افغانستان په تېرو پنځلسو کلونو کې ډېر پرمختګ کړى او ډېر څه پکې بدل شوي. د مجهزو روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، پاخه سړکونه او صنعتونه جوړ شوي او په نورو برخو کې هم ډېر کار شوى او ډېرې اسانتياوې رامنځ ته شوي خو د امنيت نشوالى، ترهګرۍ، اداري فساد او خپل منځې اختلافات هغه ستونز ې دي چې تر اوسه لاس او ګرېوان يو ورسره.او له وخت سره به دا هم حل شي ځکه چې د افغانستان په شان سنتي ټولنه کې بدلون راوستل اسان کار نه دى.

ځينې ستونزې چې بهر ميشتې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي او د حل کولو لپاره يې ډېر څه نه دي پکار بلکې د ولس مشر يو فرمان ته اړتيا لري او په ډېره اسانۍ سره او ژر حل کېدلاى شي له پامه غورځول شوې دي. د بهر مېشتو افغانانو يوه عمده ستونزو په تذکيرو کې د زېږېدنې ځاى ليکل دي. ډېرى هغه ماشومان چې له افغانستان څخه بهر زېږېدلي وي په هغه هېواد کې له ثبت احوال نفوس سره راجستر شوي وي، دهغه ځاى په ښوونځيو او نورو ادارو کې او په اسنادو کې ېې د زوکړي ځاى ثبت شوى وي خو چې کله د افغانستان تذکيره يا پاسپورټ اخلي نو د ماشوم د زوکړې اصلي ځاى نه ليکل کېږي بلکې په افغانستان کې دهغه پلرني کلي نوم يا ولسوالۍ نوم پکې ليکل کېږي.

دا يوه داسې ستونزه ده چې د بهر مېشتو افغانانو شناخت يې بې اعتباره کړي دى او دماشومانو د زوکړي ثبت سرټيفيکېټ او د ښوونځيو اسناد نه يې يواځې بې اعتباره کړي بلکې ډېر ځلې داسې شوي چې ماشومان له مور او پلار څخه د تل لپاره بېل شوي. د بېلګې په توګه يو ماشوم چې په لندن، اسلام آباد، دهلي يا بل ځاى کې زېږېدلى وي، هلته يې په ښوونځي، پوهنتون، روغتون او نورو ځايونو کې د زېږېدني اصلي ځاى ورليکلى وي کله چې دهغه په افغانۍ تذکيره يا پاسپورټ کې د هغه دزېږېدني ځاى دهغه پلرنى کلى يا ولسوالۍ ولېکل شي نو د هغه مخکې ثبت شوي د اسنادو ډېټا له پاسپورټ او تذکيرې سره په ټکر کې شي او دهغه د اسنادو اعتبار تر پوښتنې لاندې شي. په اروپا کې ډېرى افغانان چې د خپلو ماشومانو د راوړلو لپاره درخواست جمع کوي نو مخکې له مخکې د ماشومانو د زېږېدنې ځاى، د زېږېدنې نېټه او نور مالومات دهغه هېواد له کورنيو چارو وزارت سره شريک کړي. خو کله چې د ماشومانو پاسپورټونه او تذکيرې جوړېږي نو هغه مالومات د کورنيو چارو وزارت ته له ورکړل شويو مالوماتو سره سمون نه خوري نو قضيه يې د شک په بنياد رد شي. په لندن کې مېشت عبدالله خان چې کله لندن ته راغى نو په لومړۍ ورځ يې خپل ماشومان هم په کېس کې ورکړل او د هغوى د زېږېدنې ځاى يې بمبۍ وروليکلو ځکه چې ماشومان يې هلته زېږېدلي ول او هغه وخت هلته اوسېدل.

درې کلونه مخکې چې عبدالله خان د خپلو ماشومانو د لندن ته راوستو درخواست جمع کړ او پاسپورټونه او تذکيرې يې ورته جوړې کړې نو په پاسپورټونو کې ېې د ماشومانو د زوکړې ځاى مختلف و او پر دې دهغه درخواست رد شو. د عبدالله خان مشر زوى او لور عمرونه اوس تر اتلس کلني پورته شول او هغه نور نشي کولاى چې خپله مشره لور او زوى لندن ته راولي.

د عبدالله خان په شان ډېرې کورنۍ په پاسپورټ او تذکيره کې د دې غلطو مالوماتو له کبله د تل لپاره سره جدا شوي. موږ په لندن کې د افغانستان له سفارت سره په کراتو کراتو دا ستونزه شريکه کړه او وعده راسره وشوه چې له کابل سره به ېې شريکوې او د حل لاره به ورته ومومي خو پنځلس کاله وشول چې ستونزه نه حل کېږي. د حيرانۍ وړ خو دا ده چې له ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله نيولې تر وزيرانو، سفيرانو او مشاوينو يې په بهرني هيوادنو کې وخت تېر کړى، کورنۍ يې اوس هم هلته ژوند کوي، پر دې ستونزه خبر دي خو د حل لاره يې نه راباسې.

د نړۍ په يوه هېواد کې هم داسې نه کېږي چې يو کس زېږېدلى پر يوه ځاى کې وي او په پېژندپاڼه کې يې بل ځاى ليکلى وي بلکې داسې کول فراډ ګڼل کېږي. پر اروپا کې چې اسناد يو ځل بې اعتباره شي نو بيا يې په محکمه کې پر اعتباري ثابتولو کلونه لګېږي.

بهر مېشتي افغانان هر کال مليونونه ډالر هېواد ته لېږي او د هېواد له اقتصاد سره مرسته کوي خو دولت د هغوى هغه ستونزې هم له پامه غورځوې چې پر يوه فرمان حل کېدلاى شي. موږ له ولس مشر او نورو چارواکو څخه هيله کوو چې د بهر مېشتو افغانانو پر دې ستونزه جدي غور وکړي او د حل لپاره يې کوټلي قدمونه پورته کړي.

2 thoughts on “د بهرمېشتو افغانانو ستونزې او د دولت بې غوري|| سیدشاه خروټی”
  1. سیدشاه خروټي صیب یوې ښې خوجدي موضوع ته ګوته نېولې ده . زمونږ د هېواد دفتري مامورین لا تراوسه قزلباشي برخورد کوي. دوي د افغانستان اونړۍ واقعیتونه نه درک کوي. اوس میلیونونه افغانان له هېواده د باندې ژوند کوي ، د دوي ماشومان په مختلفو هېوادونو کې تولد شوي دي. د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د تولد سرټیفیکیټ یا د زېږېدني تصدیق شته خو متاسفانه په افغانستان کې لا تر اوسه دا مهم سند نشته. که څه هم په تذکیرو کې د تولد ځای او نېټه لیکل شوې خو د احصایو مامورین بیا هغه په نظر کې نه نیسي. که فرض کړو یو ماشوم د حوت دمیاشتې په 25 زېږېدلی وي او پلار یې ورته تذکیره واخلي ، مامور صیب به ورته ولیکي ( یکساله 1396 ) چې دا د هغه ماشوم په حق کې لوی ظلم دی ، ځکه هغه ایله د پنځو ورځو وي خو ده ته به یو کلن لیکل شوی.
    زما یو دوست په اروپا کې اوسي اوماشومان یې هلته پیداشوي . هغه غواړي چې خپل زوی ته د خپل ګران هېواد تذکره واخلي ، د احصایې مامور په تذکره کې د هغه د تولد محل د پلار د تذکرې له مخې د خوست ولایت ورته لیکي. کله چې ورته وایی دا سند اشتباه دی او هغه باید اصلاح کړی ، تاسو څه فکر کوئ چې د احصایې مامور به له خپلې لیکنې تېر او له دغه هيوادوال سره به مرسته وکړي؟ نه هیڅکله نه .
    په نورو هېوادونو کې قوانین د خلکو د مشکلاتو د حل اوټولو ته یو ډول قانوني نورمونه جوړوی خو په افغانستان کې برعکس قانون بیا د ستونزو د جوړېدو او رشوت ته د لارې جوړولو وسيله ګرځي.
    بله ستونزه د نکاح خط ده ، که څه هم د افغانستان د مدنی قانون په 61 ماده کې راغلي چې : د ازدواج عقد په رسمي نکاحنامه کې د مربوطه ادارې په وسیلې په دري نقلونو کې ترتیب او ثتبیږي، اصل یې په مربوطې ادارې کې حفظ او دوه نور د عقد هر یو عاقدینو ته ورکول کيږي او په مخصوصو دفترونو کې ثتیږي.)
    مګر په چاېې منې. اول خو نکاح خط نه درته جوړوي اوبانه کوي چې مونږ د نکاح خط کتابچه نه لرو، یا مسوول نفر نشته ، شاهدان او دواړه طرفین باید حاضر شي او سلګونه نورې بانې به درته کوي. بیا چې کله یې جوړ کړي هغه به ستا معلوماتو ته غوږ نه ږدی ، یا به نوم او تخلص یا د زېږېدني تاریخ او یا هم د واده تاریخ نه درته لیکي او یا به د ازدواج ځای چې هر یويې خپل مشکلات جوړوي. او که احیانا له دوی نه غلط شو نو بیا خو د دوی سند بلاتشبیه د قرآن توری دی ، قسم به درته وکړي چې اصلاح خو به یې نه کړي.
    ستاسو ورور شاهین افغان

  2. Greetings Sayed Shah Kharoti

    Are you an Afghan ” Sayed ” or an Afghan ” Kharot ” ?

    Please educate by telling me how can you be both ?

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *