تاند- چارواکي او د چارو کتونکي وايي چې د افغانستان او پاکستان له محبسونو څخه خوشي شویو طالبانو د سولې له بهیر سره هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

د سږ کال په اوږدو کې د افغانستان له غوښتنو وروسته پاکستان له خپلو محبسونو څخه ۳۳ طالب بندیان خوشي کړل.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې سره له دې چې د پاکستان له لوري دا اقدام د افغانستان د سولې له هلوځلو سره مرسته بلل کېږي خو عملاً تراوسه پوري د سولې پر بهیر د طالب بندیانو د خلاصون کوم اغېز نه لیدل کېږي.

د افغانستان حکومت هم په لسګونو طالبان خوشي کړي دي.

ویل کېږي چې د طالبانو خوشي کېدا نه یوازې د سولې له بهیر سره مرسته نه ده کړې بلکې ځیني خوشي شوي طالبان جګړې ته تللي دي.

طالبان په څرګنده د ولسمشر کرزي له حکومت سره هر ډول خبرې او جوړجاړی ردوي او حامد کرزی د امریکا لاسپوڅی بولي.

فرانس پریس خبري اژانس د غزني د امنیه قومندان زړه ور زاهد له قوله ویلي چې وايي: هغه طالبان چې خوشي شوي دي بېرته د جګړې میدان ته ګرځېدلي دي.

ده همداراز ویلي:«موږ خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی، طالبان نیسو خو مرکزي حکومت یې په بېلابېلو پلمو خوشي کوي.»

د غزني د امنیه قومندان په وینا، په وروستیو کې د ولسمشر حامد کرزي په امر د یوه مهم قومندان په شمول څلوېښت طالبان د غزني له مرکزي محبسه خوشي شول او هغوی بېرته د جنګ جبهې ته لاړل.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال محمد علي احمدي هم باور لري چې د بندي طالبانو خلاصون د سولې پروسې ته هیڅ ګټه نه ده کړې.

د ښاغلي احمدي په وینا، څوک چې بېګناه خلک او حکومتي کارکوونکي وژني، باید سزا وویني.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال دا هم وویل: مرکزي حکومت پوهېږي چې بندي طالبان له خوشي کېدو وروسته د جګړې ډګر ته ځي او دا کار له سولې سره کومه مرسته نه کوي.

په همدې منځ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار د خوشي شویو طالبانو د ځای ځایګي په اړه بې خبري ښيي، وايي: «دا شورا نه پوهېږي چې خوشي شوي طالبان چیري تللي او په څه بوخت دي.»

په وروستیو کې پاکستان ته د ولسمشر کرزي له سفره وروسته اسلام اباد اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د طالبانو دوهم درجه مشر ملاعبدالغني برادر خوشي کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د سولې عالي شورا د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

پاکستان ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې اووه طالب بندیان خوشي کړي دي.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی جنرال او د سیاسي- پوځي چارو کارپوه طلعت مسعود وايي، پاکستان د ملابرادر د خوشي کولو په اعلان یو مهم پیغام لري او هغه دا چې دا هیواد د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي.

خو طلعت مسعود باوري دی چې د عبدالغني برادر خوشي کېدا به د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم بدلون رانه ولي.

ژورنالیست او شنونکی رحیم الله یوسفزی هم ورته نظر لري او وايي چې ملابرادر له نیول کېدو وروسته نور د طالبانو لپاره زیات اهمیت نه لري.

One thought on “د بندي طالبانو خلاصون د سولې بهیر ته هیڅ ګټه نه ده کړې”
  1. کرزی صاحب خو کوم ښه کار کړی دی چه دا د طالبانو خوشی کول یی تاسی بد کار بولی کرزی صاحب خو مجتبی پتنګ هم د کندهار او کابل دلاری دامنیت په سر چه همدا یی صرف ورته پلمه کړه او نور دادی بهرنیو هیوادونو جاسوسان چه زمونژ په پارلمان کی ناست دی د هغی په پرمایش له دندی ګوښه کړه او ورته یی وویل چه دځان په شان یو بل ګوډاګی راپیداکړه لکه داوودزی او هغه کشیناوه نوهم به زمونږ فرمایش قبلیږی او هم د بهرنیوهیوادونو نور دکندهار لاری دخدای ج مل شی هغه به خدی ساتی مونږیی نه شو ساتلی او اوس هم داودزی صاحب هم نه ده ساتل ا اوال نه دوه برابره نو ر هم ناامنه شوه

ځواب ورکول Masoom ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *