بلک واټر

 بريالی نوابي

په دې وروستيو کې د بېلک واټر د بدنام شرکت پخوانی مشر ايريک پرينس کابل ته راغلی و. جالبه دا ده چې دلته يې د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل او د کندهار امنيه قوماندا رازق کوربانه و.

دا دوه يو د حکومت پخوانی او بل برحاله مامور دی او دداسې چا کوربه توب يې کاوه چې غواړي افغانستان ته يوه نوې جګړه راوړي. د عراق په څېر جنايتونه وکړي او د خلکو پر سر او مال باندې تالان ګډ کړي. رحمت الله نبيل چې پدې ورستيو کې يو بې ثباته او بې دريځه شخصيت ثبت شوی د خپلو عقدو د سړولو په خاطر هېڅ سره کرښه نه پېژني له همدې کبله يې په کابل کې د ايريک پرنس خدمت کاوه. د کندهار امنيه قوماندان رازق هم ورسره ملګری شوی دی او د خپل جرمي او جنايي طبيعت له مخې غواړي چې د بلېک واټر له مشر سره له ملګرتيا څخه د خپل واک او قدرت په دوام کې استفاده وکړي.

نبيل چې د ملي وحدت حکومت په دوره کې د ملي امنيت مشر و هم حکومت ته وفادار نه و ه، زه عيني شاهد يم چې نبيل د ولسمشر محمداشرف غني تر خبرې د يوه عادي بهرني خبرې ته هم ډېر ارزښت ورکاوه او حتی اشرف غني به يې په ډېرو لويو مجلسونو کې “لېونی” ياداوه. نبيل يو وخت ويلي و چې په ټاکنو کې درغلۍ کېدې او دی شواهد لري چې د اشرف غني ټيم کولې خو واقعيت دا دی چې دغو درغليو ته ده پخپله اجازه ورکړې وه او غوښتل يې چې افغانستان او افغان حکومت بدنام کړي او يا دا چې د درغليو په پايله کې رامنځته کېدونکی حکومت تر خپل تاثير لاندې وساتي.

رازق اوس هم د حکومت برحاله مامور دی، خو په هره مياشت کې يو ځل د حکومت پر ضد موقف نيسي. کله له عطامحمد نور سره ملګری وي، کله له محقق او دوستم سره ملګری وي او کله په پارلمان کې له شته مافيا سره منډې وهي. دی له هر هغه شخص سره ملګرتيا کوي چې د حکومت پر ضد کومه اجنډا ولري. نبیل او رازق دواړو د پرنيس د اقامت پر مهال له هغه سره مرسته کوله چې له ډېرو خلکو سره وويني او په افغانستان کې دده هغې طرحې ته ملاتړ راجلب کړي چې غواړي افغانستان د بلېک واټر د حرفه يي مجرمينو منګلو ته ورغورځار کړي. دوی دواړه د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره ددې طرحې په زيان پوهېږي خو د خپلو ګټو لپاره کوشش کوي چې هر بد کار ته لاس واچوي. دوی ته تر وطن، خلکو، خپل حکومت او خپل دولت د امريکا خوشالي ډېره مهمه ده او دا خوشالي هم د افغانستان د حکومت د ړنګېدو او د ولس د لا ځپل کېدو په بيه غواړي. بله خوا رئيس جمهور دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د نبيل او رازق په څېر هر څه کوي.

د يوه نسبتا باثباته نظام پښې يې د واک په وېش سره ولړزولې او لا هم هر هغه کار ته تيار دی چې په پايله کې يې دی په واک کې پاتې شي. دی د ملي وحدت حکومت ته د خپل يوه شخصي شرکت فکر کوي او هر هغه څه کوي چې زړه يې غواړي، په داسې حال کې چې حکومت د ټولو خلکو شريک ملکيت دی. اشرف غني د ايريک پرنيس له راتلو وروسته له نبيل سره ليدلي دي. دا چې څه تمه لري معلومه نه ده، خو دا هماغه نبيل دی چې د ملي امنيت د پټو رازونو په رسوا کولو سره يې د ملي وحدت حکومت مشروعيت بيخي تر پوښتنې لاندې راووست. اشرف غني او نبيل د اشتراک دوه وجهې لري، يو دا چې دواړه د واک تږي دي او چې په هر ډول واک ته رسېږي حتی که ددې وطن او خاورې د عزت په بيه هم وي دوی به ترې مخ وا نه ړوي. دويمه وجه يې دا ده چې دواړه بيخي زيات بې ثباته اشخاص دي.

دواړه په دوو دقيقو کې خپل دريځ بدلوي او د ګټې په مقابل کې ورته بل هېڅ شی ارزښت نه لري. د اشرف غني او نبيل پخلا کېدل يوه بله مانا هم ورکوي او هغه دا چې په دوی دواړو کې يو هم خپلواک نه دی او نه هم د افغانستان د خلکو او خاورې فکر ورسره دی. واقعيت دا دی چې اشرف غني، نبيل او رازق درې واړه يو درد او يوه وېره لري. دوی پوهېږي چې نه اشرف غني او نه هم رازق او نبيل په خلکو کې ځای لري. دوی د وحشي سمارق غوندې راټوکېدلي دي. نبيل له يوه عادي ماموريت د ملي امنيت رياست ته رسېدلی و. رازق له لغړيتوبه د کندهار امنيه قوماندانۍ او اشرف غني په غرب کې له ستړي ژونده د افغانستان پاچاهي ته رسېدلی دی چې ښايي دوه لسيزې مخکې به د يوه په خيال کې هم دا نه ورګرځېدل چې يو وخت دې دغه قدرت، پيسې او امکانات په لاس ورشي. همدې سناريو ته په پام سره بايد حکومت او په حکومت کې دننه پاک او پر وطن مين اشخاص بايد محتاط و اوسي.

دوی بايد د اشرف غني، نبيل او يا رازق تر منځ د واک پر سر معالمو ته ډېر متوجه شي. زه پوهېږم چې په حکومت کې دننه نور مشکلات هم ډېر دي خو موږ بايد دا اجازه ور نه کړو چې شته ستونزې نورې هم زياتې شي. حکومت بايد په مشروع ډول مخته ولاړ شي او يوازې د افغانستان له عليا منافعو څخه دفاع وکړي نه دا چې د هېواد منافع له خطر سره مخامخ کړي. له ولسمشر څخه هيله دا ده چې پر نبيل باندې بيا تېر نه وځي او بيا يې رانه ولي. ولسمشر په تېره دوره کې هم نبيل ته ډېره حوصله وکړه او ددې پر ځای چې څارنوالي ته معرفي شي او تر عدلي تعقيب لاندې راشي، ده ته د سياسي فعاليت اجازه ورکړل شوه، خو د افغانستان اوسني حساس شرايط داسې دي چې د نبيل راوستل به نورو ګډوډيو ته هم لاره هواره کړي. دغه راز ولسمشر بايد نور د رازق حساب هم ور يو طرفه کړي. هغه ژمنه چې ولسمشر د کمپاين پر مهال کړې وه چې د قدرت جزېرې به له منځه وړي هماغه بايد پوره کړي. رازق د قدرت يوه ډېره ناوړه جزيره ده او بايد نور يې غم وخوري.

7 thoughts on “د بلېک واټر او ملي وحدت حکومت ترمينځ څه روان دي؟”
  1. د ولسمشر په برخه کې قضاوت مو غير عادلانه دئ ، لمر په دوه ګوتو نه پټيږي ، ولمشر په ډاګه اعلان وکړ چې د دې نظرئې مخالف او هیڅکله به ونه مني چې دافغانستان جګړه په تجارت بدله شي

  2. دعا کوی چی غنی بابا دوه دوری نور هم ولسمشر شی بیا به هر ارخیز بدلون راشی اوس په یوه دوره کی هرسه تول کیدونکی ندی

  3. د دې لیکنې اصلي موخه:
    څو ورځې مخکې حنیف اتمر د ولسمشر مخالفان وربللي وو. دی په دې تمه و چې هغوی به ده ته اتل ووایي خو رحمت الله نبیل غونډې ته نه وو حاضر شوی او ویلي یې و چې تاسره ولې وګورو؟ تا حکومت که بد وي نو ته ولې پکې تر ووستۍ شیبې شامل وې او که ښه وي نو ولې اوس ورسره مخالفت کوې. مطلب دا چې د لیکنې مقصد د ولسمشر او نبیل تخریب دی. زما په اند کمپایني لیکنه ده. په درنښت

  4. په دې لیکنه کې رحمت الله نبیل بې ثباته بلل شوی دی. نبیل خو د اوله د غني د حکومت پلوی نه و نو

    څنګه یې بې ثباته وبولو؟ بې ثباته خو هغه وي چې تر اخره څري او بیا؟

  5. که اشرف غنى د رزاق او نبيل سره جوړ او ملګرى وائ نو نبيل او رزاق به داشرف غنى په پلوۍ وه در حال چه ټول پوهيږى چه رزاق د حامد کرزى خاص نفر دى او نبييل کله هم د اشرف غنى ملاتړ نه کړى نه يي کوى
    او تا په خپله اوږده ليکنه کى د کرزى او رزاق د نژدى مناسباتو زره يادونه هم نه ده کړى معلوميږى کرزى ته کمپاين کوئ
    تا ليکلى چه اشرف غنى په ولس کى ملاتړى نه لرى يا خو ته د ملت د اوسنۍ سياسى او اجتماعى حالته بى خبره يي يا دى ځان ته ستا په طبع برابر دليلونه پيدا کړى
    اشرف غنى د ولس د اکثريت خلکو د ملاتړه برخمن دى او امريکايان په دى پوهيږى ګه غنى يي وګټي نو دا د امريکى په تاوان ده ځکه امريکايان کمزوره مرکزى حکومت غواړى اوغنى په خپله مدبرانه لارښوونه مرکزى حکومت قوى کړى او امريکايان وارخطاء دى چه که غنى يي وګټي زمونږ ګټي زمونږ په خوښه نه خوندى کيږى نو دکمزوري کولو دپاره يي د بلک واټر جنګ اوږدوونکو ته زړه ښه کړى چه خوشبختانه په وطن مين افغانان دا درکوي
    په همدى خاطر اشرف غنى د مظلوم افغان ولس مسيحا ګڼي او په ټول طاقت ورسره ولاړ دى
    ستا مغرضانه ليکنه د روڼ اندو افغانانو ذهنيتونه نه شى جريحه دار کولې خوشي ببو لالى او د واقعيت څخه لرى قصى مه ليکه فايده نه درته کوي

  6. مظلوم ولس په زړه ډیر داغونه لری،خو بعضی کرایی لیکوونکی یی، نور هم د زړه داغونه ډیر کړی،ډاکتر غنی حکومت بریاوی بی نظیره دی،یوه غټه بریا یی دا ده چه د پاکستان څخه تقریبا پرتوګ ایستلی .او هر ورځ د میلونونو قرضه ګټه په ور اضافه کیږی،د افغنستان د خاوری هر دښمن خوله تقرتبا په خاوری پوری سولولی ده،اوږد ژوند او یوه دوه نوری دوری هم ورته غواړم،

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *