امېد ساپی
په نړۍ کې د ‌‌‌‌‌‌ډیسمبر ۱۰ د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دا ورځ له ننه ۷۰ کاله وړاندې د ملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ له‌خوا د بشري حقوقو د نړیوالې ورځ په توګه وټاکل شوه چې تر ننه یې په نړۍ کې خلک په ډېر جوش او خروش سره نمانځي.
دا ورځ په نړۍ کې ځکه نمانځل کې چې په خلګو کې د براربرۍ، انصاف او بشري وقار ساتلو جد و جهد وساتل شي.
دا ورځ په ټوله نړۍ کې په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول سره نمانځل کېږي او ټول مذاهب په دې سره په یوه خوله اتفاق کوي چې هر انسان ځيني بنسټیز حقوق لري چې له‌مخې یې پر نورو متقابل احترام لازمي دی.
د افغانستان اساسي قانونو ځینو مادو کې له دې ورځې څخه ملاتړ کوي.
شپږمه ماده:  دولت، د انساني كرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د دموكراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سيمو كې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت، پر بنسټ ديوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.
اوومه ماده: دولت د ملګرو ملتونو منشورو د بین الدول معاهدو، د نړیوالو میثاقونو چې افغانستان له هغو سره تړاو لري او د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې رعایت کوي. دولت د هر راز تروریستي اعمالو، د مخدره موادو د کرلو او قاچاق او د مسکراتو د تولید او استعمال مخنیوی کوي.
اسلام د انساني حقوقو عالم بردار مذهب دی. زموږ خوږ نبي صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع خطبه کې چې کوم ارشادات فرمایلي وو هغه د انساني حقوقو لومړۍ قاعدې حیثیت لري په کوم کې چې نبي صلی الله علیه وسلم  انسانیت ته احترام کولو درس ورکړی وو او د انسانانو ټول حقوق یې په وضاحت سره بیان کړې و.
نبي کریم ص فرمایلي، ټوا انسانان د ادم او حوا اولادونه دي. عربي په عجمي او عجمي پر عربي، سپين په حبشي او حبشي په سپين کوم لوړوالی نه‌لري، پرته له تقوا او پرهېزګارۍ نه…
د ملگرو ملتونو استازي په 192 هېوادونو کې په رضا کارنه ډول کار کوي. د هغوی هدف په دنیا کې امن ساتل او په ټولنه کې د انساني حقوقو ضمانت حاصلول دي.
په 1946 کې ملګرو ملتونو یو کمېشن اعلان کړ چې د نړۍ هر وګړي د انسان په حیث ځیني حقوق لري د کومو له‌مخې چې پر نورو باندې د هغې احترام کول لازمي دي.
په همدې وخت کې ملګرو ملتونو له بېلابېلو مذاهبو او تهذیبو سره تعلق لرونکي هیوادونو نه د یوې سوالنامې په وسیله د انساني حقوقو معلومات لاسته راوړل او له هغې نه یې د انسانانو د حقوقو منشور جوړ کړ چې دا منشور په 10م د ډېسمبر په 1946 مېلادي کال کې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلی کې منظور شو؛ نو د همدې له‌پاره د ډېسمبر 10مه د انسانانو د حقوقو نړیوالې ورځ په توگه وټاکل شوه.
د انسانانو د حقوقو نړیوالې ورځ (UDHR) اعلامیې ځیني مهم ټکي:
ټول انسانان په پیدايښتي ډول خپلواک او برابر دي. ټولو ته یو دول عزت ورکول، نسل، رنګ،مذهب، ژبه ،جنس، سیاسي سوچ یا قومي شناخت، غربت او یا له کوم بل پیدایشي توپیر پرته په دې منشور کې چې کوم حقوق دي هغوی ترې برخمن دي.
6 thoughts on “د بشري حقونو نړیواله ورځ کله او ولې رامنځ‌ته شوه؟”
  1. معمولاً سیاسی – اجتماعی پدیدې دوه حالتونه لری
    یوه پوسته او بله هسته
    د بشر د حقوقو اعلامیه هم دوه مخه لری
    یو مخ ئې ځلوونکې او زړه کشوونکې ظاهری بڼه ده
    او بل مخ ئې ځوروونکی او غولوونکی مخ دی
    ددې اعلامئې د څرنګوالی او حقانیت د تشکیک یوه نښه داده چي
    سرعت ئې د مېږی د تګ غوندی ګړندی!!! ؤ یعنی د شلو کلونو په اوږدو کی حتی ونه توانېده چه څلور کیلو متره فاصله طی کی
    د اعلامئې د خپرېدو د مرکز څخه د مارتین لوتر کینګ د تور پوستانو د مبارزاتی نهضت تر مرکز پوری ئې د لیاری د طی کېدو توان نه درلود
    د اعلامئې بله خړه ځانګړتیا داده چه فقط د بیان او عقیدې د آزادۍ په جیب کی محدوده او محبوسه پاتی شویده او د ننی بشریت د ښېګڼی او چارو د پرمختګ او بنسټیزو ستونزو د حل په لیاره کی فقط د باټو او لافو په حد کی لاس او پښې غوځوی
    د بشر او د بشر حقوقو غوښتنه یوازی او یوازی د بیان او عقیدی د آزادی تر لاسه کول ندی بلکه بشریت نوری ډېری ژوری او مهمی غوښتنی لری چه باید تحقق ومومی
    د جګړو پایته رسول او د لوږی او تندی او ناروغیو له منځه وړل د نن ورځی بشریت یوه اساسی او ارمانی هیله ده چه د بده مرغه ددې کاغذی او غولوونکی اعلامئې په سیوری کی د پاملرنی څخه بې برخی ده
    استعمارګرانو څه پیشو بازۍ په لیاره اچولی دی ددې اعلامئې تر غولوونکی څېرې لاندی

  2. Dear OMID SAFI i haven’t seen in taand news web this kind of post before and i really appreciate u for this and i really availed from your post and become known for 10 December

  3. UN Charter for Human Right is indeed a noble beginning but with characteristic such as :

    Humans are the only species fighting to take more than its needs and often aim to take it all. Women are oppressed by heir counter part Men. And the same amount of money in the pocket of Europian descent have more purchasing power than African residing in Europe or North America..

    The road to reach equility is unpaved and longway ahead.

ځواب ورکول zahra zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *