تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ښکیلو لوریو لخوا په افغانستان کې پراخ بشري جنایتونه شوي دي چې باید دا ډول پېښې او جنایتونه وڅېړل شي.

د مسوولانو په وینا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو بشري جنایتونه لا هم نه دي څېړل شوي او دوسیې یې پټې ساتل کېږي.

 د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري په دې اړه غواړي چې د نړیوالو ځواکونو، افغان ځواکونو او طالبانو بشري جنایتونه وڅېړل شي او عاملینو ته یې سزا ورکول شي: (( بشري حقونه چې د هر چا لخوا نقض شي د منلو نه دي، په جنایتونو سترګې پټول داسې پېښې لا زیاتوي.))

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په تازه یو بیان کې ویلي چې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې د دوی د سرتېرو لخوا د ملکي وژنو ۵۲ دوسیې پرته له څېړنې تړلې دي.

One thought on “د بشر د حقونو کمېسیون وايي، افغانستان کې شوي جنایتونه باید وڅېړل شي”
  1. د جنګی جرمونو نړیواله محکمه باید پدی اړه خپل کار ته ادامه ورکړی او په سیمه او افغانستان کی د امریکا،برتانیی ، روسیی او همدارنګه له ښکته پښتنو سره ۳۲ زره انسان د پنجاب پوځ له لوری بی محاکمی ترور او وژل شوی او همدارنکه د دوی بی معاشه جنګیالیو یعنی طالبانو او افغان دولت له لوری په لرو پرتو سیمو کی چی هلته رسانی او بشرحقوق اداره هیڅ لاسرسی نلرو باید څیړنه وشی
    او ددی څیړنو او د مجرمینو له څرنګوالی وروسته د نهایی تصمیم لپاره باید ملګرو ملتونو او نړیواله امنیت شورا او همدارنګه افغان ولس سره د غم رازی ښودلو په خاطر خپل نهایی راپور شریک کړی
    او همدارنګه باید نړیواله امنیت شورا او ملګری ملتونه د هغو هیوادونو په وړاندی چی دا ډول جنګی جرایمو کی له مجرمینو سره همکاری کړی هم یو ډول نظامی او مالی او سیاسی بندیزونه ولګول شی ترڅو افغان ولس او ښکته پښتانه په راتلوونکی کی د نورو هیوادونو په شان د آرامه او سوکاله ژوند څښتن شی او خپل پاتی ژوند د هیواد په آبادی او خوشحالی کی تیر کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *