تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: اداري فساد سره پر مبارزه د څار کمېټه یا مک په خپل تازه راپور کې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت زیاتره مقررۍ د سیاسي مداخلې، باجګیرۍ او امتیازاتو د ورکړې په اساس شوي دي.

مک په خپل راپور کې وايي، دا مهال د بهرنیو چارو وزارت له ۱۱۶۰ کارمندانو څخه ۱۶۴ یې له داسې رشتو څخه فارغ شوي چې اصلا له ډپلوماسۍ سره سر نه خوري.

راپور وايي، دا مهال د وزارت ۸ سلنه کارمندان د لوړو زده کړو اسناد نه لري یا هم د ۱۲م او ۱۴م پاس سندونه لري.

د مک مشر باري سلام وايي، بهرنیو چارو وزارت خپل نږدې ۴۰ سلنه کارمندان په واسطو او غیر رسمي ډول استخدام کړي دي او له تېرو لسو کالو راهیسې بهر ته په ډپلوماټیکو دندو استول شويو کسانو نه یې تر ۲۰۰ زیات بېرته خپل هېواد ته هم نه دي راستانه شوي.

مک په خپل راپور کې زیاتوي، له تېرو لسو کالو راهیسې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د مقررۍ پروسه د سیاسي فشارونو، امتیازاتو اخیستلو او باجګیرۍ قرباني شوې ده.

په دې راپور کې د یو شمېر ډپلوماټانو له غیر قانوني استخدام څخه پرده پورته شوې چې په سفارتونو کې د دویم او دریم منشي په توګه مقرر شوي، خو نه په ډپلوماسۍ پوهېږي نه یې هم کومه بهرنۍ ژبه زده ده، تر دې چې سفیر ته د خپل کار راپور هم نه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت له اوږدې مودې راهیسې د جمعیت ګوند په ولکه کې پاتې شوی چې د کرزي له وخته ډاکټر عبدالله، ضرار احمد مقبل او زلمي رسول چې له دې ډلې متاثره و، د جمعیت په مقرریو کې ښکېل ګڼل کېږي، دغه راز اوسني حکومت کې هم بهرنیو چارو وزارت د صلاح الدین رباني په برخه رسېدلی چې نوموړی اکثره مهال په خبرو او کارونو کې له نظام او حکومت سره مخالفت ښيي، اما ویل کېږي چې ولسمشر غني یې په دې وروستیو کې غوږونه ور تاو کړي دي.

One thought on “د بهرنیو چارو وزارت ۴۰ سلنه کارمندان په واسطه مقرر شوي”
  1. د افغانستان ځمکه مجاهدو له روس ازاده او خپل غنیمت یې ګڼې
    دا دجهاد اصلی انګیزه او هدف و
    ما درته ویل تا نه منله
    د کونډې زویه اوس کوه د ډاګ مزلونه

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *