عطا محمد نور

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ده ویندوی منیر فرهاد د دولت وسله والو مخالفانو نه دی وژلی.

د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد پرون /چهارشنبه/ د نامعلومو وسله والو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرايي رييس هم دی، د خپل ویندوی د ترور په غبرګون کې وویل، دا برید طالبانو او حتي د داعش تروریستي ډلې نه دی کړی؛ بلکې خاص جریانونه په دې برید کې لاس لري.

ده څرګنده نه ده کړه چې منظور یې له کومو جریانونو څخه دی خو ګومان کېږي چې منظور یې د مرکزي حکومت چارواکي وي.

نور تر دې پخوا په ځلونو د ملي امنیت ريیس او د ملي امنیت سلاکار ته د انتقاد او دسیسې جوړولو ګوته نیولې خو داسې ښکاري چې په وروستیو کې پر جګپوړو دولتي چارواکو له انتقاد کولو منع شوی وي.

نور وویل«زما باور دا دی چې د دې حملې هدف منیر فرهاد نه و بلکې منظور دا و چې په بلخ کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره پلمه جوړه شي.»

ده تاکید وکړ چې دا برید طالبانو نه دی کړی او چا چې کړی ده ته معلوم دي.

په تېرو ۱۶ کلونو کې ډېر لږ داسې شوي چې وسله والو طالبانو دې د شمال ايتلاف پر پخوانيو دښمنانو حملې کړي وي.

3 thoughts on “د بلخ والي وايي د ده ویندوی طالبانو نه دی وژلی”
  1. دیکتاتوران لکه لیوني سپي کله کله خپل بچیان هم خوري. کېدای شي خلیفه عطا د خپل ویندوی منیر فرهاد په قتل کې دخیل وي، ځکه چې ده ته یې پته لګيږي : « ده تاکید وکړ چې دا برید طالبانو نه دی کړی او چا چې کړی ده ته معلوم دي. »

  2. کیدای شی دا کار عطا مامد نور ډلی پخپله کړی وی او موخه یی دا اوسی تر څو وی سناریو رامنځته او د مومند د غوږ خوړنی کیس پدی باندی دفعه کړي

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *