تاند – د بي بي سي پښتو د فیسبوک پاڼې د خوښوونکو شمېر له ۲ میلیونو تنو څخه واوښت.
بي بي سي پښتو وایي چې دوه میلیونه کسانو ته د دغه شمېر د رسېدلو په مناسبت یې نن د بي بي سي د کابل په دفتر کې د لمانځنې یو پروګرام جوړ کړی وو او په دې کار یې خوښي وښودله.
د بي بي سي پښتو کارمندانو داسې پاڼې په لاسونو کې نیولي چې ښيي چې یاده پاڼه ۲ میلیونه کسانو خوښه کړې ده، د نورو په لاسونو کې نیولې پاڼې ښیي چې له خپلو مینه والو نه ۲ میلیونه ځلې مننه کوي.
د بي بي سي فارسي د فیس بوک پاڼې د خوښوونکیو شمېر له ۳ میلیونه او ۴ سوه زرو نه اوښتی دی، او همدارنګه د بي بي سي اردو د فیس بک پاڼې د خوښوونکیو شمېر ۵ میلیونو کسانو ته ورنژدې شوی دی چې د اړوندو رسنیو د پښتو پاڼو په نسبت ډېر زیات دی. دا حالت د دویجه ویله المان د پښتو پاڼې او د امریکاغږ او ازادۍ راډېو د فیس بوک پاڼو په برخه کې هم صدق کوي.
ویل کیږي چې اکثر پښتانه د پښتو تر څنګ د نورو ګاونډیو ژبو پاڼې هم لایک کوي چې په نتیجه کې د پښتو پاڼو د لایک کوونکیو شمېر یوازې هغه پاتې کېږي چې پښتنو لایک کړي وي او د ګاونډیو ژبو لکه پاړسي او اردو د لایک کوونکیو شمېر له خپل عادي حالت نه ډېرېږي چې دا د انټرنټ په نړۍ کې د پښتو او پښتنو کمزوري ښیي.
حقیقت دی ځکه چه ما خپله نوری پاڼی خوښی کړی دی