تاند- په کابل کې نن په هوايي ډزو او ګډوډۍ کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۵ نور ژوبل دي.

په کابل ښار کې هر کال په دې ورځ لوچک او بې بنده وباره خلک راوځي او ښاریانو ته مزاحمت جوړوي.

نن په ښار کې ګڼې ترافیکي پېښې هم شوي او په ټولو کې بې بند و بارو کسانو رول درلود.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې یو تن ۲۱ کلن ځوان، چې فریدون نومېده، هغه مهال ووژل شو چې د ښار په ۱۱ ناحیه کې د نوموړي په کور کې مرمۍ ولګېده. د دغه وزارت په وینا ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هوايي ډزې د شهید د ورځې په مناسبت کولې.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پولیسو ته ویل شوي چې هغه کسان ونیسي چې هوايي ډزې یې کړي او د کابل ښاریانو ته یې مزاحمت پېښ کړی دی.

خو ښاریان وايي چې په کابل کې د پولیسو او د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خپلوانو پرته بل څوک ډزې نه شي کولی.

د ښاریانو دا ادعا ښايي بې ځایه نه وي ځکه چې نن د لویې جرګې په خیمه کې ثابته شوه چې د کرزي او نورو چارواکو په ګډون غونډې ته د راغلیو کسانو اکثریت همدا ډول کسان ول.

0 thoughts on “د بې بندوبارو کسانو په هوايي ډزو په کابل کې یو تن وژل شوی او ۵ نور ژوبل دي”
  1. د ا د پشتنو غیرت دی ولی پشتانه شهیدان نه دی ورکری باید یو لاس ددغو خرو په مقابل که تینکه مبارزه وکرو

  2. دوستانو دی لنډغرو سر ه ګډ حکومت جوړول افغانستان لوی کندی ته غورځوی،دوی ماته خوړلی چي ماته بايد ومنی ،ددټاکنويو اساسی اصل دی،

  3. د انتخاباتو په ورځ چی د افغانستان زړورو او غیرتمندو خلکو ښاغلی جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړه مقصد یی دا وه چی له همدغو بدمرغو نه خپل نفرت ښکاره کړی. د افغانستان خلک نه غواړی چی دا اوباشان اوسقاویان بیا قدرت ته ورسیږی. دوی دا دیارلس کاله د افغانستان ټول واک په لاس کی لری او هغه نخری یی وکړی چی اول سقاو ته یی شاباسی وویلی. د دریم سقاو اودلا اودلا پاچاهی به له دی نه هم بدمرغه وی. سقاویانو په اثبات ورسوله چی حتی د خپل کاذب پیغمبر د مرګ په ورځ به هم جنایتونه سرته رسوی او مشرانو سپکاوی به کوی. د احمدولی مسعود اعترافات د تیاری خپرولو تلویزیون کی زمونږ د خبرو ښه مصداق کیدای شی.

  4. ددی پیشو مسوولیت د کابل د پولیسو په غاړه ده د نظم ساتل د پولیس وظیفه ده د یو څو محدو لنډغرو محنوی کیدونکی وه خو پولیس خپله وظیفه سلیقوی اجرأ کوی باید د کورنیو چارو وزارت د کابل د پولیسو څخه جدی پوشتنه وکوی او د عسکری د جزا د قانون د
    وظفوی غفلت يه ماده یی محاکمه کړی

  5. دغه لنډغر جنګي جنايتکار نه يواځې دطالب په مخ کې د خپل قدرت
    لپاره جنګېدلی بلکې له نورو سره هم لکه له هزارګانو، اوزبکو او
    ګلبدين سره هم جنګېدلی خو له طالبانو سره یې جګړه له ايتنيکي کبله
    وه !
    د مسعود د پلويانو اوس هم له پښتنو څخه بد راځي او نه غواړي چې
    پښتانه په دولت کې اساسي ځای ولري !
    له صليبي حملې وروسته دا موقع دخلا په وخت کې د مسعود پلويانو ته
    برابره شوه چې خپل دروس مذدور او د نصرالله بابر شاګرد احمد شاه
    مسعود په پښتنو مذدورانو لکه کرزی ، احدي او نور یې دملي اتل په
    نوم ومني خودافغانستان اکسريت به دغه ملي خائن هيڅ وخت دملي
    اتل په نامه قبول نکړي اوتل به یې ملي خائن بولي !

  6. دوستانو کوڅه ډبی سپی مو ولیدل هری خواته وغپیدل دغه بی وجدانه دغه فاسدترین دخلکو دولت غواړی دغه بل فاسدترین ددنیا کمیسیون انتخابات ورته سیل کوی او جناب محترم کرزی صاحب چه ددغه ټولو بد بختیو زیږنده ده هم تماشه کوی ولی ؟کرزی صاحب تر اوسه بر حال ریس دولت یی دافغانستان په سطخه ګډوډی بی نظمی قتل دګدای بی حده شمیره په سړکو کی په کوڅو کی ماشومان ژاړه او فریاد او ګدای کوی خلک دلوږی دلاسه په غله شروع کړی او تاسو ؟ایا همدغه حالت تاسی غواړی چه خلک ددرپهدر ګدای ګر اوذلیله شی دعبداله همدغه ارمان دی نو که دغسی خواستونه او دملت بر بادی دملت دماشومانو او خوار غریب ذپل وی نو دخدای لعنت پر تاسو وایو مرګ پز کمیسیون -مرګ په عبداله او دده بدماش ټیم باندی اولین مسول دبد بختیو دکمیسیون اعضا دی دغترته یی باید اور واچول شی او ټول پکی لولپه شی ولی حقایق پټوی تر کومه برنده اعلام کړی او نندری پای ته ورسوی دخدای مخلوق یی او که دعبداله دبنده په جال کی څان اسیر بولی ولی اهغه لوی رب او خالق په مقابل کی به څه څواب ولری بیا هم پر تاسو لعنت وایم

  7. دغه بد بخت کمیسیوم دغه ډارن کمیسیون دغه اجیر او بی صلاحیته کمیسیون ولی دلمر په ښان رڼا او څرګند ی پایلی نه اعلاموی چه نندری پای ته ورسیږی حساب دتاخیر به هرو مرو درسره کیږی تاسو هم دملت په بد بختیوکی خپله بقا غواړی دخدای غضب درته غواړو ډارنو مزدورانونن ده او که سبا دغه ملک دی دزرغونشاه

  8. په کابل ښار کی د مختلفو وسلو نمایش تر سره شو او هم یی پری د امتحان لپاره ازمیښت وشو او د شهیدانو په ورځ یی نور شهیدان زیات کړل ، خو داسی څوک پیدا نه شو چی د ددی خلکو څخه د وسلو نمایش د لایسنس او د وسلو د ازمیښت پوښتنه وکړی، د کورنیو چارو وزارت او امنیت مسوولین هم په سترګو ړانده دی دغه درنی وسلی نه ګوری او یوازی په کلکو ټکو یی غندی، یوازی په غندلو کار کیږی؟؟؟
    هه!
    د ولسی جرګی ریس هم په کلکو ټکو وغانده. ولی یی د وسلو او قاتلینو د نیولو امر ورنکړ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول Majboor Mahajer ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *