تاند- د مزارشریف په هوايي ډګر کې د بلخ د والي عطا محمد نور د وسله والو کسانو د حملې په نتیجه کې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی اصف مومند نیول شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
اصف مومند، چې په کابل کې د عطا محمد نور د مالي فساد په اړه په یوه خبري غونډه کې له څرګندونو وروسته پرون /دوشنبه/ مزارشریف ته روان و، په هوايي ډګر کې د عطا محمد نور د کسانو له لوري محاصره شو.
تېره شپه ناوخته د نور کسانو مومند په داسې حال کې ونیوه، چې دوه ساتونکي یې ورووژل او دوه نور سخت ټپیان کړل.
د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات نن تایید کړه چې د ولایتي شورا غړی اصف مومند نیول شوی او لږترلږه دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
قوماندان ونه ویل چې مومند د چا له لوري نیول شوی دی. ځینې راپورونه وايي چې پر مومند یوازې د عطا نور کسانو ډزې کړي دي.
د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد ادعا کړې چې مومند په فساد کې لاس لري او د عدلي او قضايي اورګانونو په امر نیول شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې وویل، نښته هغه مهال ونښته چې مومند د عطا محمد نور کسانو ته له تسلیمېدو انکار وکړ.
حکومت وائې چې د فساد په وړاندې جدي مبارزه روانه ده او ډیره ښه نتیجه ئې ورکړې ده۰ کومه ده (آغه مامد) خو د هر وخت په څیر یاغیتوب کوي۰