د بیان آزادي په هر ولسواکه هیواد کې د وګړو حق دی. دوۍ کولاۍ شي چې د هر راز ګواښ له وېرې پرته خپل نظر  په عامه توګه څرګند کړي. خو آیا د بیان آزادي حد او اندازه لري او کنه دا آزادي مطلقه ده او سړۍ کولاۍ شي چې هر څه یې زړه وغواړي ووایي؟

په نړۍ کی داسې هیواد نشته چې هلته مطلقه د بیان آزادي وي او محدودیتونه ونلري.

د امریکا په اساسي قانون کې د بیان د آزادۍ د محدویتو درې بیلګې په لاندې ډول دي:

* پارونه: داسې وینا چې غیر قانوني اعمال پارووي او د ګډوډۍ سبب ګرځي. د مثال په توګه، خپلې سیاسي موخې ته د رسیدو لپاره داسې وینا یا خبرې چې خلک تاوتريخوالي ته وهڅول شي.

* د حقایقو تحریف او درواغ ويل: داسې وینا چې حقایق تحریفوي او یا د چا د بدنام کولو لپاره دروغ ووایي.

* پوچه ژبه: داسې وینا چې په هغه کې چا ته کنځا وکړي او یا یې تهديد کړي.

د نورو محدویتو تر څنګه، د انګلستان  په اساسي قانون کې د بیان آزادۍ دغه محدویتونه لري:

* داسې خبره یا وینا چې ملي امنیت ته ګواښ پيښوي.
* داسي وینا چې په هغه کی یو نژاد او یا قوم ته سپکاوۍ وشي.

د دنمارک په اساسي قانون کی د بیان په آزادي کې د محدوديتو یوه بیلګه په لاندې ډول ده:

* مذهبي مقدساتو ته سپکاوۍ. کچیرې څوک مذهبې مقدساتو ته په خپلو خبرو او یا وینا کې سپکاوۍ وکړي، محاکمه کیږي او جزا پرې تطبیق کیږي.
په دغه هیوادو کی اساسي قانون ته پوره درناوۍ کیږي او سرغړونکو ته،چې هر څوک وي، د قانون په اساس جزا ورکول کیږي.

د افغانستان اساسي قانون هم د بیان آزادي تظمینوي خو په عین وخت کې د ورکړل شوو آزاديو څخه ناوړه استفاده منع کوي.

د افغانستان په اساسي قانون کې دوه مادې په لاندې ډول دي:*  څلیریشتمه ماده: آزادي د انسان طبیعي حق دی. دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له لارې تنظمېږي، حدود نه لري. د انسان آزادي او کرامت له تیري خوندي دي. دولت د انسان په آزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دی.

*  نهه پنځوسمه ماده: هیڅوک نشي کولای په دې اساسي قانون کې د راغلو آزاديو او حقوقو څخه په ناوړه  استفاده د هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او ملي وحدت پر ضد عمل وکړې.

خو له بده مرغه په افغانستان کی په اساسي قانون ګرد پروت ده او څوک یې ورقه هم نه اړوي چې په نتیجه کی د بیان او رسنیو د آزادۍ تر سیورې لاندې  بهرنیو هیوادو چاپي او تصويري رسنۍ د خپلو ناروا ګټو په موخه جوړې کړې او په انفرادي توګه  یې خپل اجیران د خپلو ګټو خو د افغانستان په زیان وګمارل او موږ ګورو چې رسنۍ او بهرني افغان اجیران پرته له کوم خڼډ څخه په خپلو ورانونکي فعاليتو بوخت دي. د اساسي قانون د نهه پنځوسمې مادې د نه پلې کیدو له امله اوس داسې حالت رامنځته شوۍ چې  د خارجي استخباراتو افغان اجیران چې ځینې یې ځانته افغان هم نه وایې په ښکاره د ملي وحدت په ضد په تبلیغاتو بوخت دي. د حکومت د ضعف له امله وضعیت دومره خراب شو چې اوس نه ملي یووالې خوندي ده او نه ځمکنۍ بشپړتیا. د بهرنیو هیوادو اجیران اوس دومره ځان مصون احساسوي چې په ښکاره د قومونو په منځ کې د تفرقې په خپرولو بوخت دي او حتې  د هیواد ملي شخصیتونه هم سپکوي.

د دغه اجیرانو څخه یو لطیف پدرام ده چې پخپله انساني کرامت نه لري خو د ملي شخصيتونه د کرامت په سپکولو هم صرفه نه کوي. دۍ په خپله یوه وینا کی (۱) په وضاحت  غازي امان الله خان ته کنځا کوي.

لطیف پدرام همیشه د هیواد د ملي ګټو په ضد فعالیت کړی.  ده څو ورځې مخکې د دیورند د کرغیړنې کرښې په هکله خپله ناولې ژبه وښوروله. د ملي وحدت په ضد فعالیت یې همدا شان ټولو هیوادوالو ته روښانه ده. پښتون قوم ته په سپکه سترګه کتل او د دوۍ په وړاندې ښکاره تعصب د ده په ډیرو ویناوو کی څرګند ده. سربیره په دې، پدرام په دوامداره توګه د افغانستان ویاړلۍ تاریخ تحریفوي او د هیواد تاریخي حماسې په سپکه یادوي.  یوه بیلګه یې د افغان انګلیس دریمه جګړه(۲) او د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو بهیر ده چې دۍ یې په ډیره سپین سترګۍ تحریفوي او حتی غازي امان الله خان په دغه جګړه کې په تیښته او بزدلي تورنوي. دۍ په وضاحت خپل مريدان تشویقوي چې افغان تاریخي وياړونو ته په سپکه سترګه وګوري.

د قانون د نه پلې کیدو له امله، پدرام غوندې پوچ خولي اجیران چې د هیواد ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتيا ورته هیڅ ارزښت نلري په ډاډه توګه د قومونو په منځ د نفاق تخم کري، ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي، د تعصب اور ته لمن وهي او ملي امنیت ته ګواښونه جوړوي.

د بیان مطلقه آزادي د هیواد وضعیت ورځ تر بلې ترينګلې کوي.  کچیري دغه حالت دوام وکړي او هغه خلک/ رسنۍ چې د بیان د آزادۍ څخه ناوړه کار اخلي په کلکه محاکمه او مجازات نشي، د افغانستان ټوټه ټوټه کیدل به بیا ناممکنه کار نه وي!

One thought on “د بيان مطلقه آزادي به افغانستان دړې وړې کړي/ کریم رحیمزی”
  1. ډېر ښه مثالونه د بیان د آزادي لپاره وړاندې شويدي. هیله ده د افغانستان قانون جوړونکی او قانون ساتونکی ټول دا مطلب ولولي او خپل ځانونه د ملی ګټو ، ملی حاکمیت او مځکنی بشپړتیا په اهمیت ځانونه پوه کړی،
    که دوی د نورو هېوادونو د ورته قوانینو مثالونو ته ضرورت ولري ، کولای شي د مربوطه ادارو له لارې د بیان د آزادی په باب بشپړ قوانین د افغانستان د باندېنیو چارو وزارت له لارې را وغواړی او د هغوی په رڼا کې زمونږ د هیواد د بیان آزادی لپاره یو معقول ، په ملې ګټو ولاړ قانون جوړ کړی.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *