نیټه: ۲۹ فبروري ۲۰۲۰
د افغانستان د سولې پروسه د شاوخوا دوو کلونو را پدیخوا په عملي توګه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ په قطر هیواد کې پیل شوې چې وروسته له اوږدو او ستونځمنو پړاوونو او پرله پسې ناستو، بلاخره د سولې لومړنۍ هوکړې ته ورسیده چې نن به یې موږ د لاسلیکیدو شاهدان اوسو.
بین الافغاني مذاکرات د متحده ایالاتو او طالبانو تحریک تر منځ د سولې هوکړه لیک یوه مهمه برخه ده چې شاوخوا لس ورځې وروسته د دې هوکړه لیک څخه به د دواړو افغان لوریو (په کور دننه افغان پلاوی او طالبانو تحریک) تر منځ په رسمي توګه پیل شي.
افغانانو وروسته له څه باندې څلورو لسیزو جګړې او ناورین، د سولې لوی فرصت ته لار موندلې او لازمه ده تر څو د دې فرصت څخه د جګړې د ختمیدو او د امن او ټیکاو لپاره ګټه واخلي. چې په پایله کې به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یوې مطلوبې پایلې ورسیږي.
د بین الافغاني پلاوي د جوړښت لپاره د افغانستان حکومت او سیاسیون په خبرو او مشورو بوخت دي تر څو یو هر اړخیز پلاوی وټاکل شي.
انګیرنه دا ده چې د دې پلاوي لپاره تر ډیره د حکومت، ګوندونو، سیاسي مشرانو او مدني ټولنې څخه یو مرکب پلاوی وټاکل شي. خو ویره دا ده چې د افرادو او ډلو سلیقه که پکښې په نظر کې ونیول شي نو اټکل کېږي چې دا پلاوی له تخنیکي اړخه یو قوي پلاوی نه وي.
د بین الافغاني خبرو لپاره له تخنیکي اړخه پلاوی باید ټول شموله، قوي او د یو منظم جوړښت څخه برخمن وي.
اټکل کیږي چې دا پلاوی د ۱۸ څخه تر ۲۱ پوري غړي ولري. که چیرې دا پلاوی په لاندې ترکیب سره جوړ شي، نو یو هر اړخیز او له تخنیکي پلوه قوي پلاوی وي.
د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي ترکیب
پورتني جوړښت ته په کتو به دغه ترکیب په شپږو برخو کې چې ۲۱ غړي به ولري په لاندې ډول جوړ شي:
۱ – رئیس ۱ غړی
۲ – حکومتی استازي ۳ غړي
۳ – سیاسیون ۷ غړي
۴ – د ولس استازي ۶ غړي
۵ – د ښځو استازې ۲ غړي
۶ – د بشري حقونو او مدني ټولنې استازي ۲ غړي
۱ – رئیس
ښاغلی محمد حنیف اتمر
ښاغلی اتمر په سیاسي لحاظ یو زیرک او د سیاسي تدبیر لرونکی شخصیت دی، د اړیکو د جوړولو ښه وړتیا لري، د هیواد او سیمي په حالاتو پوه، با تدبیره او د سیاسي محاسبې څښتن کرکټر دی. سربیره پر دې نوموړی د مذاکراتو په اصولو ښه بلد او د اسلامي حزب سره د سولې بریالۍ تجربه هم لري.
ښاغلی اتمر د هیواد په کچه د یو مذاکراتي پلاوي د مشرۍ لیږد وړتیا لري او پوره تمه ترې کېږي چې دغه مذاکرات په دقت، تدبیر، حوصله مندۍ او زیرکتیا سره پر مخ یوسي.
۲ – د افغانستان حکومت
د افغانستان حکومت د حکومتي دستګاه له آدرسه باید ۳ صلاحیت لرونکي استازي د قضائیه قوې د رئیس، د سولې وزیر او د ملي امنیت د شورا مشر په ګډون دې هیئت ته ور وپیېژني تر څو د حکومت له اړخه په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.
د حکومت استازي به ټول هغه موارد چې په بین الافغاني ناسته کې حکومت ته راجع کېږي له حکومت سره شریک او همغږي کړي.
۳ – سیاسیون
که څه هم د سیاسیونو شمیر زیات دی او که ټولو ته په دې ناسته کې ونډه ورکړل شي، نو مذاکره کوونکی پلاوی به د ټاکل شوي معیار څخه چې د ۱۸ نه تر ۲۱ کسانو پورې دی زیات شي او د یاد شمیر څخه د زیاتیدو په صورت کې به د پلاوي مؤثریت تر سوال لاندې راشي. پر دې اساس دغه ټیم باید تر اوو کسانو پورې په لاندې ترکیب سره جوړ شي:
استاد عبدالرب رسول سیاف
حامد کرزی
ډاکټر عبدالله عبدالله
ګلبدین حکمتیار
عطا محمد نور
حاجي محمد محقق
او محمد شاکر کارګر
د ټاکنې معیار:
استاد عبدالرب رسول سیاف
استاد سیاف د یو مشر او سپین ږیري په صفت چې تر نورو سیاسیونو د افغانستان په قضایاوو کې تر ډیره دخیل پاتې شوی او کله نا کله یې د طالبانو تحریک پر وړاندې چیلنجونه هم ورکړي، نو لازمه ده چې په دې ترکیب کې ځای ولري او خپل منطقي دلایل د سولې د راتګ لپاره مطرح کړي. د ښاغلي استاد سیاف موجودیت په دې مذاکراتو کې د یو مشر په صفت مؤثر تمامیدای شي.
حامد کرزی
ښاغلی کرزی د افغانستان په تیر شل کلن پړاو کې ۱۳ کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شویږ ده د خپل حکومت پر محال هر کله د طالبانو تحریک سره د مذاکراتو او سولې پرله پسې وړاندیزونه کړي و هیڅکله یې د افغانستان د جګړې پلوي نده کړې او آن پر ځینو مواردو کې یې د بهرنیانو سره د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر اړیکې تریڼګلې شوي. پر دې اساس د ښاغلي کرزي شتون په دې پلاوي کې اړین ګڼل کېږي او خورا مؤثر تمامیدای شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله
ښاغلی ډاکټر عبدالله د یو لوی سیاسي ټیم په استازیتوب د دې ترکیب په جوړښت کې خورا مؤثر تمامیدای شي. ښاغلی عبدالله یو هوښیار او ملي ګټو ته ژمن سیاستمدار دی او د ټاکنیزو سیالیو پر محال یې څو څو ځله په ټینګار سره ویلي”که چیرې سوله راځي، نو زه د افغانانو د دې ستر ارمان لپاره حاضر یم چې له ټاکنو او موقف څخه لاس په سر شم.” چې د ښاغلي ډاکټر عبدالله دغه موقف په خپله د ده ژمنتوب ملي ګټو ته څرګندوي.
ګلبدین حکمتیار
ښاغلی حکمتیار د بین الافغاني سولې یوه ژوندۍ بیلګه ده جې حضور یې په دې مذاکراتو کې له روحي اړخه د مذاکراتو روحیه بډایه کولای شي او د طالبانو تحریک ته دا په ډاګه کولای شي چې په سوله کې آرامه ژوند، خوندیتوب، عزت او د مشروع واک ترلاسه کولو فرصت شته.
عطا محمد نور
ښاغلی نور د هیواد په کچه یو پیژندل شوی شخصیت دی او د یوې لویې سیاسي طبقې استازیتوب کوي. نوموړی یو پیژندل شوی جهادي قوماندان، ځواکمن والي او د هیواد په شمال کې یو له تاثیر لرونکو څیرو څخه شمیرل کېږي چې په تیرو ناستو کې یې هم د طالبانو له تحریک سره په مسکو کې ګډون کړی وه.
حاجي محمد محقق
ښاغلی محقق د هزاره شریف قوم په استازیتوب او د دې قوم د یو مخور په صفت چې په هزاره ټولنه کې پراخ محبوبیت او تاثیر لري باید په دې ترکیب کې ځای پر ځای شي. ښاغلی محقق د مذاکرې ښه وړتیا لري او پخوا یې هم د طالبانو د تحریک سره د مسکو په غونډه کې برخه اخیستې وه.
محمد شاکر کارګر
ښاغلي کارګر ته د ترک توکمو په استازیتوب په دې ترکیب کې باید ځای ورکړل شي. نوموړی یو هوښیار، با درایته او تکړه سیاسي شخصیت دی چې په تخنیکي لحاظ د پلاوي په ترکیب کې مؤثر تمامیدای شي.
۴ – د ولس استازي
د افغانستان د خلکو په استازیتوب باید د ولس استازي چې د مذاکرې ښه وړتیا لري د دواړو مجلسونو څخه غوره شي.
د سنا مجلس څخه د دې مجلس رئیس او یا یو غړی او پاتی پنخه کسان باید د ولسي جرګې څخه د زونونو پر بنسټ یو یو استازی وټاکل شي.
۵ – د ښځو استازې
د افغانستان د ښځو په استازیتوب باید دوه تنه ښځې چې د مذاکرې قوي وړتیا ولري بین الافغاني مذاکراتو ته غوره شي تر څو وکولای شي د مذاکراتو په لړ کې د ښځو د حقونو څخه دفاع او استازیتوب وکړي.
۶ – بشري حقونه او مدني ټولنه
د افغان جګړې په اوږدو کې تر ډیره بشري حقونه تر پښو لاندې شوي چې مسؤلیت یې د جګړې لورو ته ور ګرځي. له همدې کبله اړینه ده چې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲ استازي په تیره ۲۰ کلنه جګړه کې د بشري حقونو د نه په پام کې نیولو او د نه درناوۍ په اړه یو مستند جوړ کړي او د مذاکراتو په لړ کې یې دواړو لورو ته وړاندې کړي چې د دې ورانوونکې جګړې په پایله کې بشري حقونو ته څومره سپکاوی شوی.
دا مستند به د مذاکراتو پر روحیه باندې خورا زیات تاثیر ولري.
پورتني ترکیب ته په کتو که چیرې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی له کمي او کیفي اړخه په پورتني ترکیب سره جوړ شي، نو تر ډیره د دې امکان شته چې بین الافغاني مذاکرات په لنډ وخت کې او په خورا مؤثریت سره پای ته ورسېږي او افغانستان یوې تلپاتې سولې ته لاس رسی و مومي.
له حوصله مندۍ مو نړۍ مننه او د یو سوکاله، پرمختللي او ودان افغانستان په هیله.
په درناوی
فیض محمد ځدراڼ
۲۹ فبروری ۲۰۲۰
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټول هېواد رسمي او قانوني نمایندګي کوي . دوی په ټول مسوولیت او قوت سره دا خبرې مخ ته وړای شي.
د سولې د مذاکراتو لپاره باید افغان حکومت یو باصلاحیته ، قوي ، په خبرو او جرګو ، مدني ، سیاسي او حقوقي مسایل پوه هیئت جوړ کړي.
حتمي نده چې زړې ، آزمویل شوې ، ناکاره ، عقده منده او بې کفایته کسان په داسې یو حیاتي مسوولیت لرونکي کار کې شاملې شي.
د سولې خبرې او افغان هیئت باید متحد او همنظره وي . هلته د منم او نه منم شعار ورنکړل شي. دوی ټول باید متحد او همنظره وي . په خپلومنځونو کې د افغانستان د اساسي قانون ، ولسمشر ، ملي منافعو او منل شویو بشري او نړیوالو اصولو او قوانینو ، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو نه په کلکه دفاع وکړي.
د سولې شورا په عالي کمیسیون او دسولې په وزارت کې ترټولو غوره ، نفوذ لروکې څهرې لکه ښاغلي محمد عمر داودزی ، د ولسي جرګې د استازو له ډلې یو دوه ژبه ور او قانون پوه کسان ، د باندینیو چارو وزارت یو یا دوه تر ټولو غوره استازي ، قانون پوه اجمل هوډمن په شان د مدني ټولنې فعال ، شکریه بارزکزۍ ، محمد حنیف اتمر ، کبیر رنجبر او … کسان به د افغانستان د هیئت تر ټولو ښه استازولي وکړای شي.
پدې هیئت کې پاکستان او ایران ته وفاداره کسانو ته په هېڅ صورت ځای ورنکړل شي چې دوی به یوځل بیا دا وطن په اوبو لاهو کړي.
په افغانستان کې له سلو زیات رسمي او راجستر شوي ګوندونه وجود لري ، دوی هریو خپلې ګټې او اهداف لري مګر دوی د ټول ملت اراده نشي تمثیل کولي. د مثال په ډول د وحدت حزی د محقق په مشرۍ یوازې خپل قوم او مذهب ته او یا د عبدالرشید دوستم ملي جنبش یواځې خپل مشر ته ژمن دی. دوی په هېڅ صورت سره د نورو قومونو او ولایتونو استازولي نشي کولي.