تېره روشنګرۍ کې د برېښنایي تذکرو په باب د برېښنايي تذکرو د توضح کوونکې موسسې (G,T,R) کارمند اجمل حمیدي لکچر ورکړ.

لکچر په درو برخو ویشل شوي وو:

۱-  د برېښنايي تذکرو په اړه عمومي بحث.

۲- په افغانستان کې د برېښناي تذکرو په باب مالومات، تذکره څه شي ده، څه وخت پیل او  یو شخص څنګه کولای شي برېښنايي تذکره تر لاسه کړي.

۳-په درېیمه برخه کې په انلاین ډول د برېښنايي تذکرې اخیستلو طریقه وښوول شوه.

 د برېښنایي تذکرو پروژه په ۲۰۰۸م کې د مخابرات وزارت له خوا ډیزاین او په ۲۰۱۰ م د عملي کولو لپاره د G.T.R موسسې ته ورسپارل شوه.

 د برېښنایي تذکرې په مټ یو شخص کولای شي چې د موټر د لایسنس او  جواز سیر، په ټولټاکنو کې رایه ورکول، د دولت اړوند ادارو سره د انټرنیټ له لارې مالومات شریکول او په انلاین ډول خدماتو ته لاسرسی ولري.

حمیدي وویل: (د برېښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره باید لومړي د یوې کورنۍ مشر د تذکرو ورکولو مزکر ته ځي، د کورنۍ ټول غړي ثبت او د کورنۍ مشر ته د کورنۍ د غړو د ثبت شماره ورکول کيږي. وروسته که د کورنۍ هر غړي تذکره اخلي یوازې به خپل مربوط مالومات ورکولو ته اړتیا ده.)

هغه وویل تر ټولو ضروري خبره دا ده چې د کورنۍ مشر باید د کورنۍ ټول غړي ثبت کړي که څه هم  په بهر کې اوسېږي.

 د ۱۸ کالو کم عمر لرونکو ته به د کورنۍ د مشر  په امضاء  تذکره ورکول کیږي.

 (برېښنايي تذکرې یوازې د لسو کالو لپاره د اعتبار وړ دي، وروسته له هرو لسو کال به نوې کيږي او تذکره به پر یوه کلک سمارټ کارټ چاپ او له ځان سره به میموري هم ولري.)

د روشنګرۍ د لکچرو دا لړۍ له تېرو درو کال راهیسې په کابل، کندهار، هلمند، پکتیا او خوست کې په هره اونۍ جوړيږي.

راپور: عصمت بهیر

One thought on “د برېښنايې تذکرې په باب په روشنګرۍ کې بحث وشو”
  1. دا خو ښه خوندوره کيسه ده که وويل سي چي کله به يي ويشل شروع سي
    او بل دا چي اخيستونکي څخه به يو څه مصرف اخيستل کيږي که بيخي وړيا ورکول کيږي

ځواب ورکول عزيزالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *