نصرت الله حقپال

نصرت الله حقپال

ولسمشر اشرف غني د روان ۱۳۹۷کال د غويي په ۱۳مه نیټه برېښنایي تذکره ترلاسه او په دې توګه یې رسماً د دغو تذکرو د ویش لړۍ پیل کړه. که څه هم چې دغه لړۍ تیر کال د سلواغې په ۲۶مه نیټه د ولسمشر غني او لومړۍ میرمنې په بایومتریک کیدو سره پیل شوه، خو د اجرایه ریاست د مخالفت او نورو پټو دلایلو له مخې په ټپه ودریده.

له پورته ګام سره سم، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند په شمول ځینو غیر پښتون قومي احزابو او سیاستوالو توند غبرګون وښود او په برښنایې تذکرو کې یې د ملت توري په وړاندې د افغان له کلمې سره مخالفت وښود او دغه کلمه یې په یو ځانګړي قوم پورې تړلې وبلله چې د ټولو قومونو د هویت ښکارندویي نه شي کولی.

برښنایي تذکره په معاصره نړۍ کې یو له معمولو او عادي مسئلو څخه ده چې ډیری پرمختللي هیوادونه د خپل ولس د ښه او دقیق ثبت او شمېرنې، له هر ډول فساد سره د مبارزې، د جنایي او ترهګري جنایاتو د مخنیوي، په ټاکنو کې د روڼتیا او ډېرو نورو مسایلو کې خورا مثبت نقش لري  چې د همدې مبثتو او ګټورو موضوعاتو په نظر کې نیولو سره، دغه ډول پيژندپاڼو ته په نوره نړۍ کې لا ډير پخوا مخه شوې ده.

که له ډير وړاندې تاریخ څخه تیر شو، نو افغانستان د ۲۰۰۱ز کال او د سپټمبر له پیښې څخه بیا تر نن پورې چې د امریکا او ناټو په مټ نوی حکومت رامنځ ته شوی دی او اوس یې دا دی ۱۷ کاله پوره شول، له ډول ډول امنیتي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او سیمه ییزو کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی چې د وتلو د لارې څرک یې هم نه تر سترګو کیږي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ز کال د راپور له مخې، په یاد کال کې د ۱۰۵۰۰ تنو په شاوخوا کې افغانان  ټپي یا وژل شوي دي.

د ولسمشر اشرف غني په خبره چې په هرو درې افغانانو کې، یو تن یې د شپې وږی ویده کیږي. خو نن (د غويي په ۱۶مه) د افغانستان د احصایې مرکزي ادارې او اقتصاد وزارت اعلان وکړ چې د فقر او بې وزلی کچه ۵۴،۵ سلنې ته رسیدلې ده او د ولس تر نیمایي ډيره برخه د میاشتې تر ۲۰۶۰ افغانیو (۳۰ امریکایي ډلر) کم عاید لري. که څه هم چې دغه ارقام دقیق نه دي او د تائید په هکله یې شک او تردید ډیر زیات دی، ځکه چې د فقر او بې وزلۍ کچه تر دې ډیره لوړه ده چې حکومتي او غیر حکومتي ادارې یې په ګوته کوي. د راپورونو له مخې، یو څلورم (۴) بست چې کله اعلان شي، نو تر ۵۰۰ تنو پورې هم کله کله ځانونه ورته نوماندوي، چې د ډير لوړ او ژور فقر او بې وزلۍ لوی بېلګه ده.

په کور دننه سیاسي بې ثباتي او نفاق تر دې کچې لوړ شوی چې که د بهرنیانو ویره نه وي، نو هره شیبه د ملي یووالي د حکومت ړنګیدل یقیني خبره ده. په حکومت کې شامل او له حکومت څخه بهر افغان مشران ( له توپير پرته چې کوم قوم او سمت پورې تړلي دي) په داسې یو فکري انحطاط او ګرداب کې را ګیر دي چې له خپلو شخصي او فامیلي ګټو او قدرت څخه بل هیڅ شی نه ویني او نه یې اوري. دغه رهبران د خپلو شخصي او کورنیو ګټو او قدرت په خاطر، له هرې ممکنې مشروع او نامشروع وسیلې او لارې چارې څخه کار اخلي او توجیه کوي یې.

په بریښنایي تذکرو کې د افغان کلمې او د قومیت لیکلو په سر لانجه د پورته ادعاوو ستره بېلګه ده. هغه پښتانه مشران چې په تذکرو کې د افغان کلمې د شتون او د قومیت لیکلو پلوي کوي او وایې چې دا د ملي هویت ښارندویي کوي؛ په حقیقت کې دوی ته دا مسئله دومره مهمه خبره نه ده، بلکې غواړي چې له دې لارې خپل قدرت او اغیز په پښتنو کې ډیر کړي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې  بری او ملاتړ ترلاسه کړي، دوی له دغې مسئلې څخه د ټاکنیز کمپاین به توګه کار اخلي. که دوی د پښتنو په غم کې ریښتیا وای، نو هره ورځ چې د پښتنو ولسونو وینې لکه د اوبو په شان بهیږي، نو د هغو د دریدو ریښتنې هڅه دې وکړي، هغوی ته دې د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو ګامونه پورته کړي چې د پاکستان، ایران او اروپایي هیوادونو ته یوې مړۍ دوډۍ د پیدا کولو لپاره په خطرناکو لارو ځي او د یادو هیوادونو زندانو ترې ډک دي.

په ورته وخت کې، هغه تاجک، هزاره او ازبک سیاستوال او مشران چې د افغان له کلمې او د قوم لیکلو سره مخالفت کوي او ښیي چې دا د یادو قومونو د هویت مسخ کول دي؛ په خپله ادعا کې صادق او ريښتیني نه دي. دوی په واقعیت کې د تاجک، هزاره او ازبک په غم کې نه دي، دوی د خپل قدرت او نفوذ غم اخیستي دي. دغه مشران غواړي له دې مسئلې د خپل قوم  په منځ کې د ټاکنیز کمپاین په توګه کار واخلي او راتلونکو ټاکنو کې پراخ قومي ملاتړ ترلاسه کړي او حتی یو له بل سره په سیالۍ کې دي چې کوم یو به یې ډير په دې مسابقه کې مخته شي. خو که په همدغه وخت کې دوی ته، له کوم لوري څخه تر دې ستر امتیاز برابر شي، نو بیا به وګورې چې چوپه خوله شي او بیا به نه تاجک مطرح وي، نه هزاره، نه ازبک او نه هم د هویت مسخ.

له بده مرغه، کومې شومې او ناوړه پایلې چې په برېښنایي تذکرو کې د افغان کلمې او د قوم لیکلو په سر د سیاستوالو او مشرانو ناوړه کړنو او ویناوو رامنځ ته کړي، ډيرې خطرناکې او جدي دي. عام ولس په دې نه پوهیږي او یا کم پوهیږي چې د دوی مشران د برېښنایي تذکرو له مسئلې څځه سیاسي استفاده کوي او خپل قدرت او ملاتړ ډيروي، نه داچې د دوی په غم کې دي. په ولس کې د تعصب او تبعیض فضا دومره خوره شوې چې میرمنه او خاوند یې په خپلو کې سره دښمن کړل، د هغوی ژوند یې تریخ کړی او حتی د جلاوالي تر کچې هم رسیدلي دي. په دولتي او نادولتي ادارو کې يې ډير نږدې او صمیمي همکاران سره په اخو ډب اچولي، چا یو اړخ نیولی او چا بل، څوک الف په حق ګڼي او څوک ب… په داسې حال کې چې دغه همکاران تر دې وړاندې کلک ملګري او دوستان وو.

د یادې قضیې یوازې کورنۍ لوری نه دی، بهرنی اړخ هم لري. با خبره افراد او اشخاص پوهیږي چې د افغانستان مهم او استخبارتي معلومات لومړی امریکایانو ته ورکول کیږي، بیا هند، پاکستان، ایران او په آخر کې، که لازم وو، د حکومت مشرتابه ته ور کول کیږي. د برېښنایي تذکرو اصلي او مرکزي ډیټابیس کنټرول او مدیریت به د امریکایانو په لاس کې وي، هر ډول یې چې غوښتل کار به ترې اخلي. افغانان به یوازې د مامورینو او اجرایوي کسانو نقش لري، امریکايي استخبارات او سیاستوال به چې د هر افغان په اړه څه غوښتل هغه به کوي. که یې څوک نیول، زندان کول، معلومات یې په اړه را جمع کول، ارتباطات یې ورته پیدا کول او … نو په ډيره آسانۍ او له هر ډول مصرف او زحمت پرته به یې د برېښنایي تذکرو له ډیټابیس څخه تر لاسه کوي، څوک به ورته و وایي چې دا ولې؟

د پایلې په توګه، په خپل میړني ولس غږ کوم چې د برېښنایي تذکرو په مسئله کې د سیاستوالو او رهبرانو د شومو پټو موخو ښکار نه شي او خپله ورورولي او خپلولي هیڅ کله هم ټکنۍ نه کړي، پښتانه، تاجکان، ازبک، هزاره او … ټول سره وروڼه او یو بدن دي. بریښنایي تذکرې د یو پیژندپاڼې په توګه ویشل یې کومه غټه خبره نه ده او باید زموږ د ولس د تفرقې او نفاق وسیله نه شي؛ چې هغه وخت به بیا ښکیلاکګر په ډيره آسانۍ زموږ ولس د خپلو شومو سیاسي او استخباراتي موخو د تحقق لپاره وکاروي چې هغه مو د دنیا او آخرت د زیان لامل کیږي.

One thought on “د برېښنایي تذکرو د کړکیچ تر شا سیاسي موخې”
  1. حقپال صاحب واقعا په زره پوری لیکنه وه ومی لوستله جالب او نوی معلومات مو خورا په کی حای پرحای کری وه دیره دیره مننه
    ستاسو ورور رحیمی له میدان وردکو ولایت حخه

ځواب ورکول عبدلرشید رحیمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *