تاند- د بلخ سرپرست والي او د جمعیت ګوند د اجرايي شورا رييس عطا محمد نور وايي چې د کورنیو چارو له وزیر سره یې په امنیتي وضعیت او له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په باب خبرې کړي دي.

د بلخ والي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو له وزیر محمد عمر داوودزي سره د ده د کتنې په مهال د ننګرهار پخوانی جهادي قومندان حضرت علي، د شمال ټلوالې پخوانی قومندان میر امان الله ګذر او یو شمېر نور حاضر ول.

عطا محمد نور ویلي چې د کورنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې یې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د تشریح کولو ترڅنګ د هیواد په شمال کې هغه برخې په ګوته کړې چې امنیت یې ژر خرابېدای شي او دغه راز یې د جګړې د عواملو یادونه وکړه.

عطا محمد نور په هیواد کې امنیتي ستونزې له یو شمېر سیمه ییزو مسایلو سره تړلې وبللې، ویې ویل چې دا داسي فشار دی چې د سیاسي حربې په توګه ورڅخه کار اخیستل کېږي.

1ده دا هم وویل چې سیمه ییزې ستونزې باید د سیمې له هیوادونو سره د خبرو او نړیوال تفاهم له لارې حل شي.

نور له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو د ټینګولو پر ضرورت تاکید وکاوه او د نړۍ او سیمې د هیوادونو په وړاندې یې د متوازنې او ثابتې بهرنۍ پالیسۍ خپلول په دې برخه کې جدي اړتیا وبلله.

څرګنده نه ده چې ښاغلي نور د بهرني سیاست په اړه د کورنیو چارو له وزیر سره ولي دا خبرې کړي دي. همداراز د کورنیو چارو له وزیر سره د ټولو شمالي ولایتونو د امنیت په اړه د دوو پخوانیو قومندانانو په حضور کې د ده د خبرو دلیل نه دی څرګند شوی.

د عطا محمد نور له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي له قوله یوازې دومره ویل شوي چې د شمالي ولایتونو امنیتي ستونزې لنډمهالې دي او په یو لړ پراخو عملیاتو کې به ټولې سیمې پاکې شي.

9 thoughts on “د بلخ والي د کورنیو چارو وزیر سره پر بهرنۍ پالیسۍ خبرې وکړې”
  1. د هیواد د باندینی سیاست په باب د افغانستان دولت او خصوصا د هیواد ولسمشر او د هغه د هدایت په اساس د باندینیو چارو وزارت دنده لری تر څو رسمی نظر وړاندی کړی. عطا محمد خان به بیا د نویو ګلانو د کرلو پلان لری. ایرانی بادارانو به بیا کوم څه په غوږ کی ورڅڅولی وی.

  2. در مورد روابط خارجي ملاقات والي سر پرست با وزیر سر پرست داخله ؟؟؟!!!
    باز در فكر كدام توطيه هستند.
    خداوند اين جانيان وجنگ سالاران را تباه سازد بخاطر منافع شخصي شان ملت را تباه كردند .
    معلم عطا خو خود را افغان نمي داند.
    وزير داخله هم پول هاي ايران و پاکستانرا به جیب زده حال بفكر بجا كردن اوامر بادارانش است

  3. فكركوم بهرني باليسي دوزارت خارجه او شخصاء دريس جمهور كار او وظيفه ده كه والي صاحبان او نور وزير صاحبان دبهرني باليسي به هكله كوم شه نظر او بشنهاد لري بايد ريس جمهور سره او يا وزارت خارجه سره ي شريكه كري خكه جه دبهرني باليسي مسولين معلوم دي

  4. او جامه نارنجى يا دستمال نارنجى خجالته تو نمى شناسى غيرت خو هيچ نه داشتي وه نه دارى حضرت على اي بيغرت بى ناموس

  5. تاند:
    تاسو هم باید د کورنيو چارو وزیر سره د سرپرست کلیمه کارولې وای ، ښه به وای، ځکه دا مهال والي ا و وزير نه لرو..

  6. ګرانو ورونو!
    د کورنیو چارو وزیر داودزی خو د پاکستانی استخباراتو په هدایت هغه وخت په دنده وګمارل شو چې زمونږ ویاړلی جمهور رئیس د پاکستان څخه لیدنه کوله او هغوی ورته هدایت ورکړ چې داودزی په دې پوست باندې وګماري

    دا یو حقیقت دی نه هسی خبرې

    نور

  7. Welcome to Afghanistan and this is the Afghan culture.
    These people who’s not in position to make any decision and they come and talk about the Afghan foreign policy.
    Bloody hopeless this acting governor of Balkh should be in jail.
    The bustard did everything in his power to separate north of Afghanistan from the south of Afghanistan and call it Khurasan
    I would like to see his execution in public and him or people like him wants to chop Afghanistan in pieces should be shot in the head.

ځواب ورکول Guldasta Ashna ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *