د غور پېښه

تاند- د افغانستان ولسمشر، ملګروملتو، د بخښنې نړیوالې ادارې او وسله والو طالبانو په غور ولایت کې د شاوخوا ۳۰ تنو ملکیانو ډله ییزه وژنه وغندله.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۳۶ تنه وژل شوي دي.

ملګروملتو په غور کې دا ډله ییزه وژنه د نړیوالو بشري قوانینو جدي سرغړونه بللې ده.

د سرمنشي د خاص استازي د مرستیال پرنیل کاردیل په قول په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې بې رحمانه وژنو سخت خوابدی کړی دی.

په افغانستان کې د یوناما یا د ملګروملتو د مرستندوی دفتر په خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده شوې ده.

د بخښنې نړیوالې ادارې هم په دې وژنو د اعتراض ږغ پورته کړی دی.

په دې اداره کې د جنوبي اسیا د څانګې مسوول چمپا پاټیل په یوه اعلامیه کې وویل، په غور کې د ماشومانو په شمول د ملکیانو تښتول او بې رحمانه وژل یو جنایت او وحشت دی.

ده همداراز ویلي چې دا عمل په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.

دې ټولنې له افغان چارواکو غوښتي چې په دې اړه بې پرې څېړنې وکړي او د پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان ولسمشر غني په غور کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د لسګونو ملکیانو وژنه وغندله او ویې ویل چې د دغه جنایت له عاملانو څخه به انتقام واخیستل شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي« په وروستیو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې جنایتکار تروریستان مدني لاریونونه، سپېڅلي ځایونه، ویرکوونکو او د لویو لارو مساپر په نښه کوي.

دغه ډول جنایتونه هره ورځ د جنایتکارانو دوسیې پړسوي او هغوی به د جنګي جنایتکارانو په توګه یوه ورځ عادلانه محکمې، د افغانستان خلکو او قانون ته ځواب ووایي.»

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې وسله والو اختطافګرو د غور د کاسي د سیمې ۳۶ تنه تښتولي او وژلي دي.

طالبانو دغه راز ویلي چې دا پېښه له دوی سره هیڅ راز تړاو نه لري او خپلو کسانو ته یې امر کړی چې قاتلان ژر ونیسي او سزا ورکړي.

One thought on “بېلابېلو خواوو د غور خونړۍ پېښه جنایت وباله”

ځواب ورکول Pasarlai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *