ژباړن

پښتون زمری دی، پښتون ننګیالی دی، په ننګ مین دی، تورزن دی، باتوردی د هسکوغرونو باز دی او …….!

هم دې القابو راته په ذهنونو کي دغرور او تکبر زڼي وکرل هم دا ډول ټول د سیلۍ نیولو په لټه سو ترمنځ مي د بېګانګۍ او پردیتوب احساس وده وکړه:

د ډیورنډ منحوسي کرښي راکښلو منشا هم دا وه چي پښتون دي په جغرافیایي، لساني، تاریخي او ادبي اعتبار په بېلو، بېلو سیمو کي وویشل سي نوبه اجتماعي ملي افغاني روحیه پکي وځپل سي هم به د فکري انکشافاتو د ودې لارې ورباندي وتړل سي :

چالاک دښمن پوهېدلو ترڅو د پښتون قومیت اجتماعي تصوراو شعور ونه رټي استعمار خپل ټاکلي هدفونه ترلاسه کولی نسي :

د پاکستان ترجوړیدو وروسته پنجابي ریاستي شراکتدارو پښتون ترخپل منځونو د غدار، پښتونستان  غوښتونکو اوبېلتون غوښتونکو په نوم ونومولو او اردو ژبو مطبوعاتو زمینه ورته مساعده کړه او د پښتنودوه سیاسي مشران باچاخان او عبدالصمدخان اڅکزی (خان شهید) یې اکثروخت ترډېره په زندانونو کي بندیان وساتل :

پنجابي ذهنیت لرونکي اردو ژبي دانشور،کالم لیکوال او سیاسي منورین هم په دې اندیښنه دي چي پښتونستان مطلب افغانستان :

دا د پنجابي ذهنیت لرونکو یو لوی ارمان وو چي افغانستان مات سي، کنډوالې سي، ښارونه یې هدیرې، پښتانه افغانان درپه در درویزګر وویني اوخپل ناولي قدمونه په سپېڅلې خاوره مشرف کړي هم داسي یې وکړو خو د چاپه زور، د دروېش دراني په قول :

دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه

 خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه

د دې منحوسې کرښې له کبله د پښتوژبي، ادب، تاریخ د ودې ګډ انکشافات رښتیاهم ټپ ودرېدل، پس د یوملت سالم وجود دوې ټوټې کول ممکن وګرځول سو:

بدبختي دا ګوره د کرښې په دواړو غاړو د فارسي او اردو بربنډي توري یې ځړوندي وساتلې او دا ډول افغانانو وکړلی سو چي ژبه غني او پیاوړې کړي لاکن په مستعمره سیمه کي پښتو د کورنیو وګړو ترمنځ د ویلو پوري محدود وساتل سوه ولي کومه ژبه چي د نصاب ژبه نه وي د درس، تدریس او دفتري ژبه نه وي هغو سره ژبه د ورکېدو په حالات کي پاته نه وي نوبه څه وي :

د پاکستان ریاست پښتو، سندهي اوبلوڅي سمیزه ژبي نوموي اومرکزي حکومت د دې سمیزو ژبو ادبیاتو راټولولو اوپه مطبوعاتو اوخپرونوکي داسي کوم پاکستان وفاداره او اردو ژبي ته  تابعداره پښتون لیکوال په منصبونو،په پنډوپنډو کتابونو چاپولو یې نازوي، دوی د پښتو ژبي اوملي تاریخ(ډېرمثالونه لرو ،خو د چا نوم هم نه اخلو) سوچه توب یا اصلیت بدلولو رابدلولو کي تجربه کار او تنخوا دار سړي وي :

په سیاسي حواله ددې کوم اخلاقي جواز لټول ګران کار ښکاري چي ورسره ویې منو چي دپښتون قومي تحریک دمشرانو دا اساسي اوبیړنۍ اړتیا وه چي پاکستان ورسره ومني :

لاکن دافغانستان سره دګډون امکانات که نه وو روښان پښتونستان باندي خو خبره کېدلی سوه ؟

خو دا د پښتون قومي تحریک په خصوصیت سره دباچاخان کامیابه حکمت عملي وه چي دسیاسي مبارزې سره یې دژبي او ادب ابلاغ ته عملي بڼه ورکړه هم دا دوره  دپښتو ادب او ژبي د غوړیدو دوره وه ډرامه ،لنډه کیسه او نظم درې واړه د ودي پړوانه بیړني کوي او د ساده ولس دشعور اوفکري روزني په لاره کي مثبت اغیز درسترګو کیږي :

پښتو لنډه کیسه خوکټ مټ په همدغه دوره کي همه ګیریت په دایره کي ورداخلیږي همدغه دوره ده چي په پښتوکي دنوي ترقي پسند ادب دتخلیق لپاره ادبي تحریکونه رامنځ ته کیږي او اولسي ادبي جرګې اساسي بدلونونه دغزل ،لنډي کیسې ،نظم ،ازاد نظم لږوډېر دناول په وسیله رامنځ ته کړو دنوو لیکوالو یوبهیریې د ادب لور ته متوجه کړل :

اجمل خټک،سیف الرحمن سلیم ،قلندرمومند ،اندیش صاحب ،قمرراهي ،خیبراپریدی هم په لنډه کیسه کي مهدي شاه مهدي، زیتون بانو ،طاهراپریدی اوپه ناول کي رسا ،تاج سعیدخټک خلګو په ډېر شوق سره لوستل هم به یې پښتو ورڅخه ایزده کوله :

په جنوبي پښتونخواکي برعکس هم که عبدالصمدخان اڅکزي هڅه کوله خلګوته یې دمریتوب په خلاف دپاڅون ږغونه به کول کلي په کلي به ګرځېدو په پښتنوکي به یې دغلامۍ د زولنو دماتولو شعوررابیدارهولو هم به یې دقلم او دمطبوعاتو په وسیله پښتوژبه غني کوله خو خان په دایمي توګه ددې جوګه پاته نسو چي په  پښتو ژبه کومه ورځپاڼه یامجله روانه وساتي لکه څه ډول چي باچاخان (پښتون) روانه وساتله اونه تراوسمهاله پښتونخوامیپ دپښتو کومه ورځپاڼه اومجله تراوسمهاله لري اوشاید اینده یې هم په پام کي ونلري :

انساني او ادبی ایمانداري هم دا ده موږ پښتنو سره په مستعمره سیموکي (کوټه اواطراف) پښتو بیخي د ورکېدو په حالت کي پاته ده ،دپښتو ادب د اوسمهاله څوغټانو نومونه یادکړم چي په کورونو کي دخپلو اولادونوسره په اردو اوانګرېزي خبري کوي ؟

دپښتوژبي الف،با قاعده به چیري پیداکړم ،غواړم چي مطالعه یې کړم سبامي دایم.اې (ماسټري) پښتوپرچه ده !

په داسي یو زړه چاودون حالت کي ژبه ساکښه ساتل فکرکوم همدغه دلیکوالو ډلي دي هست ونیست لاس او پښې وهي خو داهم ستم دی کتابونه چاپیږي اومفت ویشل کیږي ،دپښتو کتاب دمارکیټ نشتوالی(په مستعمره برخوکي ) کېدلی سي خودکتاب دمتوع توان هم مهم پامیږي دنن لوستونکي زیرک دي دډېرو ژبو مطالعه لري هم یې کوي او ورسره خپل یوتحلیلي ذهن هم لري :

دپاکستان دجوړیدو وروسته د اردو ژبي په رغونه اوپراختیاکي دهند اردو ژبو او د دوی تخلیقات اساسي رول لرلی دی هم هغه تسلسل تراوسه ساتل کیږي ،دپنجابي ژبي په نړیوالو غونډو کي یودبل سره هراړخیزي مرستي کوي او د لاهور اردو ادب مارکیټ خو ودان هم د دې هندي لیکوالو په آثارو دی هم دهند اوپاکستان ترمنځ کتاب یو پراخ تجارت پامیږي :

دډهلي او د لاهور ترمنځ دسفري آسانتیاوو، لکبله اردو ژبي لیکوال په ادبي غونډو مشاعرو اودموسیقي په محفلونوکي تګ راتګ کوي دپردیتوب واټنونه رالنډوي لاکن زموږ دجنوبي پښتونخوا اوکوټي لیکوال او نور اړوند دمطبوعاتو مسولین دې پیښي ته یا خوجدي نه یو یایې ملي مسولیت نه پاموو:

که دهند اوپاکستان ترمنځ (امن کي آشا) په نوم اردو ژبي لیکوال اورسنۍ دهند اوپاکستان ترمنځ د ورورولۍ اوخپلوۍ ږغ پورته کولی سي په ازادانه توګه ګډي غونډي مجلسونه اوهنداو پاک په نوم مشاعرې جوړولی سي ،دبس سروس انتظام کولی سي ،ډلي ډلي تاجران ځي راځي نو دا موږ پښتانه ولي د افغانستان سره داسي اړیکي اومناسبات نه جوړوو،یاافغانستان دپولي د دواړو غاړو پښتنو ترمنځ داسي روابط ولي تراوسه په پام کي نلري :

یوازي دکندهار دولتي مطبوعات که په مقرر ډول جنوبي پښتونخوا ته ور رسیږي د(گ) او (ګ) لاحاصل موضوعات به هم تکرارنسي :

ددې خبري په کولو کوم باک نکوم چي ددې منحوسې کرښي د دواړو غاړو پښتنو ترمنځ هم بېګانګي هم نفرت او هم بې ځایه تعصب شتون لري اوس چي د کرښي د دواړو غاړو پښتانه رنځور قبیلویت ذهني سپین ژیرتوب ته ګمارلي دي نوپه داسي یوحالت کي ملي وحدت اوملي روحیه پیاوړي کولو لره اړینه ده چي دکرښي د دواړو غاړو لیکوال شاعران، لیکوال، ژورنالسټان او د پښتو یوشمېرویبپاڼي کولی سي یوه داسي زمینه مساعده کړي نورکه نه وي دا د بېګانګۍ اوبې ځایه تعصب او نفرت فضا خو د میني ، ورورولۍ په فضا اړولی سي د قامي شعور د رابیدارهولو یوتحریک خوپه خلګو کي رابیدارولی سي د جنګ اوکرکي دا ژبغړانده لمبې خوپه امن اوسوکالي بدلولی سي .

عصمت الله زهیر پښین

2 thoughts on “د بېګانګۍ دا احساس مي ترمنځ ورکېدلی هم سي؟ – عصمت الله زهیر”
  1. Dear my Pashtun brother,

    Sta da ahsas nan da aksara Pashtun sara dai. Somra chi pashtun talim wakri pa amagha andaza ba da khpali zhabi aw hoyat pa arzakht poi shi. Da zma sta aw har Pashtun chi har chirta wi da wazifa da chi da khpal awlad ta wa wayo chi Pashto zhaba da, Pashto waqar dai aw Pashto mor da.

    Da pakhtani ahsas na di deera mana aw khodai di Pashtun walas ta taso ghondi no aliman pa nasib kri

ځواب ورکول سروش احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *