نجیب الله آزاد

لیکوال: نجیب الله آزاد –

د مارچ په دریمه په ګارډین ورځپاڼه کې د بشري حقونو د څار د سازمان لخوا خپور سوی راپور د افغان رسنیو د بحث موضوع وګرځیده. په دې راپور کې د افغانستان حکومت د هغه اتهو مامورینو یادونه سوې کوم چې په هر ډول بشرضد کړنو تورن دي. د یادو کسانو لکه عطامحمد نور، عبدالرازق، اسدالله خالد، حکیم شجاعي، نجیب الله کاپیسا، خیرمحمد تیمور چریک، عزیزالله د پکتیکا او د میرعالم د بشرضد لړۍ د یاد راپور پر پرتله څو چنده اوږده ده او هر افغان ته تر لمر روښانه ده، لاکن خبره دا ده چې یاد راپور ولې اوس ( کالونه وروسته) خپریږي، آیا د بشري حقونو د څار سازمان په ریښتیا یو خپلواک سازمان دی که نه د امریکا تر وزر لاندې غوړیدلې اداره ده.

ټولې هغه ادارې چې نړیوالې بڼې لري د غربي کلتور په رڼا او ګټو لپاره جوړې دي او تل د غربي ټولنو په ځانګړې توګه د امریکا سیاسي اهداف او پیغامونه په غیر مستقیم ډول تر نورو رسوي، د افغانستان سره د امریکایانو او نورو غربیانو کړنې به تر ۲۰۰۱ وړاندې هیرې کړو لاکن د بون د کانفرنسه (۲۰۰۱) وروسته دوی له افغانستان سره څه وکړل د هیریدو او منلو نه دي.

حامد کرزي هغه مهال ځان د پاڼ او پړانګ تر منځ احساس کړ کله چې له جګړه مارانو څخه د خلاصون لپاره د امریکا مرسته وغوښته، د نوموړي د دې غوښتنې په ځواب کې د امریکا د هغه مهال پوځي مشر جنرال جان ابیزید داسې وویل: ( زه پور غواړم او ته نور غواړې)، امریکایانو نه یوازې جګړه ماران له دولته لرې نه کړل برعکس یې لا وپړسول. له دې وروسته حامد کرزي په یاده موضوع کې د مرستې لمنه د امریکا د هغه مهال د دفاع سکرټر ډونلډ رامسفلډ ته وغوړوله لاکن رامسفلډ ځواب دا و چې کرزی باید خپلې کورنۍ ستونزې لکه د جګړه مارانو سره ستونزه په خپله حل کړي نه چې پر موږ تکیه وکړي. د بوش ادارې هم ومنله چې کرزی باید د حکومتدارۍ درانده پړاوونه په خپله ووهي نه دا چې د امریکا نظامي قوت پکښي ښکیل کړي. رامسفلډ په دې یقین و چې کرزی باید د (چیکاګو دریځ) له مخې د حکومت کولو توان په ځان کې پیدا کړي، دا چې کرزی کوم امنیتي ارګان نه لري نو باید د چیکاګو د ښاروال ریچرډ ډالي له تجربو ( په پیسو یې خولې ډکې کړه او کار ځنې واخله) زدکړه وکړي او په دې ډول خپله کابینه او والیان تر خپلې ولکې لاندې راولي، د بون د تړون له مخې دا هغه تګلاره نه وه چې افغانستان په یوه قانون ولاړه ټولنه بدل کړي. په حقیقت کې ډونلډ رامسفلډ د کرزي لپاره هغه کړنلاره غوره کړی وه چې څو کاله وروسته امریکا او نړیوالې ټولنې کرزی په کلکو ټکو وغندی.

تر دې وروسته د ۲۰۰۳ د سپټمبر پر ۱۵رامسفلډ په یوه لیک کې جان ابیزید او جارج بوش ته ولیکل چې زموږ د راتګ هدف د طالبانو او القاعده له منځه وړل و نه د لسیزو ړنګ هیواد جوړونه، موږ په خپل هدف کې بریالي سوو او اوس باید هغه جګړه مارانو ته چې د طالبانو په ځپلو کې زموږ سره اوږه په اوږه ولاړ وو د افغانستان نظامي او امنیتي واک وسپارو.

په هرحال، د حقایقو دا لړۍ ډیره اوږده ده خو لنډه یادونه یې ځکه اړینه وه چې یاد راپور د دې ځنځیر یوه بله کړۍ ده، د ۱۳۹۳ د ولس مشریزو ټاکنو ناندریو د ټولې نړۍ پام ځان ته واړاوه خو بالاخره دا ستونزه د پلان سره سم د ستونزې زیږونکي (امریکا) له خوا پای ته ورسیده، خو د یادې ستونزې د حل لپاره بې له شکه چې امریکا اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته خپل شرایط وړاندې کړل چې د دواړو له لوري په منلو یاده ستونزه حل او د شګو ارګ جوړ سو.

د امریکا لومړی شرط د امنیتي تړون لاسلیک او دویم دننه په ارګ کې د یوه پوزیشن او بل اپوزیشن جوړښت و، د لومړي شرط تر لاسته لاړو وروسته امریکا خپل ټول تمرکز دویم شرط ته کړ، خو د وخت په تیریدو د دواړو مشرانو (دوې خوندې په یوه ورور حساب) یو بل ته نږدې کیدو د امریکا پام ځان ته واړاوه، ډاکټر عبدالله چې د هر اړخه په ناست ځای کې نامناسبه دی د اشرف غني د ویاندویي دنده خپله کړه، پاکستان ته سفر اشرف غني کوي رسنیو ته معلومات بیا ډاکټر عبدالله ورکوي، د حکومت په ځانګړې توګه د اشرف غني په وړاندې د سیاف پارونکو څرګندونو غبرګون هم د ډاکټر عبدالله له خوا ولیدل سو.د طالبانو سره د اشرف غني د روغې جوړې د پروسې سره د عبدالله عبدالله همغږي، دا ټول هغه څه و چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله نږدیوالی ښيي، د پوزیشن سره د اپوزیشن نږدیتوب امریکا اړ کړ چې عبدالله ته د نږدې کسانو جرمي راپورونه خپاره کړي او نوموړي ته یو نازک پیغام ورکړي چې که چیرې زموږ سره د کړي تړون څخه تجاوز وکړې نو موږ ستا د جرمي سوابقو د جوال خوله هم خلاصولی سو.

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله…

5 thoughts on “د بشري حقونو د څار د ادارې راپور که امریکا؟”
  1. Karzai along with his criminal warlords should be brought to justice if we want the people of Afghanistan to support this government.

  2. پګړۍ خو دې ماشاءالله ډېره نازنینه په سر کړې ده خو لکه چې کومه شوړه درته له عطاګل نور نه در رسېدلې ده. ولس دا ۱۴ کاله د جنګسالارانو، غلو، جنایتکارانو، قاتلینو …… نه د خلاصون له پاره دعاوې کولې اوس چې یې خدای دعا قبوله کړه او یو څوک یې ورته را وپاراوو اوس تاسو شوړه دین خېلو د غلو او قاتلینو حمایت ته ملا وتړله. امریکا نه خدای دې وکړي چې افریقا یا انترکتیکا ورته په غوسه وي مونږ وایو چې د ولس له سر نه د دوی سوری کم شي او ولس د ارام شپې تېرې کړي.

    1. A.S.A,
      Shaghaley Ganderai sahib, ta laka che yawazy da leekany sarleek walwost. da lekany da sarleek tahleel dai, aw sha ba wai che taso tahleel lawastalai wai, lag tar laga mo dagha barkha kho lwastaly wai.

      د یادو کسانو لکه عطامحمد نور، عبدالرازق، اسدالله خالد، حکیم شجاعي، نجیب الله کاپیسا، خیرمحمد تیمور چریک، عزیزالله د پکتیکا او د میرعالم د بشرضد لړۍ د یاد راپور پر پرتله څو چنده اوږده ده او هر افغان ته تر لمر روښانه ده،

  3. A.S.A,
    Shaghaley Ganderai sahib, ta laka che yawazy da leekany sarleek walwost. da lekany da sarleek tahleel dai, aw sha ba wai che taso tahleel lawastalai wai, lag tar laga mo dagha barkha kho lwastaly wai.

    د یادو کسانو لکه عطامحمد نور، عبدالرازق، اسدالله خالد، حکیم شجاعي، نجیب الله کاپیسا، خیرمحمد تیمور چریک، عزیزالله د پکتیکا او د میرعالم د بشرضد لړۍ د یاد راپور پر پرتله څو چنده اوږده ده او هر افغان ته تر لمر روښانه ده،

ځواب ورکول Ala ud din ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *