انجنیر داوود او عطا محمد نور

په تیرو پنځلس کلونو کې په سلګونو ځله والیان بدل رابدل شول. ځينې والیان برطرفه شول، ځینې وزارت ته ورسېدل، ځینې بل ځای والیان شول، ځینو ته نورې چوکۍ ورکړای شوې خو د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفا غوندې یې ډیره توجه جلب نکړه. داسې ولې وشول؟

 ځکه چې عطا محمد نور یوه اشتباه وکړه. د ده له قوله څو څو ځله وویل شول چې ما څوک نه شي لرې کولای. دغه خبره په دې دلیل سمه نه وه چې د اساسي قانون له حکم سره سم یو والي د حکومت یو مامور دی او د بل هر مامور غوندې یې تبدیلي، برطرفي یا ترفیع عادي چاره ده.

 ځینې کسان د عطا محمد نور د مخالفانو په جامه کې او ځینې نور د ده د دوستانو په جامه کې هڅه کوي چې ښاغلی نور بې ځایه مقاومت ته راوبولي. هغوی چې ځان د ده دوستان ګڼي، فکر کوي چې که عطا محمد نور د بلخ والي نه وي نو جمیعت اسلامي به یا د دغه ګوند نورو پلویانو به لویه ماته کړې وي. دوی به کله کله عطا محمد نور ته د بلخ امپراطور، نور بلخ ، شهنشاه بلخ یا داسې نور لقبونه ورکول او په ده باندې به یې په غیرطبیعي ډول تکیه کوله او ده ته به یې د قهرمان او اتل او لیډړ په سترګه کتل. حال دا چې که یو څوک قهرمان او اتل او لیدړ وي نو که په چوکۍ باندې ناست وي یا نه وي ناست، اهمیت یې نه کمیږي.

 څرنګه چې عطا محمد نور ځان د حکومت منتقد معرفي کاوه نو بیا خو استعفا ورته بهتره وه، ځکه له دې وروسته که په حکومت باندې انتقاد کوي، انتقاد به یې حد اقل له دې جهته سم وي چې په حکومت کې شامل نه دی. د جمیعت اسلامي او ځینو نورو ډولو په ځینو غړیو باندې همیشه دا نیوکه شوې ده چې هم په حکومت کې دي او هم په حکومت باندې نیوکه لري. دوی په حقیقت کې غوښتي دي چې هم شهید، هم  غازي او هم زنده وسلامت واوسي او یا په بله ژبه هغه متل ورباندې صدق کوي چې وایي پلانی دوې هنډوانې په یوه لاس کې نیسي.

 له بلې خوا عطا محمد نور ته استعفا یا برطرفي په دې دلیل هم ګټوره ده چې دی به اوس خپل سیاسي فعالیت ته وخت پیدا کړي. ده څو ځله ویلي دي چې په تېرو انتخاباتو کې یې لویه برخه وه او د ولسمشري په راتلونکو انتخاباتو کې به پخپله یو کاندید یا د یو کاندید په خوا کې ولاړ وي. دغسې کس ته خو سیاسي مبارزه تر اداري چوکۍ ډیره مهمه ده.

 د عطا محمد نور د پلویانو د ډیر خپګان او د مخالفانو د ډیرې خوشحالي یو علت دا دی چې دی په غیرطبیعي ډول خورا زیاته موده د یوه ولایت والي و. د بلخ یوه اوسېدونکي یوه ورځ ویل چې که استاد عطا محمد نور د کار سړی وي او خدمتګار وي نو پکار ده چې نور ولایتونو یې هم له خدمته برخور شي او که نه وي نو بلخیانو هم ګناه نه ده کړې چې همیشه دې یو کس ورباندې ولایت کوي.

 دا خبره مشهوره ده چې اوبه که یو ځای ولاړې وي، اخر ورستې شي او د مدیریت په علم کې هم دا خبره کیږي چې که یو څوک ډیره موده په یو ځای پاتې شي نو اخر یې ابتکار ختم شي. دغو ټولو اړخونو ته په پام سره پکار ده چې د عطا محمد نور پلویان د هغه د لرې کیدلو په وجه بې ځایه  مایوسه نه شي.

 په افغانستان کې هر څوک حق لري چې د یوې ډلې ملګری یا مخالف واوسي. د سیاسي نظر ازادي د هرې مهذبې او ازادې ټولنې د هر وګړي حق دی. موږ باید له لویه سره د خپل هیواد لویو ګټو ته وګورو او ګوندي ګټې تر ملي ګټو قربان نکړو. د افغانستان د نظام لپاره دا د ګټې کار و چې یو والي یې د نورو والیانو غوندې له مقامه لرې کړ او دا ثابته شوه چې په افغانستان کې یو نظام او سستم شته او هیڅوک هم تر قانون لوړ او بهر نه دي. زموږ ټولو خیر په دې کې دي چې په وطن کې مو سستم او نظام وي او په دې ټولنه کې هیڅوک هم تافته جدا بافته نه وي. د قانون حاکمیت او نظام موږ عدالت ته او عدالت مو سولې او ثبات ته رسولای شي. 

2 thoughts on “د بلخ د والي لرې کېدل | شفیق اندړ”
  1. Mr. Ustad Ata mohammad Noor Sahib does not look like smart Person.
    -He has nearly 2 Milliard dollars worth in cash and assets.
    If he resigned earlier he could enjoy spending his money and managed his properties.
    -He under estimated the US government policies and thinks he is smarter, No. you are not but if you were you would leave earlier by your self and left good relations with the government and your party.
    -Now you lost your position and your cash money will be frozen.
    His case will be example for other War-Lords.

ځواب ورکول mohammad ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *