریک سیستم دی ، د ګوتو او سترګو نښان اخیستل کېږي. که یو کس د دویمې تذکرې د اخیستو هڅه کوي  ټول معلومات یې د کمپویټر په پرده راځي، او ښیۍ چې نوموړي کس یو ځل تذکره اخیستې. د تذکرې د ورکېدو په صورت کې د تذکرې  په زړه شمېره نوې تذکره ورکول کېږي چې زړه به بیا د اعتبار وړ نه وي لکه څنګه چې د موبایل سیمکارت د ورکېدو په صورت کې په هماغه شمېره ورکول کېږي او زړه شمېره بلاک کېږي.

  د برېښنايي او کاغذي تذکرو ډېر نور توپیرونه هم شته چې د لیکنې د اوږدېدو له امله ترې تېرېږم. خو په هر حالت کې برېښنايي تذکره څو چنده غوروالی  او ښه والی لري.

د برېښنايي تذکرو ارزښت

  افغانستان د نړۍ لسم هېواد دی چې یادې تذکرې پکې د وېشل کېدو په درشل کې دي، تر اوسه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونه کې لا دا ډول تذکرې نه دې وېشل شوي.

دا به نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د اعتبار وړ وي.

   په اوس وخت کې که څوک کوم ځای کې دنده اخلي نو وړاندې تر ګومارنې باید له ټولو امنیتي ادارو ګڼ استعلامونه خلاص کړي تر څو ثابته کړي چې افغان دی او کومه جرمي مخینه نه لري، خو د برېښنايي تذکرو په لرلو سره څوک مجبور نه دی چې هرې ادارې ته بېله بېله ثابته کړي چې افغان دی، بلکې یوازې برېښنايي تذکره د ده د هر څه ضامن ده.

 د برېښنايي تذکرو په وېشلو سره به د هېواد د وګړو کره نفوذ معلوم شي او ورسره به د لوستو او نالوستو وګړو کچه هم څرګنده شي او دا به هم جوته شي چې څومره وګړي مو په کار بوخت او څومره بېکاره دي.

چې له دې سره به دولت خپلو خلکو ته کره اقتصادي او نور پلانونه جوړ کړي. لوستو او نالوستو وګړو ته به د کار زمینه برابره شي.

 یادې تذکرې همدا راز د امنیت په برخه کې هم مهم اغېز لري، په اسانۍ به څوک غاړه کېنږدي چې کوم جرم ترسره کړي،  ځکه چې د هرچا د ګوتو او سترګو نښان او هم جرمي سوابق د تذکرې په ځانګړي چېپ کې ځای پر ځای کېږي چې مجرم ته هم بهرنیو هېوادونو ته تلو کې خنډونه جوړوي او هم به هېواد کې دننه ډاډه نه شي ګرځېدای. یا به ګوښه او پټ ژوند تېروي او یا به د زندان د تمبو شاته وي.اوس خو چې څوک جرم تر سره کړي،په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ښه ډاډه او سپېڅلی ګرځي.

 برېښنايي تذکرو سره دغه راز د ځمکو، تجارت،میراث،راکړې ورکړې … او نورو برخو کې هم پوره اساني رامنځته کېږي او په شتو برخو کې اوسنۍ ستونزې ورسره حلیږي. چې په تفصیل سره پرې خبرې کېدای شي خو لیکنه به ستړې کوونکې شي او راوړلو ته یې ډېره اړتیا هم نه وینم، همدا څه مو چې یاد کړل بسنه کوي.

  درنو لوستوالو! شاید اوس به له یادولو وړاندې څه ناڅه پوه شوي یئ چې د برېښنايي تذکرو د پروسې د ځنډېدو عوامل څه او عاملان څوک دي!؟

  د تذکرو  پروسه د مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونه مخته وړي یانې ټولې تخنیکي او نورې چارې یې په یادو دوو وزارتونو پورې اړه لري او معاش به یې د مالیې وزارت له خوا ورکول کېږي. څومره چې له خلکو اورېدل کېږي او زه خبر یم، تر دې دمه یې پر مخ بیوونکو ښه په اخلاص ګامونه اخیستي او په پوره  صداقت یې یاده برخه کې کار کړی، شاید په دوی کې به هم ځینې خاین عناصر وي چې د یادې ملي پروسې مخه ډپ کول غواړي خو ډېری کارکوونکي یې په کارپوه او د ملي فکر خاوندان دي. د یادې پروسې ګڼ کارونه د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر مجبتبی پتنګ په وخت کې مخته تللي، او په مخابراتو وزارت کې یې چارې  د امیرزي سنګین تر مشرۍ لاندې له پیله تر اوسه مخته ځي. امیرزی سنګین او مجتبی پتنګ د شته نظام هغه مسلکي وزیران دي چې تر ډېره ترې ملت راضي او خوښ دی او که حق نه سترګې پټې نه شي همداسې ده هم.چې مجتبی پتنګ د ملي شورا تر استیضاح ورسته اوس په کور دی. له دې یادونې مې موخه دا په ډاګه کول وو چې د تذکرو د دومره ځنډولو او ټکني کولو اصلي عاملان یې تر ډېره مسول چارواکي نه، بلکې نور څوک دي.

  کله چې برېښنايي تذکرې په دومره ګڼو برخو (امنیت، نفوذ، زده کړې، نړیوال اعتبار،میراث،تجارت، ….) کې اغېزمن رول لرلی شي ، ایا د هېواد ازلي او ابدي ، دښمنان به دا وزغملی شي!!؟ ایا د تروریستانو او شراچوونکو ملاتړکوونکو او تمویلوونکو ته به دا د منلو وړ وي؟ ایا په مافیايي کړیو کې ښکېل کسان به خپلې نامشروع ګټې په خطر کې و نه ویني؟ ایا انسان تښتوونکي ….به په دې خوشحاله وي؟ نه ،هیڅکله نه، دا تذکرې د دوی په سترګو کې لکه د اغزو غړيږي په هره طریقه او له هرې لارې چې وي د دې ملي پروسې مخه ډپ کول غواړي. دوی کله په ملي شورا کې د خپلو مزدورانو له لارې دا هڅې کوي، کله د زور او جبر له لارې کله له ګڼو نورو لارو غواړي خپل شوم مرام تر سره کړي.

په ملي شورا کې یوازې د افغان کلمې په پلمه د احوالو د ثبت نوي قانون په میاشتو میاشتو ځنډول هم د دوی یوه هڅه ده، چې دا کار د ملي یووالي خلاف او د واحد ملت د تجزیې کوښښ دی.

پاکستان او ایران خو مو یو وړوکی پرمختګ نه شي زغملی دا خو لا لویه خبره ده، دوی نه خو مو هسې هم د خیر تمه نشته خو ترټولو د اندېښنې وړ، د امریکا مداخله ده چې په یاده ملي پروسه کې یې کوي.

دوی چې افغان ملت ته ښکاره د دوستۍ نغاره ډنګوي په پټه بیا داسې کوي. امریکایان هم له  دې اغېزمنې پروسې ډار لري او خنډونه ورته اچوي، د دې خبرې ښکاره ثبوت د امیرزي سنګین خبرې دي چې په ورستیو کې یې کړې دي. امیرزي سنګین ویلي : ((امریکا د برېښنايي تذکرو پر وړاندې خنډونه جوړوي)) د ده خوارکي به هم نور د صبر کنډول لبرېز شوی وي. له دې سره د امریکا په اړه د خلکو هغه نظریې او شکونه هم پر حقیقت بدلیږي چې وايي: امریکا د طالبانو ملاتړې، او د ځانمرګیو او مافیايي کړیو تمویلوونکې ده. امکان دې وي چې دوی د امنیتي تړون تر لاسلیکه د یادې پروسې د ځنډولو هڅه وکړي او وروسته تر هغه لاس په سر شي. په هر حال، دوی تل داسې کړي او کوي به یې خو اوس افغان ملت باید له تېر نه په تجربې هغه څه وکړي چې په اوږد مهال کې مو په ګټه وي.

وايي چې ((نهیلي مرګ دی)) نو ناهیلي کېږو به نه دا ډول ملي پروسې که څومره له خنډونو سره مخ شي آخر به هم بریالۍ کېږي. خو:

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله

 که موږخپله د بدلون هڅه وکړو، له دولت سره په دغسې حالاتو کې مرسته وکړو او ددغسې پروسو ملاتړ وکړو نو انشاالله چې د بدبختیو له تیاره  کندو به د امید غونډیو ته پورته شوي یو او روڼ سبا به مو په برخه وي. بیا به هیڅوک زموږ د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

 که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي

د یو اباد،سوکال او ودان افغانستان په هيله.

8 thoughts on “د برېښنايي تذکرو ملي پروسه چا ټکنۍ کړې؟ موسم سحاب”
  1. سلامونه
    ډيره مننه په قلم مو برکت سه او واقعت چه شه معلومات مو هيوادوالو سره شريک کړل.

    په هيله د يووالي او سمسور افغانستان

  2. یوازې معلومات وو، اصلي لامل بیا هم نه و یاد شوی چې تذکرې ولې له خنډ سره مخ دي؟
    مجتبی پتنګ د کورنیو چارو وزیر نه دی، لیکنه زړه یا معلومات زاړه دي
    د

  3. زما په فکر ښه به دا وی چه جګړه خلاصه شی نو بیا که دغه تذکیری وویشل شی ښه به وی، ځکه دهیواد اکثریت وګړی ټول مهاجر دی او یا دخکومت سره په یونوم اوبل نوم وران دی او اوس به ونه کولای شی چه دغه بریښنایی تذکیری تر لاسه کړی

    اوکه چیرته اوس وویشل شی نو دهیواد اکثریت قوم به په اقلیت قوم بدل شی

  4. جماله وروره دا جګړه به کله خلاصېږي؟ له ۳۰ کلونو راهیسې خو یې خلاصون نشته

  5. په هر حال د تذکرو ویشل یو مثبت کار دی. پدی کار سره زمونږ دهیوادوالو اصلی هویت په رسمی شکل سره تثبیت او دولت ته معلومات په لاس ورځی چی زمونږ د هیوادوالو اصلی نفوس څومره دی. مهاجر هیواد وال هم کولای شی د ضرورت په وخت کی هیواد ته راشی او تذکری واخلی. زمونږ اساسی قانون د هیواد ټولو اتباعو ته افغان خطاب کوی او هیڅوک د تابعیت له حقه نه محرومیږی. هغوی چی له هیواده بهر دی هرکال د خپل کار او زحمت په نتیجه کی یو معین مقدار اسعار افغانستان ته راوړی چی د هیواد په اقتصاد مثبت اثر ښندی. یواځی افغانان نه دی چی په نورو هیوادونو کی ژوند کوی. د پاکستان، ایران، هند، عربی هیوادونو ، ترکیی ، شرقی اروپا او د اروپا د وچی ډیر اتباع ، همدا ډول د ټولو افریقایی هیوادونو او چین اتباع د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کی د مهاجر په ډول ژوند کوی . هیڅ هیواد هم خپل اتباع له تابعیته نه دی محروم کړی. نژدی اوو میلیونه ترکان په اروپایی هیوادونو کی اوسی او هرکال يو زیات مقدار اسعار خپل هیواد ته راوړی چی د هغو له برکته ترکیه اوس د نړۍ یو پرمختللی هیواد دی.
    د تابعیت تذکرو کی باید چی زمونږ دهیوادوالو پوره معلومات درج وی. د مثال په ډول د زیږیدو نیټه ، د پیدایښت ځای ، تعلیم ، خپلوان او نور ضروری معلومات.
    یوه ډیره د تعجب خبره داده چی د دولت مامورین لا تر اوسه د زیږیدنی نیټه په تذکرو کی نه لیکی . هغوی ته چی د پیدایښت تاریخ نه دی معلوم ، شاید دوی ته مهمه نه وی اما که چاته د خپلی زیږیدنی نیټه معلومه وی او دی غواړی د هیواد په داخل یا بهر تحصیل وکړی او یا له هیواده بهر ژوند وکړی ، د دی مهم او ضروری مدرک د نه لیکلو له امله یو افغان له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کیږی. که د ایکسل په شان جدول کی ولیکل شی چی پانزده ساله 1392 ، دا معلومات نه ثبتیږی. بل مشکل دای که یو ماشوم د حوت د میاشتی په 20 نیټه پیداشی او زمونږ مامورین ورته دتذکری د توزیع په وخت کی ورته ولیکی چی یکساله 1392 نو دا به له هغه ماشوم سره څومره ظلم وی او په راتلونکی کی به له څومره مشکلاتو سره مخامخ وی. آیا کوم شی د اصلی تاریخ د نه لیکلو مانع ګرځی؟
    زما هیله او وړاندیز د افغانستان د دولت ټولو درنو او ښاغلو مسوولینو او د کورنیو چارووزارت او مخصوصا د احصایی او د تذکرو د ویشلو کارمندانو ته دادی چی خپلو هیواد والو سره په دی برخه کی مرسته وکړی او د دوی له غوښتنی سره سم د زیږیدنی تاریخ او ځای ورته ولیکی او د پاسپورتونو په لیکلو کی هم صرف هغه شان چی په رسمی پاسپورت کی نوم او کورنی نوم لیکل شویدی ولیکی . هلته د پلار نوم لپاره ځای نشته. ځکه دا پاسپورتونه په نړیوال معیار لیکل او عیار شویدی. اضافی معلومات د صرف د پاسپورتونو د توزیع په کتاب کی ثبت کړی چی د ضرورت په وخت کی له هغوی نه ګټه واخیستل شی. که چاته د نوم او تخلص سره د پلار نوم هم ولیکل شی په بهر کی د هغه د پلار نوم د یوه افغان خپل اصلی نوم پرځای تعبیر کیږی او خپل نوم یی د تخلص پر ځای استعمالیږی چی په راتلونکی کی د هغه ټول اسناد باطلوی.

  6. ګرانو ورونو ، په لیکنه کې په ډاګه شوې ده چې برېښنايي تذکرو ته . امریکایان، او داخلي لوړپوړي چارواکي چې په مافیايي کړیو کې ښکیل دي خنډونه جوړوي . او ګرانه وروره د مجتبی پتنګ په اړه لیکنه کې یادونه شوې(.. چې د ملي شورا تر استیضاح ورسته اوس په کور دی)

  7. د تذکرو او پاسپورت مشکل
    زما په نظر په قوانینو نه پوهیدل او د تذکرو لیکونکو بیسوادی د دی باعث ګرځیدلی دی چی د تولد یا پیدایښت نیټه ، د تولد ځای او کورنی نوم یا فامیلی نوم نه افغانان محروم شویدی. حال داچی قانون په وضاحت سره پورتنی معلومات ثبت کړیدی. د افغانستان په پاسپورت کی چی واقعا په نړیوال معیار برابر دی ، د پلار نوم نه دی لیکل شوی، بلکه هلته کورنۍ نوم راغلی دی. مګر د قانون د نه مراعات کولو له امله هر هیواد وال ته چی بهر سفر کوی ، له دی امله په زرګونو مشکلات جوړیږی. دا مشکل به هلته حل شی چی د پاسپورت ریاست کی یو باسواده رییس مقررشی .

  8. یاره تاسو ته به خدای په بل ځای کی وطیفی پیداکړی، دا اوس چه کومه یوه پاڼه تذکیره موجوده شته دا په ټوله نړی کی چلیږی، او بله داچه که څوک په داخل کی دی هم تذکیره لری او که څوک په خارج کی دی هم دغه یوه پاڼه تذکیره لری، او دافغانانو مکمل ضرورت رفع کوی.
    انشآالله نیژدی ده چه په افغانستان کی به سوله او آمن راشی، او مونږ افغانان په داسی تذکیری جوړی کړو چه هم به پکی دافغان نوم ذکر شی او هم به پکی داسلام نوم ذکر شی اوهم به نوری ملی کلیمی وراضافه کړو

    اوس وخت نه دی داسی نه چه دتذکیری نه هم دانشګاه جوړه شی.

    والسلام

ځواب ورکول hamza ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *