د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د فېسبوک یو شمېر کاروونکو افشا کړه چې د بهرنیو چارو وزارت اکثره چوکۍ د زورورو کسانو خپلوانو او اولادونو ته ورکړای شوي دي.

فېسبوکیانو د یو شمېر پخوانیو جګړه مارو، تنظیمي زورواکانو، د ولسي جرګې د غړیو او پخوانیو وزیرانو نومونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د بهرنیو چارو وزارت اکثره لویې چوکۍ او له هیواده دباندې په سفارتونو کې دندې د دغو کسانو اولادونو او نژدې کسانو ته سپارل شوي دي.

په دې لیست کې د انرژۍ د پخواني وزیر محمد اسماعیل خان، یونس قانوني، عبدالرب رسول سیاف، داوود کلکاني، نیلوفر ابراهیمي، عمر داوودزي، قوماندان انوري، انوارالحق احدي، محمد عبدهُ، اکبري، فوزیه روفي، امنه افضلي… نومونه راغلي او ویل شوي چې د دوی زامن، لوڼې یا وروڼه په واسطه په بهرنیو چارو وزارت کې ګومارل شوي دي.

دوی ادعا کړې چې د یونس قانوني څو زامن، د اسماعیل خان زوی، د سیاف وراره، د کورنیو چارو پخواني وزیر داوودزي زوی، د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي مېړه، د داوود کلکاني څو زامن او د سوداګرۍ د پخواني وزیر احدي ورور په زور یا واسطه او بې له دې چې له دیپلوماسۍ خبر واوسي، د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي مامورین ټاکل شوي دي.

3 thoughts on “د بهرنیو چارو وزارت اکثره چوکۍ د زورورو خپلوانو ته ورکړای شوي”
  1. متأسفانه داسی تعیینات ثابتوی چه دا وزارت ملی خدماتو ته ژمن نه دی بلکه په تننظیمی انحصار ،ایمان لری چه د ملی اخلاقو او ملی خدماتو نه تش دی او فقط کار یی د آشپزخانی او تشناب تر مینځ دی
    نو بیا هم باید ووایو چه وزارت ، تنظیمی پست ندی ، وزارت د ملی اخلاقو او ملی خدماتو ځای دی نو دا ډول لوبی ، مشروعیت د تنظیم تر سوال لاندی راولی او مؤمن امرا او خاصتا علما نباید د کتمان حق مرتکب شی او شجاعانه ، ظالم او مفسد تنظیمی انحصار ګر ته ووایی چه دا ډول تصرفات ، نامشروع او تنظیمی انحصار دی
    او دا ډول تنظیمی سړی یا د سړیتوب اندازه د وزارت او ملی خدماتو لپاره کم دی د وزارت سړی د وزارت سره متناسب سړیتوب غواړی یعنی سړیتوب د وزیر د وزارت سره باید موازی حرکت ولری ورنه دا ډول مفتخورو ته ملی پستونه تحفه ورکول ملی خیانت بلل کیږی چی زموږ هر څه یی شړولی ، نور دا لطف بیجا چه ملت او پرمختګ سره ظلم دی لاری یی باید وتړل شی چی ګند زیاتوی اود ملک نه مو نورهم د لوړ فساد تعفن تری ولاړیږی او افغانان تباه کوی

  2. شه لاره یی د امتحان اخیستلو دهتر دوه او دری چاینله باید تیر کرل شی.

  3. محترمو وطن دوسته ورونو هميشه موژپه ناخوالو غلطيو اشتباهاتو او خلاو ددولت ته د انتقاد گوته نيسو درسته ده چي نظارت دملت حق ده پر دولت ،غلطي خوغلطي ده چي واضع شوه بيا بيا انتقاد يي دحل لاره نده رازي چي موژ هم خپل مسوليت تر خپله وسه په علمي او شعوري توگه سره ادا كرو دا دولت خو دچاد پلار ميراث ندي دا زموژ دتولو گد حكومت دي ،كه چيرته زه په دولت كي نه يمه نو زان ترينه بيگانه وگنم او صرف انتقاد پري وكرم دادحل لاره نده زموژ حالات په مراتبو فرق كوي دنورو ملكو سره موژ اوس هم لا ديري داسي ناخوالي لرو چي بايدورته كاروكرو، اوپه زغرده د اشتبهاتو سرگنديدادا مطبوعاتو خپل حق پر زاي كري او موژ ته يي وظيفه سركنده كري نه ددوي دمعلوماتو تكرار، دا دولت ته تر موژ بهتره شايد معلومه وي چي سري خپل زوي ورور خپل بل عضوه دفاميل په شخصي زرور او نفوس سره په يوه دولتي زاي كي مقرر وي او دولت هم دهغوي مخنيوي نشي كوي،نو رازي چي ددولت سره ويلينتير شو او كمك وكرو په طرحو او بديلو كار وكرو په داسي طرحي ورته وراندي كرو چي دهغوي فلتر نه دواسطي او بي استعداده سري تير نشي دا چي ز موژ په وزارتونو كي اوس هم هغه زره پاليسي او طرزولعملونه استفاده كيژي نو خود به دهغو تيكه دارانو بلي وي،او يا دديته هم زه د ريس جمهور په تمه شم چي دوكتورا لري او هم قدرت ،نو بيا كيني چي نوبت ته چي ددي ته هم يوه ترحه جوره كري اوكه چيري يي نوبت راشي دديته به هم پاليسي جوره كري نو بيا خو زموژ مسوليت سه شو،نه زما په ها ند هر با استعدا افغان اگر كه په دولت كي نوي او تر اوسه رسمي شامل هم نوي بايد دخپل استعداد په وسه ددي خپل گران أفغانستان ددولت سره چي په دير اساسو شرايطو كي قرار لري مرسته وكري نور بايد ددولت ناخوالي او خاليگاوي دزان سره شريكو كرو اوهغه لاسونه نورو په خپلو علم او تدبير سره لند كرو چي دوباره ونه شي كري چي ملي امكاناتو نه شخصي گته پورته كري. محترمو لوستونكو دا زما صرف شخصي نظر وه ديو افغان په صفت دكيبورد دمشكل نه په املاح كي نيمگرتياو نه بخشنه غوارم

ځواب ورکول Najibullah Alizai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *