تاند- د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رايټس واچ د چهارشنبې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه باید په افغانستان کې د ۱۸ تنو د وژل کېدو په اړه بې پرې او جدي پلټنه وکړي.

د دې ډلې په وینا دا اتنلس افغانان د خاصو ځواکونو له لوري وژل شوي او د وژنې تور یې په امریکايي پوځیانو پوري شوی دی.

د بشري حقونو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې، چې تاند ته یې هم رالېږلې، ویلي: په هغه راپور کې چې د نومبر په شپږمه رولینګ سټون امریکايي مجلې خپور کړ، د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ افغانانو په وژلو کې د امریکايي پوځیانو د لاس لرلو په باب تازه معلومات خپاره شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو کسانو د وژلو په عملیاتو کې برخوال امریکايي پوځیان باید د جنایت له کبله تعقیب شي.

د دې پېښې په خاطر د افغانستان د حکومت او امریکايی پوځیانو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او کرزي امر وکړ چې امریکايي پوځیان دې له نرخ ولسوالۍ څخه ووځي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په افغانستان کې د دولس کلن پوځي حضور په لړ کې امریکا د خپلو پوځیانو د جرمونو د تحقیقاتو او د بشري حقونو د سرغړونو د تعقیب په برخه کې کمزورې سابقه لري.

د بشري حقونو دا مدافع ډله وايي چې د نرخ ولسوالۍ د پېښې په اړه باید جدي، بې پرې او شفافه څېړنه وشي. ځکه چې ښکاره ده چې جنایت شوی، امریکايي چارواکو ته پکار ده چې اعلان وکړي چې څه پېښ شوي او څوک یې مسوولیت په غاړه لري.

په نرخ ولسوالۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو مسله لومړی پلا د ۲۰۱۲ کال په نوومبر کې افشا شوه. د سیمې ډېرو اوسېدونکو وویل چې د امریکا خاص ځواکونه (سپېشل فورس) شپاړس تنه ملکیان وژلي دي.

د بشري حقونو د څار د ډلې بشپړ راپور د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې وګورئ:

http://www.english.www.archive.taand.com/

3 thoughts on “بشري حقونه: امریکا دې د ۱۸ افغانانو د وژلو په اړه تحقیقات وکړي”
  1. عجیبه ده چی قاتل څخه غوښتل کیږی چی دقتل په اړه تحقیقات وکړی؟! ولی په هاګ محاکمه کی چی دنورو دتحقیقات اجازه لری او دامریکایانو څخه تحقیقات نشی کولای؟ یو بام او دوې هواوی؟! که بل څوک یعنی کوم دافغان پوشالی حاکمیت څخه یو دا غوښتنه کړې وای باک یی نه وو ، داچی د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رايټس واچ داسی غوښتنه کړیده ، دا به ددې په معنی وی چی بالا پدی پسی مه ګرځئ، که داسی نه وی نو دا غوښتنه دی لطفاً د هاګ له محاکمی نه وشی خیر دی که امریکایی منی او که نه یی منی ، اما دا محاکمه باید په هاګ کی وشی! در غیر بی معنی خبره ده

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له بده مرغه امريکا د هاګ محکمه په رسميت نه پېژني او د دغه نړيوالې محکمې غړيتوب هم نه لري، نو د پوښتنې يې څوک نه شته! په يو فرانسوي فلم کې يو شتمن وايي، چې: قانون د بې وزلو لپاره موږ جوړ کړی دی، مګر قانون د شتمنو لپاره نه دی، نو ورځه د کارګرانو او بزګرو سټه وباسه! خو بايد یاده شي، چې د هر ظالم په مقابل کې ټولنيز قيام شوی دی، چې د فرعون په مقابل کې موسی (ع) راپورته شو او د يهودانو په مقابل کې عیسی (ع) او د جهالت په مقابل کې محمد (ص) د اسلام وږمه راوړه او روسي کمونيزم افغان ولس په تېښته کړو او امريکا ته هم افغانستان د امپرياليزم هديره شوه!
    درنو افغانانو! موږ خپل هېواد صرف په بشري ارزښتونو ګټلی شو، نه په شر او شرارت! يووالی، صداقت، درنښت او انساني ارزښتونه زموږ او تاسو د ژوندون د بري رښکۍ دي، پرته له دې به زاړه ځوانانو ته پلمې کوي او ځوانان به يو له بل سره جګړې کوي، چې ټولنه به بيا لمبې کوي! صرف افغاني ذهنيت، افغاني هويت د انساني ارزښتونو او اسلامي مقدساتو په رڼا کې کېدلی شي، چې د افغانستان د ښېرازي سبب شي!
    موږ ټولې نړۍ ته تغير نه شو ورکولی، مګر په خپلو کې تفاهم ته رسېدلی شو، چې د رسنيو رول په دغه برخه کې ډېر رغنده دی او ځير ته شو، نو رسنۍ د افغاني ذهنيت او هويت د تباهي سبب هم کېدلی شي! ځکه که يو شمېر پېښه ويني مګر ګڼشمېر يې بيا په معلوماتو کې څېړي، نو د معلوماتو کره والی او رېښتونوالی تر ټولو غوره او مهم دی! که غواړی، چې خپل دوښمن او يا قاتل محاکمه کړی، نو اتحاد وکړی، د افغان ولس او افغان وګړي وينه تر نورو ټيټه مه ګڼی! خپل ورور، پلار، تره، خور، مور، لور، زوی ، ورره، خورېږ، خورزه او خپل ملګری او په تېره خپل افغان مه رټی، مه يې وژنی او مه يې کړوی! دواړو خواو ته افغان وژل کېږي، افغان سپکېږي، نو د باعزته ژوند جوګه شی او ځان له دغه بدمرغي حاله وژغوری او غليم ته يو مټ او يوه اوږه شی، بيا نو هر څه پخپله په آساني ترلاسه کېږي!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون

    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *