سعید احمدي |
بیت المقدس یا یروشلم د فلسطین هغه ښار ده چې د مسلمانانو، یهودیانو او مسیحیانو درې واړو لپاره یو مقدس ښار بلل کیږي، مسحیانو ته ځکه مقدس ده چې مسیح علیه السلام دلته زېږېدلی ده، دلته (هیکل سلیماني) عبادتخانه ده چې د بني اسرائیلو د نبیانو قبله وه. او د مسلمانانو د قبلې له بدلېدو نه وړاندې یعنې لومړۍ قبله همدا بیت المقدس و چې ټولو مسلمانانو به خپل لمونځونه د مسجد اقصی په طرف کول، بیا رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د معراج مبارک سفر پر مهال د ټولو انبیاوو امامت همدلته په دې مسجد کې کړی ده، له همدې امله هم ټولو مسلمانانو ته د زیات قدر او تقدس ځای دی.
د بیت المقدس لنډ تاریخ د بیت المقدس لغوي او اصطلاحي معنی (پاک کور) ده، یا دا داسې مبارک کور ده، چې د انسان ګناهونه پکې بخښل کیږي.
بیت المقدس ته په اروپايي ژبو کې (یروشلم) او عربي ژبه کې ورته (القدس) وايي. بیت المقدس شاوخوا غرونه لري او خپله مسجد صخره او مسجد اقصی د (صیهون) په غره کې واقع دي. او له مکې مکرمې نه تقریباً ۱۳۰۰ کیلومتره لرې ده. په لومړۍ پېړۍ کې، کله چې رومیانو بیت المقدس تر خپل واک لاندې راوست، د (ایلیا) نوم یې پرې کېښود. په ۶۲۰عیسوي کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرایل علیه السلام په رهنمايي له مکې معظمې نه بیت المقدس ته لاړ او بیا یې د اسماني معراج په سفر تشریف ویوړ.
حضرت یعقوب علیه السلام د الهي وحې مطابق د بیت المقدس (مسجد اقصی) بنیاد کېښود او بیا بیت المقدس ښار اباد شو. بیا اوږده زمانه وروسته حضرت سلیمان علیه السلام په ۹۶۱ میلادي کال کې د دې مسجد او ښار د نوي کولو حکم وکړ. چې له همدې امله بیت المقدس ته هیکل سلیماني هم ویل کیږي. هیکل سلیماني او بیت المقدس په ۵۸۶ قمري میلادي کال کې د عراق پاچا (بخت نصر) له خاورو سره برابر کړ او تقریباً یو لک یهودیان یې له ځان سره د غلامانو په توګه عراق ته یووړل. د بیت المقدس د همدې بربادۍ او ویراني په وخت کې حضرت عزیر علیه السلام په دې ښار تېرېده او تعجب یې وکړ چې دا ښار به بیا هم کله اباد شي؟
له دې امله الله تعالی عزیر علیه السلام ته مرګ ورکړ، او کله چې د الله تعالی په خاص قدرت سره سل کاله وروسته دی راژوندی کړای شو، وې کتل چې بیت المقدس ښار په ښایسته بڼه ښکلی ښار جوړ شوی ده او اباد ده. د بخت نصر دتباهۍ نه وروسته دوهم ځل رومیانو بیا له تباهۍ سره مخ کړ او له منځه یې وې ووړ. له دې تباهۍ وروسته بیا رومیانو عیسیویت قبول کړی او د بیت المقدس ښار یې څه ناڅه بیا اباد کړی ده.
د بیت المقدس مسلم تاریخ کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د معراج د سفر پر مهال بیت المقدس ته لاړ، تر ۲دویم هجري کال مطابق د ۶۲۴ع کال پورې بیت المقدس د مسلمانانو قبله وه. تر دې چې بیا د الله جل جلاله د حکم په اساس (مکه) د مسلمانانو قبله وګرځېدله. د هجرت په ۱۷ کال مطابق د ۶۳۹ د عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې له عیسایانو سره د یوه تړون او معاهدې له مخې بیت المقدس د مسلمانانو تر واک لاندې راغی. په ۱۰۹۹ کال کې د اول صلیبي جنګ پر مهال صلیبیانو بیت المقدس ونیوه او شاوخوا ۷۰۰۰۰اویا زره مسلمانان یې په ډېرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسول. بیا په ۱۱۸۷ کال کې سلطان صلاح الدین ایوبي د خپل لوی او سپېڅلي ارمان له مخې بیت المقدس له صلیبیانو ونیوه.
صلیبیانو چې د بیت المقدس د نیولو پر مهال څه ډول وینې بهولې وې، صلاح الدین ایوبي د لويې کارنامې ترڅنګ هغسې چلند ورسره ونکړ بلکې ټولو ته یې بخښنه وکړه او سره له مال او اولادونو سره یې له بیت المقدس نه د وتلو اجازه ورکړه، هغو ته چې د جزیې ورکولو وس یې نه درلوده، د یې عفوه او د پاتې کېدو اجازه وکړه. د دغې تاریخي فتحې کیسه په (صلیبي جنګونه) کتاب کې وګورئ.
صلیبیانو چې په مسجد اقصی کې د اسونو طبیله جوړه کړې وه، د صلاح الدین ایوبي په امر پاک او د ګلابو په اوبو ومینځل شو. نوی تاریخ او په بیت المقدس د یهودیانو قبضه د لومړي لوی جنګ د ۱۹۱۷ دسمبر پر مهال انګریزانو فلسطین او بیت المقدس ونیوه او دلته یې یهودیانو ته د ابادېدلو اجازه ورکړه. د یهود او نصاراوو د یوه پلان له مخې د ۱۹۴۷ عیسوي کال په نومبر کې فلسطین د عربو او یهودیانو ترمنځ ووېشل شو، او بیا ۱۹۴۸ کال کې یهودیانو د اسرائیلو د قیام اعلان وکړ. او د عربو او اسرائیلو ترمنځ جنګ ونښت.
د دې جنګ په نتیجه کې اسرائیلو د فلسطین په ۷۸ فیصده ځمکه باندې واک راوست، او په ۱۹۶۷ د جون کې د فلسطین (بیت المقدس) ښار هم ونیوه، چې لاتراوسه د یهودیانو په لاس کې ده، او دا یې مرکز ټاکلی، خو رسماً تراوسه (د بیت المقدس ښار د اسرائیلو مرکز ګرځول) پرېکړه هېڅ یوه صلیبي او یهودي پاچا نه وه کړې، ځکه د بیت المقدس تقدس ته په کتلو سره مسلمانان غواړي دغه خاوره د دوی له پلیت حضور څخه پاکه کړي، چې وخت ناوخت دغلته د اسرائيلي غاصبینو او مسلمانانو ترمنځ اخ او ډب جریان لري. بیت المقدس رسماً د اسرائیلو مرکز اعلانول بلاخره تېره چهارشنبه د ۲۰۱۷کال د ډیسمبر په ۶مه نېټه مطابق د ۱۴۳۹ ۱۷ ربیع الأول کې د صلیبیانو پاچا (ټرمپ) لخوا د اسرائيلو پلازمینه او مرکز اعلان شو.
د دغه اعلان او پرېکړې تود هرکلی د اسرائیلو لخوا وشو. تاریخ ته په کتلو سره د بیت المقدس د ازادۍ لپاره یو بل عمر او ایوبي ته ضرورت ده چې دغه مقدسه خاوره د صلیبیانو او یهودیانو له پلیتو منګولو څخه پاکه کړي او مسلمانانو ته بېرته خپل برم اعاده کړي.
ماخذونه: صلیبي جنګونه، دائرة المعارف، ویکيپیډیا
One thought on “د بیت المقدس تاریخ، مسلمانان او یهودیان”
  1. په خواشینۍ سره ستاسو لیکنه ډېرې غلطي لري او له زړو ادبیاتو نه مو استفاده کړېده .
    مثلا دا پاراګراف :
    « حضرت یعقوب علیه السلام د الهي وحې مطابق د بیت المقدس (مسجد اقصی) بنیاد کېښود او بیا بیت المقدس ښار اباد شو. بیا اوږده زمانه وروسته حضرت سلیمان علیه السلام په ۹۶۱ میلادي کال کې د دې مسجد او ښار د نوي کولو حکم وکړ. چې له همدې امله بیت المقدس ته هیکل سلیماني هم ویل کیږي. هیکل سلیماني او بیت المقدس په ۵۸۶ قمري میلادي کال کې د عراق پاچا (بخت نصر) له خاورو سره برابر کړ ».
    تر عیسي علیه سلام وروسته او زمونږ د ګران پیغمبر تر منځ کوم بل پیغمبر نه وو راغلي او وروستي پیغمبیر خاتم الانبیا حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه والسلم دی. اما ستاسو په لیکنه کې تر میلاد وروسته یعني 961 میلادي کال کې سلیمان علیه السلام د دې مسجد او ښار د نوي کوولو حکم صادرکړی دی چې دا نېټه د حضرت محمد ص له بعثت نه هم درې سوه کاله وروسته ده .
    د عراقی پاچا بخت نصر یرغل مو هم په قمري میلادي ښودلی دی.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *