کبرا خادمي

خبریال: میرویس جلالزی – د بشري حقونو افغان کمپاینره وایي، وروسته له دې چې په کابل کې یې په لارو د ښځو د ځورولو پر ضد کمپاین وکړ ژوند یې له خطر سره مخامخ شوی دی.

کوبرا خادمي وايي، له هغه وروسته چې په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګنده شوه او په اړه یې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه راپورونه خپاره شول اوس د مرګ د ګواښونو په خاطر په کابل کې په پټ ځای کې اوسیږي او نه شي کولای په اسانه له یوه ځایه بل ځای ته لاړه شي او حتی خپل هویت څرګند کړي.

کبرا خادمي په یوه بې ساري او غیرمعمولي اقدام کې د ښار په یوه ګڼ میشته سیمه کې د وسپنۍ جامې پر تن کړې او ظاهرا یې داسي پیام خلکو ته ورساوه چې نجونې او ښځې باید په افغانستان کې په ښار او بازار کې د سړو د جنسي ځوروني څخه د خونديتوب لپاره د وسپني جامې واغوندي.

۲۷ کلنه کبراخادمي، چې په خپل دغه کمپاین باندي د نیوکو تر څنګ ستایل شوې هم ده اوس په کابل کې ژوند کوي او د دې په وینا د خپل سر له ویرې د اوسېدو ځای چا ته نه شي ښودلی.

کبراخادمي وايي د کمپاین په ورځ یې په کابل کې د کمپاین په پای کې سمدستي ټکسي ونیوه او له ښار څخه یي فرار وکړ.

هغه وايي که چیرته یې په واټونو کې کمپاین ته دوام ورکړی وای نو لري نه وه چې د سخت دریځو او هغو کسانو له لوري له فزیکي او حتی د مرګ له خطر سره مخامخ شوې وای چې په افغاني ټولنه کې د هغې پر وینا د مثبت بدلون د راتلو مخالف دي.

پیغلي خادمې وویل چې دا به د ښځو د حقونو د دفاع او په ټولنه کې د ښځو په اړه د زاړه فکر د بدلولو په خاطر هر راز قربانۍ ته تن ورکړي او هڅه به یې دا وي چې افغان میرمنې، چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره د مخکښو او مبارزو ښځو د اقداماتو او ګام پورته کولو په تمه دي له حقونو دفاع وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغان په ټولنه کې یوې ښځه په عام محضر کې په داسي یوه مدني حرکت لاس پوري کوي.

د هغې پر ضد نه یوازي په افغانستان کې بلکې د سیمې په هیوادونو او حتی لري پرتو هیوادونو کې هم میشتو افغانانو مثبت او منفي غبرګونونه ښودلي دي.

په کور میشتو ډیری افغانانو په ټولنیزو ویبپاڼو لکه فیس بوک، ټویټر او داسي نورو کې د پیغلي خادمې د یاد خوځښت په باب بحثونه وکړل.

داسي نه بریښي چې څومره کسانو به د دې دا حرکت ستایلي او څومره غندلی وي، خو د ملک دننه او بهر میشتو فیمنیستي (د ښځو د ملاتړ تندلارو ډلو) د یاد خوځښت سخته ستاینه کړې او ویلي یي دي چې دغه ډول حرکات کولای شي د ښځو پر وړاندي په سخت دریځو ټولنو لکه افغانستان کې د تندلارو او ځورونکو پر ذهنیتونو اغیز وکړي او ډیری نارینه او د ښځو ځورونکي دې ته اړ باسي چې په لارو کوڅو کې د هغوی له فزیکي او رواني ځورونې لاس واخلي.

8 thoughts on “د بشري حقونو افغان کمپاینره د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده”
  1. دا یوازې بهر ته د وتلو یوه هڅه ده. تاند دې د خپل اصل او هدف په پام کې نیولو سره د داسې مبتذلو مسایلو په هکله د مطالبو په خپرولو سره خپل نوم نه بدوي. دا خلک اکثر په غربي هېوادونو کې خپل دین او هویت پرېږدي او پناه غواړي. دوی اصلا نه افغانیت لري نه هویت او نه دین.

  2. زه د ښاغلی ګنډیری نظر تایدوم.

    دا له اولی ورځی معلومه وه چی هغی ناولی یوازی د پردیو د نظر راجلبولو لپاره هغه ننداره په لاره واچوله ا و دا ده اوس معلومه شوه چی غواړی غرب ته ووځی ځکه چی دلته ازاده نشی ګرځیدلای.

    لعنت دی وی په داسی ګثیفانو،

  3. ددی کثیفی ښځی موخه بهر ته تلل دی او دا یی یوه ښه لار وه چی اوس په اسانی سره بهر ته لاړه شی او چیرته کوم غربی هیواد کی قبوله شی خو مونږ هم پری خوشاله یو چی له خپلی دغی مرداری څیری سره له دی هیواده ورکه شی ځکه دده دا کارافغان او افغانیت ته توهین ده څوک چی دده دا کار ستایی هغه هم غربی نظر لری، که ده په رښتیا هم د (خشونت علیه زنان) تر عنوان لاندی مبارزه کوله نو ډیری نوری مثبتی او قانونی لارو څخه یی هم کولای شوای خو دا هغه خلک دی چی نه په خپل حیثیت او آبرو شرمیږی او نه د اسلام او افغانیت څه پروا لری نو ددوی اوسیدل دی هیواد کی ټول افغان ولس ته د ننګ او شرم یوه ټوټه ده نو ښه خبره ده چی له دی هیواده دوی ورک شی

  4. تاند والاوو

    د موضوع سرلیک مو داسې لیکلی لکه تاسو چې هم د دې ښځې دا کار تاییدوی او د هغې حرکت رښتیا هم د بشر د حقونو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام ګڼئ

    1. خبر – خبر دی. موږ د هیچا نه طرفدار یوو او نه مخالف. تاسو به یې مخالف یا موافق یاست خو زموږ کار دا نه دی چې د چا ملاتړ یا مخالفت وکړو.
      موږ خبر خپروو او تاسي ته معلومېږي چې د دې ښځې هدف څه و یا نه و. ځینو نظرونه لیکلي.

  5. ته به وائې چه ښځې ځورل يوازې په افغانستان( افغانې ټولنه ) کې لیده شي دټولې نړۍ نارینه ملائېکې دي خو دافغانستان کوبرا خوره۰
    په یوه هیواد کې چه ۳۶ کاله دانسانانوژوند په ویر بدل، او دوی یوې عاجلې سولې ته ضرورت لري امنیت ته ضرورت لري،خودغسې بې حیاوې دهغه له جګړې ستړوخلکودود(کلتور)ته په ډیره سپکه سترګه ګوري .دغه دایران جاوسوسه ده چه په ایران کې جوړه شوې کڅوړه کې په بې شرمۍ زموږپه ښار کې ګرځي.نن ئې چه دا کار وکړ سبا به بربڼډه لکه داوکرائن ښځې چه په ځینوهیوادو کې ځانونه لوڅ کړه خامخ ئې کوي .دوی نور څه حق غواړي په کابل کې خو ټول حق ستاسوده( دبیات پروژه) هر کال تاسو په خوښه سوپرسټاردرته جوړوي.(کُوبرا خادیِم )حق نه چه دافغانو ښځو نوم په خوله واخلي، دادورشي په ایران کې دخپل حق له خمینیانونه وغواړي نه دافغانانونه۰

  6. دا خو کومه مشکله خبره نه ده خو په چادرۍ کی د بیرون ځی نو به یی خلک نه بیژنی.

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *