تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: که څه هم د نامعلومه دلایلو له مخې د بیجنګ د سولې بین الافغاني ناسته ځنډېدلې اعلان شوه خو راپورونه وايي، د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی سربېره پر دې هم چین ته رسېدلی دی.
د راپورونو په اساس د ملا غني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی په دوه ورځني سفرد بیجنګ بین الافغاني ناستې ته تللی دی، خو بلخوا ویل کېږي چې د عقرب په ۷مه او ۸مه ترسره کېدونکې دغه ناسته د نامعلومه دلایلو له مخې ځنډېدلې ده.
تر اوسه د بیجنګ غونډې ته د افغان سیاسیونو د د ورتګ په اړه هم کوم راپور نشته او تر پرونه پورې ارګ هم ویلي وو چې له دغې ناستې سره ستونزه نه لري مګر د خپل دولتي پلاوي په تشکیل یې بحثونه روان دي چې څوک ور واستوي.
قوارې یې مسخ شوې، ډیر بیګناه افغانان یې ووژل/وژني د آی ایس آی سپیره تورخولي خډلان. د دې ځناورو نورنو څه کمال دی یا وژل یا خوړل