۸

د ایډیالوجۍ او بې ژونده باورونو جال

ژوند او عملي تجربې وښووله، چې ایډیالوجي ژوند هدف نیسي. ایډیالوجي ژوند دښمنه ده. ایډیالوجي د هر دا ډول قتل مسووله ده.

ایډیالوجي او وچ باور، ځانپرست او خودمحوره دي.

ایډیالوجي او بې ژونده باورونه، د حقیقت بت کول، د بت شوي لمانځل، دودول او عادت ګرځول دي.

دا په ظاهره پوهه، روڼتیا، عقل، منطق خو په معنا کې تریخ جهل دی.

دا د بل بندولو، زورولو او وژلو اخلاق دي. موږ د یو بل بدلولو په دوزخ کې، یو د بل په وینو سره پره ولاړ یو او لاهم ځینې شته، چې باور لري، د بل بدلول؛ آسماني اراده ده او باید ټول استعدادونه، اختراعات، وسلې، ښکاره او پټ امکانات د بت-باور په مزدوروۍ او برده ګۍ کې وي.

موږ د عادتونو مریان

یوه ورځ خبره را نه ټولګي کې خطا شوه. د رخصتۍ له زنګ سره غلام حضرت-وروسته د څارندویو افسر شو او په غلام حضرت پخپلسر مشهور شو- ګوښې ته کړم. ګېډه یې را لوڅه کړه، وېل یې باخبر چې ما څو چاکوګان خوړلي! له ما به ځان ساتې!!!

په دې ورځې پوه شوم، چې د چاکو ګرځولو او چاکو وهلو د کار سړی نه یم. بس د لاندې کلا آصف ته، چې سترګه یې د باروتو په اورلوبه کې له لاسه ورکړې وه؛ ورکړ او هغه یې پیسې د مکتب په کتابونو را خلاصې کړې.  څو ورځې په احتیاط ګرځېدم؛ خو ورو ورو مې عادت بدل شو، او پوه شوم، چې زه ښه وم؛ نو ټول ښه دي!

د چاکو عادت مې پرېښود. داسې هر عادت بدلېدای شي. فکر، دریځ، چلند، ډول، جامې هرڅه داسې دي. سنګار او د څېرې، وېښتانو لرل او نه لرل او ډولونه یې ټول داسې دی. کورنی ژوند، د کورونو ډول، د کورونو مهندسي، لارې، ګودرونه، سړکونه، باغونه، میله ځایونه، ورزشونه، راشه درشې، جشنونه او نمانځغونډې، د برکت ځایونه او سړي، او څېزونه، ادبیات او موسیقي…دا ټول ځکه راباندې ښه لګېږي، چې ورسره عادت شوي یو. دا هغه «مقدسات» دي، چې پلرونو راکړي، او خپله د هغو له مینځه، اصله او اصالته نه خبر یو او نه څه شخصي تجربه ورڅخه لرو.

ژوند د ماشومانو دی

لږ ځانونه ماشومانو سره مقایسه کړئ. ګورئ، هغوی نه موږ په شان خواړه خوري، نه هسې جامې اغوندي، نه هسې راشه درشه پالي، نه هسې احساسات ښیي، نه زموږ له خبرو اترو خوند اخلي او نه زموږ د سپېڅلو عادونو او څیزونو څه خیال ساتي!!!

ماشومان پټ پاچایان دي.

هغوی په زړونو دومره شتمن او ماړه دي، چې خپله پاچاهي بې تخت او تاجه تېروي.

هغوی ته پوړنده پیتاوی، د ویالې غاړه، دښته، د شتوتلو پټې، د خره د شاه سپرلۍ، منډې، ځغاستې، خنداوې…هرڅه د باچاهۍ تخت او تاج دي.

د ماشوم لپلره ټوله ځمکه د پاچاهۍ تخت دی.

د ماشوم لپاره د چرګ آذان، د پشیانو د ناوې د سر خپړې، د وریو ورېښمین غږونه، د مرغانو وړیا ساز او سرود، د مور او پلار د خوب خرېدل…ټول لویه دنیایي سمفوني جوړوي.

ماشومان ژوند کوي؛ خو په هېڅ شي زړه نه تړي، په هېڅ شي عادت نه مني.

ماشومان په دومره خبرو نه خلاصېږي، نو تر بیا

په زړونو او زړورو خیالونو مو برکت اوسه!

2 thoughts on “د بل د بدلولو دوزخ/ انور وفا سمندر”
  1. زه د یوه داسې فرد په توګه چې تر نیمایې ډیر ژوند مې په ادیالوجی والا خلګو کې تیر شوې دی د لیکنې د ټو لو اجزاو سره بشپړه همږغې څرګندوم

    بلکل سمه خبره ده .

  2. قدرمنه نظري
    د ژوند تجربه ښیي، چې موږ ته هرڅه را زده شوي. حتا حقیقت را زده شوی. نو که دا رښتیا وي، موږ د یوه داسې حقیقت مریدان یو، چې هیڅ راز شخصي او فردي تجربه ورڅخه نه لرو. نو ښکاري، چې طبعیي ژوند نه لرو. موږ د یوه اند او باور او عادت د ترویجولو، ساتلو او دایمي کولو لپاره استخدام شوي یو نو ښکاره شوه، چې ژوند نه کوو، او ژوند د ژوندو مسلک دی، نو موږ څه شی شو؟؟؟
    .

ځواب ورکول فدا نظری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *