خبریال: میرویس جلالزی – د بشري حقونو د څار سازمان HRW د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د طالبانو غچ دې له افغان کډوالو څخه نه اخلي.

په پیښور کې په یوه پوځي ښوونځي باندي د تیر ډسمبر میاشتي له خونړي بریده وروسته په دغه هیواد کې د پاکستان د حکومت له لوري د افغانانو پر وړاندي سخت ګامونه پورته کړای شوي دي.

د پاکستان امنیتي ادارې نه یوازي دا چې افغان ناقانونه کډوال له دغه ملکه شړي او مالونه یي ضبطوي بلکې هغه افغانان هم ځوروي چي هلته د اوسیدنې قانوني اسناد لري او یا تازه پاکستان ته په ویزې سفر کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسلام اباد له حکومته غوښتی چې له خپلو ځايي ادارو وغواړي چې ژر تر ژره د افغانستان د اتباعو په کورونو له چاپې وهلو ډډه وکړي او هغوی په جبر خپل هیواد ته و نه شړي.

د دغه سازمان له لوري په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي چې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني ادارو وروستي اقدامات غیربشري او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

سازمان ویلي چې دوی ته راپورونه رسیدلي چې پاکستاني امنیتي اورګانونه د شپې له لوري په افغان مهاجرو چاپې وهي، هغوی نیسي، او خپلو تاڼو ته يي وړي چې هلته یي نه یوازي شکنجه کوي بلکې د ورځو اوشپو لپاره یې د کورنیو له خبریدو پرته جیلونو ته اچوي.

د بشري حقونو سازمان د پاکستان حکومت مکلف بللی او دا یې د دوی مسوولیت ګڼلی چې نه یوازي قانوني افغانان وساتي او د هغوی پالنه وکړي بلکې هغه افغانان هم له شکنجې او ځوروني وساتي چې حتی په پاکستان کې د پاتي کیدو قانوني اسناد هم نه لري.

د مهاجرت نړیوال سازمان د راپور پر اساس هره ورځ په سلګونو افغاني کورنۍ د پاکستان د امنیتي ادارو له ویرې او ګواښونو څخه په تیښته خپل هیواد ته را ستینږي او ډیری هغه یې نه د استوګني لپاره کورونه او نه هم د خوړو لپاره خواړه او اوبه لري.

هغوی د سیمیزو رستورانتونو، زړو کورونو او چاردیوالو په مینځ کې په ډیر بد حالت کې استوګن شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیایي څانګې مرستیال فیلیم کین ویلي چې پاکستانی حکومت د طالبانو غچ له بې ګناه او مظلومو افغان کډوالو اخلي او دا کار د نړیوالو میثاقونو او د پاکستان، افغانستان او ملګرو متلونو د درې اړخیز تعامل خلاف دی.

هغه ویلي که څه هم په ډسمبر میاشت کې د خیبر پښتونخوا دولت دوی ته ویلي چې د پیښور برید به پر افغان کډوالو هیڅ راز ناوړه اغېزه نه اچوي خو په دغه ژمنې سربیره د ډسمبر له شپاړسمې راپه دې خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول، شکنجه، بندي کول او په جبر له ملکه شړل په درز روان دي.

د رپوټونو له مخې نږدې یو نیم ملیون افغان کډوال اوس مهال په پاکستان کې ژوند کوي.

د هغوی ډیری یي هلته د قانوني پاتي کیدو اسناد چې ورته افغان کارډ ویل کیږي لري او پاتي نور هغه یي یا په پاکستاني شناخت وکارډونو او یا هم قانوني ویزو هلته شپې او ورځي صبا کوي.

لیکن یو شمیر افغانان شته چې هلته بي له قانوني اسنادو له کلونو راهیسي ژوند کوي.

One thought on “د بشري حقونو څار سازمان پاکستان ته وویل، د طالبانو غچ له افغان کډوالو مه اخلئ”

ځواب ورکول haqeeqat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *