خبريال : حکيمي

نن په بلوچستان کي د افغان کډوالو د پنډغالو د ښوونځيو د زده کوونکو د ورځنۍ غير حاضري د مخنيوي لپاره په بلوچستان   کي د اافغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني له خوا د ماپښين پر درې بجې د نوي سرانانو په دوولسم نمبر ښوونځی کي غونډه ترسره شوه     چي په غونډه  کښې د پنډغالو استازو،سرښوونکو،ښوونکو،لارښود ښوونکو،زده کوونکو او د زده کوونکو والدينو ګډون درلود.چي د غونډي د اجنډا سره سم چي څنګه وکولاي شو چي په ښوونځيو کي زده کوونکي هره ورځ بغير له کومه عذره  په خپل ټاکلي وخت راسي او ورځنۍ غير حاضري ونکړي. چي په دې اړوند قومي مشرانو هر يو محمد نوروز ، حاجي عبدالاحد ، محمد قاسم ،استاد رباني ګوهر ،لارښود ښوونکي محمد نعيم وفا ، مولوي خير محمد خيرخواه ، ازاد خان زهير ، محمد طاوس معصوم  ، عبدالرشيد خآن او په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مسول ظاهر پښتون ويناوي وکړې .

چي هر يوه په خپل خبرو کي د زده کوونکو پر والدينو، مشرانو او علما کرامو ږغ وکړ چي د خپلو بچيانو د راتلونکي لپاره  بايد خپل مسوليت او امانت په ښه توګه تر سره کړي . او همدغه ماشومان د سبا راتلونکي جوړوي. نو خپل ماشومان بايد د علم په ګاڼه سمبال کړو .

هر مور او پلار بايد  د خپلو بچيانو له پاره نيکمرغي ولټوي. چي د ټولو نيکمرغيو اصلي لامل يا سرچشمه علم دی .او علم د يوي ټولني د پرمختګ، سوکالي  او ابادی سبب ګرځي. خو د ټولو وينا والو برسيره ظاهر پښتون وويل  چي لومړئ د کوچنيانو د ساتني او روزني د اداري مننه کوو چي زموږد افغانوماشومانوپه ساتني اوروزني کي نه ستړي کيدونکي خدمتونه کړي خوبياهم د زده کوونکو وعمده ستونزو ته بايد د کوچنيانو د ساتني او روزني اداره او يو اين ايچ سي ار جدي پاملرنه وکړي کوم وخت چي د زده کوونکو د غيابت او يا محروميدو له پاره غونډي جوړوي او نتيجه يي هم صفر وي د دغو غونډو مصآرف بايد پر زده کوونکو مصرف کړي او د زده کوونکو د ښوونځيو سره به تشويقي جنبه خپله کړي.د ويناوالو د  د ويناوو څخه وروسته يو پريکړه ليک  غونډي ته اعلان سو چي په پريکړه ليک کي لاندي مادي ذکر کړې :

۱ : ټول والدين بايد د خپلو بچيانو و زده کړي ته جدي پاملرنه وکړي .

۲ : والدين بايد د خپلو بچيانو د ورځني غير حاضري په مخنيوي کي پوره هخي وکړي.

۳ : قومي مشران بايد ولسونه د علم  وډګر ته را دعوت کړي.

۴ : علما کرام بايد د علم ګټي د اسلام د مبارک دين له نظره و خلکو ته تشريح کړي .

۵ : په ښوونځيو کي بايد ښوونکي د خپلو بچيانو په روزلو کي جدي پاملرنه وکړي .

۶ : ښوونکي بايد د خپلو مالي امتيازياتو په نسبت د خپلو زده کوونکو و زده کړي ته زياته توجه وکړي .

۷ : د کډوالو اړوند ادارې  بايد د ځنګل پير عليزي او ګردي ځنګل د بي سرنوشتو شاګردانو غم وخوري .

د پورته پريکړه ليک سره سم غونډه د مازديګر د شپږ نيمو بجو پاي ته ورسېده.

6 thoughts on “د بلوچستان د افغان ښوونځیو د زده کوونکو په اړه غونډه”
  1. mashallah da kho deara gatawara ghownda shavea allah pak dea wartha da lazeath khedmath thawan warkree.

  2. کران اسحاقزی صیب تاسو مو ویار یاست دا ستاسو دهسو نتیجه ده

    مسعود صیب مننه دوارو محترمو ته پشتون صیب سلامونه وایی

  3. په بلوجستان کی د افغان کدوالو د زوانانو او شوونکی د تولنی د ویاند په توکه د تاند دمحترمی اداری سخه په دیر درنشت مننه کوو جی په هر وخت کی زموز سره خپل افغانیت سرکند کری

ځواب ورکول ویاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *