تاند- د امریکا د سمندري ځانګړي ځواک یو پخوانی غړی، چې ادعا کوي په خپله یې اسامه بن لادن ویشتی دی، وايي د امریکا پوځ ته په افغانستان کې یوه نوې ستراتیژي پکار ده.

رابرټ جې. اونیل (Robert J. O’Neill) د ۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې په ایبټ اباد کې د کاکل د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ اسامه بن لادن په هغه کور کې وویشت چې کلونه هلته پټ اوسېده.

اونیل د افغانستان د جګړې په اړه د باسټن هیرالډ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل«دا سخته پوښتنه ده. یقیناً چې د سختدریځې ایډیالوژۍ د ماتولو هڅه، چې موږ یې کوو، ارزښت لري.»

۴۳ کلن اونیل، چې ډېر ځلې د جګړې میدانونو ته تللی، نور لېوال نه دی چې جنګ ته لاړ. دی وايي«دې ته په پام چې ډېر جګړې ته تللی یم، ګڼ عوامل شته چې دا جنګ په مرمیو او بمونو پای ته نه رسېږي. هیله لرم چې بهتره لار پیدا شي.»

رابرټ اونیل دا خبرې یوه اوونۍ وروسته له دې وکړې چې وسله والو طالبانو په کابل کې پر یوه امریکايي شرکت برید وکړ او ۹ تنه افغانان یې ووژل.

د طالبانو په دې برید کې ۲۰ نور افغانان ژوبل شول.

باسټن هیرالډ ورځپاڼه وايي، په تېرو اوو میاشتو کې امریکايي چارواکو له طالبانو سره ۷ ځلې خبرې کړي چې د افغانستان جنګ پای ته ورسوي او خپل پوځیان له دې هیواده وباسي خو دا هڅې تر اوسه پورې بریالۍ شوي نه دي.

د امریکا ولسمشر په اپریل کې د افغانستان جنګ بې معنا او خواشینوونکی وباله.

اونیل د افغانستان د ستراتیژۍ د پرمخ وړلو لپاره تعلیم کلیدي وباله، ویې ویل«یقیناً د ایډیالوژۍ د ختمولو هڅه ډېره مهمه ده خو له دې سره سره خلکو ته د تعلیم ورکړه ارزښت لري.»

One thought on “د بن لادن وژونکی امریکايي پوځي د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ غوښتونکی دی”
  1. چنداني ستراتيژي يې نه ده، که ورته خبري زموږ کوم سرتېري وکړي؛ ميډيا به يې نشر نه کړي…. ځکه موږ خپل ځان ته ارزښت نه ورکوو، خو په زرهاوو کیلومتره ليري د یوه امريکايي سرتېري خبري ته پوښښ ورکوو.

ځواب ورکول یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *