تاند، شنبه: د افغانستان په شمال بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده چې تر ډیره یې زیان ولسې وګړو ته اوښتی دی.
دلته نه یوازې ددې ولایت اوسیدونکو ته ځانی زیان اوښتی بلکې ددې ولایت اوسیدونکې وایي چې دوی له مالي زیانه ډیر کړیږي.
د کابل او شمال لویه لار چې د څلورو ورځو لپاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوي وه د پنجشنبې په ورځ د کورنیوو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه لار یې خلاصه کړي خو تازه بیا ددې لارې موټر چلوونکې وایي چې دغه لار لا هم تړل شوي او دوی د ځینو ګواښونو له امله نشې کولائ په دغه لار سفر وکړي.
بل لورته دوی شکایت کړی چې له تېرو څو ورځو را په دېخوا په لاره کې اېسار پاتې دي او دواړه لوري له ملکي سیمو څخه د جګړې د سنګر په توګه کار اخلي. هغوی وایي، طالبان او افغان ځواکونه د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ ډول پام نه کوي.
خو د بغلان ولایت امنیتي مسوولان وایي، د ملکي وګړو د خوندیتوب له امله په دې ولایت کې روان عملیات ورو پرمخ ځي او هڅه کوي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي. چارواکي وایي، طالبان د خلکو له کورونو څخه پر دوی ډزې کوي او په سیمه کې یې د څو دولتي چارواکو کورونه هم سوځولي دي.
کورنیوو چارو وزارت د ملکي وګړو د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلې.
که ریښتیا ووایم موږ افغانان د نړۍ ترټولو وحشي جاهل بدوي آدم وزمه ځناور یوو چې د پردیو په پیسواو وسلو یوبل وژنوو وطن مو ورانوو. زموږ د نیمې پیړۍ ناتمامه وحشت یې لوی ثبوت دی. پرموږ نه عرب ملامت دی نه عجم، نه پاکستانی نه ایرانی، نه روسی نه تورکی، نه مکار عرب نه ریاکار غرب او…