د یوه جوړ شوي پلان له مخې په پېژند پاڼو کې د افغانیت او اسلامیت کلمه نه راځي. له تیرو څو کلونو راپه دې خوا دولت د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش خبره کوي خو د ځینو مواردو له مخې تر اوسه ندی توانیدلی چې دغه د ویش لړۍ شروع کړي او خلکو ته بریښنایي پیژند پاڼې ورکړي تیر کال د د ليندۍ پر (۵)مه نېټه د مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې د هویت له تذ کرې (پیژند پاڼې) څخه دي د افغان او اسلام يا (مليت)او (دين) کلیمه لیري کړای شي.

په هېواد کې یوه خاصه ډله د یوه جوړ شوي پلان له مخې ځکه له پیژند پاڼو څخه د افغانیت او اسلامیت د کلمې د ایستلو هڅه کوي، دوی پوهیږي چې پښتانه له دغه دوه ټکو سره ډير حساسیت لري او که دا دوه ټکي په پیژند پاڼه کې وجود و نه لري پښتانه به ددغه پېژند پاڼو له اخیستلو څخه ډډه وکړي په هېواد کې چې نفوس شمیرنه به د همدغه پیژند پاڼو د شمیر له مخې تر سره کيږي دغه مشخصې کړۍ ته ددې زمېنه برابروي چې خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته دا ښکاره کړي چې د هېواد اکثریت نفوس پښتانه نه بلکه یو بل څوک دي.

فرض کوو که چیري همدغه پریکړه په افغانستان کې عملي کیږي نو افغانان به دځمکې په سر لومړني انسانان وي چې نه به خپل مستقل اسلامي تشخص لري او نه هم ملي هویت حال داچې د نړۍ په مخ هیڅ داسې ملت او قوم شتون نه لري چې هغه دې د دغو دوو اساسي مشخصاتو لرونکی نه وي. پدې وروستیو کې د هېواد جمهور رییس اشرف غني هغه قانون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې به په هېواد کې د بریښنایي پیژند پاڼو د وېش لړۍ پیل شي. د افغانانو له پیژند پاڼو څخه د مذهب او هویت لرې کول په مجموع کې د ټول ولس او هیواد د لرې کولو په معنا ده . افغانستان د افغانانو ټاټوبی دی او د افغان هویت له منځه تګ د افغانستان له منځه تګ دی.

افغانان د نړۍ په مخ ترټولو هغه غیرتي ولس دی چې د خپل دین او افغانیت د ساتنې لپاره یې تربل هرچا ډیرې قربانۍ ورکړې ، همدغه توریالی او غیرتي ولس به په هیڅ ډول د اسې پریکړه ونه مني چې په هغه کې د دوئ اسلامیت او هویت زیانمن کیږي

4 thoughts on “د بې هویته تذکرو وېش پیلېږي/حسیب الله”
  1. دا چی نوی تذکری یا پیژندپاڼی د محتوا له خوا کمبود او نواقص لری داپرځای خبره ده خو مونږ هریو د یوه افغان په توګه مجبور او مکلف یو دا مهم او اساسی سند چی د هیواد مقننه قوا تصویب کړی دی او د ښاغلی جمهور رییس له خوا توشیح شو ، واخلو او د هغه په واسطه له هغو حقوقو او وجایبونه ګټه واخلو ، کوم چی د دی سند په درلودلو سره لاسته راوړی شو.
    د تذکری په درلودلو سره په راتلونکو انتخاباتو کی پراخه برخه واخلی او ښه ښایسته او ګلالی پوه ، وطندوسته ، افغان مین او مسلمان وکیلان پارلمان ته انتخاب کړی چی هغوی بیا مونږ او تاسو ته ښه قوانین تصویب کړی .
    وضعی قوانین تل د تغییر په حال کی وی او که ضرورت ورته پیداشی او منطقی دلایل څوک ولری ، پورتنی قانون ته هم تغییر ورکولی شی.
    که څوک تذکره ونه لری ، هغه د دولت په ارګانونو کی کار نشی کولای، د عسکری نظام ته نشی داخلیدلی، کور او مځکه نشی اخیستلی ، په انتخاباتو کی شرکت نشی کولی، په ښوونځی او پوهنتون کی زدکړی نشی کولای او له هیواده باندی یا بهر بل هیواد ته سفر نشی کولی او په سلګونو نور امتیازات له لاسه ورکوی ، بنا د تذکری اخیستل سل په سلو کی ضروری او حتمی دی. هر افغان باید خپل ځان، د کورنۍ ټولو غړو ته که نارینه وی او یا ښځینه تذکری واخلی. خپل هویت په میړانه ثابت کړی او له امتیازاتو یی ګټه او بهره واخلی. زما افغانیت او اسلامیت په هرحال سره ثابت دی او هغه له ما نه څوک په هیڅ قیمت نشی اخیستلی.

  2. دقدرمن اومعزز ورور حضرت سهاک څخه مننه چی هیوادوال یی ډیری مهمو نکاتوته متوجه کړل . رښتیا هم چی دایوسترخیانت دی چی نن له تذکروڅخه دین اوملت ووځی خوداځل به مونږ بیا دغه دین اووطن پلورونکوته داپه ثبوت ورسوو چی مونږ دغه دزهرو ګوټ کوو خو په اینده کی به په سیاسی ډګر کی داسی ماته انشا ء الله درکړو چی په تاریخ کی به مویادوی . انشاء الله هغه ورځ لری نده چی یوسوچه اسلامی نظام دکوم لپاره چی مو یونیم میلیون شهیدان ورکړی په افغانستان کی راشی اوموجوده فاسد نظام ختم یا اصلاح شی اومفسدین اودین اووطن پلورونکی په اسلامی محاکموکی محاکمه شی اوپخپله سزاورسیږي اوداهلته ممکنه ده چی مونږ ټول دتذکروپه اخستلوکی پوره برخه واخلو اونور هم ورته تشویق کړو ځکه چی نن اکثریت په افغانستان کی مظلوم دی خوانشاء الله چی ظالمان به ددی ایت مصداق وګرځی : ولاتحسبن الله غافلا عما یعمل الظالمون انما یوخرهم لیوم تشخص فیه الابصار . اودرسول الله صلی الله علیه وسلم ددی حدیث :
    ان الله لیملی للظالم حتی اذااخذته لم یفلته .
    دیوسوچه اسلامی نظام په هیله

    دکتور بصیرت

  3. ښاغلی حضرت سهاک صیب
    وروره تبصره دیی دیره اوږده کړیده نن سبا هر افغان دتذکرو په گته او تاوان پوهیزی٬ دااوس هم تذکری شته که دچا تذکره نه وی کولای شی چه تذکره واخلی٬ مگر دانوی بی هویته سیاسی تذکره باید دافغان بچی وانخلی٬‌ ښاغلی حسیب الله صیب درته روښانه دلایل لیکلی دی او باید نور پوه شو٬ که څوک دتذکرو په دفتر کی مقرر وی او معاش یی بندیږی باید دمعاش بله چاره ولتوی نه دا چه خپل وطن په پردو خرڅ کړی‌.

    محمدالله

  4. دتذ کری عنوان دی
    د افغانستان د اسلامی جمهوریت
    د کورنیو چارو وزارت
    د تابعت تذکره

    دلته که زیر شو ټول شیان داضح شوی دی چه د افغان ملت یی دین پکی اسلام دی نو بیا ولی یو تعداد مغرض خلک داسی لیکنی کوی

    په درناوی

ځواب ورکول محمدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *