عطا محمد نور

تاند- د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د حکومت پر مشرتابه انتقاد وکړ او بې له دې چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله نومونه واخلي، وویل چې د حکومت مشران په خپل منځ کې صداقت نه لري او کارونه یې نمایشي دي.

عطا محمد نور، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه، رویټرز خبري اژانس ته وویل:

«مهمې ستونزې چې باید حل شي خو حل شوي نه دي، د ملي یووالي په حکومت پوري تړلي دي، نه غواړم چې د ولسمشر یا اجرايي رييس نوم یاد کړم، (ستونزې) په مشرتابه پوري اړه لري او څرګنده ده چې واک د چا دی، دوی تراوسه پوري په خپل منځ کې صادقانه کار نه دی کړی، ټول کارونه یې متاسفانه نمایشي دي، دوی ته پکار ده چې د نمایشي کارونو په ځای ښه دا ده چې په وروګلوۍ، دوستۍ او ریښتینولۍ کې له یو بل سره همکاري وکړي او په خپلو ژمنو کې صداقت ولري.»

د بلخ سرپرست والي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د یوې چکۍ موسسې ۹ افغان کارکوونکي ووژل شول.

د بلخ په ګاونډي کندوز ولایت کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسي افغان امنیتي ځواکونه د دولت د وسله والو مخالفانو په ځپلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

په وروستیو کې ځايي چارواکو د خپلو وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره پخوانیو مجاهدینو او ملېشو ته مخه کړې. په کندوز کې په وسلو د ملېشو سمبالولو ځیني خلک اندېښمن کړي او دا وېره یې پیدا کړې چې بیا به پر سیمو خپلسري وسله وال لاسبري شي.

ویل کېږي چې په حکومت کې ځیني پخواني مقتدر قومندانان د ملېشو د مسلح کولو ملاتړ کوي.

خو عطا محمد نور وايي، یوازې په هغه صورت کې د ملېشو د ګومارلو ملاتړ کوي چې حکومت د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې ستونزې حل نه کړي.

«زه د دې طرفدار یم چې د افغانستان د وسله والو قواوو ملاتړ وشي، په وسلو سمبال شي، تکمیل شي، که مجاهدینو ته اړتیا وي د اردو او د افغانستان د وسله وال ځواک چوکاټ ته دې راشي، دا تر دې ښه ده چې موږ له قانوني چوکاټونو بهر جوړښتونو ته مراجعه وکړو او نوي شیان رامنځته کړو، زه د دې خبرې پلوی نه یم. خو که حکومت ضعف ولري او داسي کار (امنیتي ځواکونه تقویه کولی نه شي) هم نه شي کولی، زموږ خلک وژل کېږي، ناامنۍ زیاتېږي لکه څرنګه چې جګړه انتقال شوه او شمال ته راغله، که توجه نه کېده، بیا د ولس د راټولېدو او د مجاهدینو د پاڅون ملاتړ کوم.»

عطا محمد نور د ناامنۍ د زیاتېدو یو علت د دفاع وزیر نشتوالی بولي او د دغه وزارت لپاره د معصوم ستانکزي نومونه نامناسبه ګڼي.

دی وايي چې معصوم ستانکزی پوځي صلاحیت نه لري او نه یې د سولې په شورا کې کومه بریا لرلې ده.

3 thoughts on “د بلخ والي د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو انتقاد وکړ”
  1. دوستانو او عزتمندو افغانانو ؟
    دا نن اوله ورخ نه ده جه عطا محمد نور انتقاد كوي بلكه هغه مخكي له انتقاده رنكا رنك اختارونه هم دي حكومت او دحكومت سر دم دارانو ته وركري .
    دولت دده به مقابل كي كوم عكس العمل وشود نه ،دولايت دمقام خخه ءي بر طرفه كر نه .
    نو وبه وايو؟
    هر كه از دم شمشير خورد نوشش باد.
    أطا فكي تبصره بري نه كوم زه هم وايم افرين دي به تا عطا وي جه ريس جمهور او داجرايه ريس دومره توان نه لري جه تا دولايت دمقام خخه لري كري او دا كارونه هم دهمدي دباره كوي جه تر خو به دي مقام اوجوكي باتي شي او خبلي باجاهي ته به مزار شريف كي دوام وركري .

ځواب ورکول کشمالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *