تاند- د بلوچستان صوبايي جرګې (اسمبلۍ) نن /شنبه/ په یوه پرېکړه لیک کې، چې ټولو په یوه خوله تصویب کړ، په پنجاب او سند صوبو کې د پښتنو ځورول او نیول په کلکه وغندل.

پرېکړه لیک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېري وړاندیز کړ.

د بلوچستان په صوبايي جرګه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني مشر رحیم زیارتوال، د صوبايي جرګې غړي سید لیاقت اغا او نورو غړیو د زېري له لوري د پرېکړه لیک د وړاندې کېدو ملاتړ وکړ.

ایالتي جرګې وویل چې فدرالي حکومت باید په سند او پنجاب صوبو کې له پښتنو سره د تبغیضي چلند په وړاندې اقدام وکړي.

د دوی په وینا په سند او پنجاب کې ډېر شمېر پښتانه د پولیسو له لوري د تروریستانو په نوم نیول شوي او ځورول شوي دي.

دوی وویل چې د پنجابي پولیسو دا ډول غیر انساني چلند په کلکه غندي.

د بلوچستان اسمبلۍ له فدرالي حکومته وغوښتل چې په پنجاب او سند کې درست نیول شوي پښتانه خوشي کړي او نور په داسي ناسمو پلمو پښتانه ونه ځوروي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ هم په پنجاب کې له پښتنو سره د پولیسو او پوځ ناوړه چلند غندلی و او د پنجاب له حکومته یې غوښتي و چې له پښتنو سره تبعیضي چلند پای ته ورسوي.

همداراز د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان خبرداری ورکړی و چې که پنجاب له پښتنو سره تبعیضي چلند ژر ختم نه کړ، دوی به هم په خیبر پښتونخوا کې له دېره پنجابیانو سره ورته چلند وکړي.

خو د پاکستاني رسنیو راپورونه وايي چې لا هم په پنجاب او سند کې د پښتنو نیونې او ځورونې دوام لري.

One thought on “د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ په پنجاب او سند کې د پښتنو نیونې وغندلې”

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *