د بصيرالحق عادل دويم کتاب هم له چاپه راووت، دا کتاب چې پکې نثرونه او نظمونه راټول شوي دي تازه ګودر خپرونديې ټولنې په ښکلي صحافت په زر ټوکه کې چاپ کړی دی.

کتاب درې برخې لري چې لومړۍ برخه يې «ولسي ويښتيا کې د پښتو ادبياتو ونډه» تر سرليک لاندې د بصيرالحق عادل څېړنه ده.

دويمه برخه په لر او بر کې د پښتنو پرلتونو ته ليکل شوې نثري ټوټې او ليکنې دي او درېيمه برخه يې د نظم ده چې د نومياليو پښتنو شاعرانو نظمونه او شعرونه پکې راټول شوي دي.

دا خاوره انقلاب غواړي پر کتاب عبدالغفور لېوال يوه اوږده سريزه هم ليکلې ده.

One thought on “د بصيرالحق عادل دويم کتاب «دا خاوره انقلاب غواړي» چاپ شو”
  1. دې ورځپاڼې کې مې ولوست، چه د عادل صاحب دویم کتاب ؛ دا خاوره انقلاب غواړي، چاپ شو. نه مې اول چاپ یې ویلئ او نه به یې دویم کتاب ووایم، خو دا په ډاډ ویلئ شم چه دا خاوره انقلاب نه غواړي، بلکه دا خاوره تعقل او پوهه غواړي! له کلونو راهیسې د فرانسې د انقلاب په هکله څېړنې کېږي او پر له پسې دا ښکارېږي اود څېړنو نتایج د فرانسې انقلاب واقعات ایسل شوي دیچه دا انقلاب نه وو، بلکه ترور او د ناپلیون انقلاب او دوره د ترور د صادرولو دوره وه. او په رښتیا سره ، هیڅ یو ملک په نړۍ کې نشته چه هلته انقلاب شوي وي او هلته ولګه نه وي راغلي. انقلاب او بغارې د نا معقولیت او احساساتو بچئ دئ چه له پوهې او تعقل سره اړيکې نلري، لڼده خبره دا چه د انقلاب نظر د اروپا صادره شوې وسله وه او ده، چه جوامعو نه څرنګه ګټې واخلي. کیسه ااوږده او دا بحث لوی دئ، خو لنډه یې دا چه انقلاب جهالت او شخصي نا معقوله احساسات.دئ.
    .

ځواب ورکول Zmarai Kassi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *