د افغانستان په سیاسي حاکمیت کې چې په یوه دولتي مقام په ځانګړي ډول دحکومت په راس او مثلث کې چې څوک قرار لري او د ولس له اړخه ورته رایه ورکول کېږي، داسې انګېرل کېږي چې ګواکې همدا د همدې قومونو استازې دي. دا انګېرنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په خپله د قومونو ترمنځ اصلا هیڅ توافق او ټاکنې نه دي شوي چې احمد یا محمود د فلاني قوم استازی دی او یا د ټول قوم په اتفاق د همدې پوسټ لپاره وړاندېز شوی دی.

کله چې د ولسواکۍ موضوع مطرح کېږي، اصولا هلته د قومیت موضوع په بشپړه توګه منتفي ده، او د تابعیت او ښاروندۍ پر بنسټ هر منتخب او منتسب وګړی د ټولو قومونو، مخالفو او موافقو استازی دی او له ټولو سره به برابر دی. ښاغلی ډاکټر اشرف غني همدا باور لري چې هیڅ افغان له بل افغان څخه برتر نه دی او هیڅ افغان له بل افغان څخه کمتر نه دی.

متاسفانه دا د قومونو پر بنسټ د حکومت د ویش مفکوره هغه وخت لا پراخه شو چې د ۲۰۰۱ میلادې کال د ډیسامبر دمیاشتې د بن د کانفرانس په ترڅ کې چوکۍ د قومونو پر اساس ووېشل شوې او همدا ویشل د قومونو د ویشلو لپاره یوه پیلامه وه. له بل پلوه دې ویش ځینی قومونه پر نورو قومونو برتر معرفي کړل او ځینو ځانګړو قومي ټېکدارانو، متعصبو کړیو، بېروني حلقو، زورواکو او سیاسي دلالانو ته دا بهانه هم په لاس ورغله چې وروسته له دې یوازې همدوی د خپل قوم استازې دي. د بن د کانفرانس د پرېکړو سره سم ۳۰ کسېزه موقته اداره جوړه شوه چې د مسدس په لاندینې ترکیب یې د هېواد چارې پر مخ بېولي.

یو رییس او یو په مالي چارو کې مرستیال – پښتون

په دفاعي چارو کې مرستیال – تاجک

یوه د ښځو په چارو کې مرستیاله او یو د پلانګذاري په چارو کې مرستیال – هزاره

د اوبو او برېښنا په چارو کې مرستیال – ازبک

بالاخره د ۲۰۰۳ کال د ډیسامبر له ۱۳ نېټې څخه د ۲۰۰۴ کال د جنوري د میاشتي ت�� څلورمې نېټي پورې داساسې قانون د لویې جرګې د لسو کمیټو د پرېکړو په نتیجه کې اساسي قانون جوړ شو. ددې قانون په لومړي فصل اوڅلورمه ماده کې داسې راغلي دی: (( د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یی، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دي.))

همدارنګه د اساسې قانون په درېیم فصل او شپېتمه ماده کې راغلي دی: ((جمهور رییس دوه، لومړی او دویم مرستیالان لري.)) او بیا لیکي: ((ﺩ ﺟﻤﻬـــﻮﺭﻱ ﺭﻳﺎﺳـــﺖ ﻛﺎﻧﺪﻳـــﺪ ﺩ ﺧﭙﻠـــﻮ ﻣﺮﺳﺘﻴﺎﻻﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﺩځان ﻟﻪ ﻛﺎﻧﺪﻳـﺪﻭﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﻳﻮ ځای ﻣﻠﺖ ﺗﻪ ﺍﻋﻼﻣﻮﻱ.))

د افغانستان د ولسمشرۍ په دوو انتخابي دورو کې کله چې د اساسي قانون مطابق ټاکنې ترسره شوې او زموږ تاجک وروڼه چې یو ځلي محترم احمد ضیا مسعود او بلي کرتې مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم د ولسمشر مرستیالان او له هزاره وو څخه محترم استاد کریم خلیلی مرستیال وو، هیچا د نورو معززو او لویو قومونو د نه استازیتوب خبره وکړه. په اساسي قانون کې د ۱۳ قومونو نومونه ذکر شویدی او دولسمشر په ګډون دمثلث د هیڅ یوه غړی په اړه دا نه دی راغلي چې باید د کوم خاص قوم څخه وي. آیا دا معقول، منطقي او عملي دی چې د ۱۳+ کثیر الاضلاع ترکیب د ملي یووالي تضمین کوي او په هېواد کې اصلاح او تغییر راولي؟

د ۱۳۹۳ ولسمشریزو ټاکنو په وخت کې چې کله د تحول او تدوام د ټیم په ګډون نورو نوماندانو له مختلفو قومونو څخه خپل مرستیالان ولس ته ور و پېژندل نو یوازې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ټکټ دا نیوکې پیل شوي چې نوموړی په خپل ټکټ کې تاجک نلري. دا په داسې حال کې چې د ځینو نورو نوماندانو په ټکټ کې هم تاجک نه ول او د ځینو په ټکټ کې ازبک نه ول.  نو بیا ولي په ټکټ کې د تاجک په نه شتون نېوکې کېږي؟ په تېرو دوو انتخابي دورو کې په همدې مثلث کې د ازبکانو او نورو وروڼو قومونو هیڅ استازی موجود نه وو، اما دا په دې مانا نه وو چې موږ ملي یووالی نه درلود او یا د یوه خاص قوم استازی نه وو. هرڅوک چې د افغانستان ولسمشر، مرستیالان، وزیران، وکیلان او والیان وي، هغه د ټولو افغانانو او ټولو قومونو استازې دی. د قومونو پر اساس ويش دولت په سهامي شرکت بدلوي. د ولسمشریز ټولو تېرو ټاکنو دا ښودلې ده چې هیڅ یوه کاندید له یوه قوم او یا یوې سیمې څخه رایه نه ده اخیستي، بلکې د افغانستان له هر ګوټ او هر قوم څخه د خپل محبوبیت پر اساس رایه تر لاسه کړېده.

د اسلام، اساسي قانون، تابعیت او ښاروندۍ د اصولو مطابق د ولسمشر په ګډون د دولت هیڅ انتخابي او انتسابي وګړی باید د قوم پر اساس و نه ټاکل شي، بلکې د اهلیت او چاچې د ولس ډېره رایه خپله کړه، و ټاکل شي.

د اساسې قانون په ۶۲ ماده کې د ولسمشر او مرستیالانو لپاره په ۷ شرطونو کې په یوه کې هم د قوم او ژبي شرط نه دی راغلی.

د تعجب خبره داده هغه څوک چې د شهروند (ښاروند)، جهاد، اسلامي امت، مدنیت، همګرایي، اعتدال او برابري شعار ورکوي هغوی د تحول او تداوم د ټیم په ټکټ د تاجک په نه شتون نېوکې کوي کوم چې هم د اساسي قانون او هم ددوی د شعارونو خلاف نېوکه او غوښتنه ده.

 له بل پلوه د افغانستان قومي او جغرافیايي ترکیب داسې دی چې هیڅوک دا دعوه نشي کولای چې نوموړی د یوه خاص قوم په رایو راغلی دی او یا د یوه خاص قوم استازی دی. د افغانستان غښتلیتا، قوت او ملي وحدت په همدې کې دی چې ولسونه په طبیعي ډول د قالیني په شان اوبدل شویدي او پرې ناست ټول خلک ورڅخه یو ډول ګټه پورته کوي او د یوې قالیني ډول ډول ګلان دي. هیڅوک د هیچا استازی نه دی او هرڅوک د هر چا استازی دی. دا استازېتوب نه په مثلث، نه مخمس، نه مربع، نه مسدس، نه هفتاګون، نه اوکتاګون، نه نیناګون، نه دیکاګون، او نه په کثیر الاضلاع ترکیب حلېږي. دا ټولې ناقانونه، غیر اسلامي او غیر مدني غوښتنې دي چې حل یې یوازې د ولس د رایو احترام، ولسواکۍ او د اساسي قانون چوکاټ دی. د تاجکو په ګډون د ټولو قومونو رښتني استازې هغه څوک دی چې همدا مثلث په داسې چترۍ بدل کړئ چې ټول قومونه په ږلۍ، لمر او باران کې ورته پناه وروړئ او ځان هوسا کړئ.

3 thoughts on “د تاجکو رښتینی استازی څوک دی؟ – محمد حلیم فدایی”
  1. او که بیا د قومیت مسله وی نو ډاکتر عبدالله خو هم ځان ته پښتون وایی او بل مرستایل یی محمدخان هم پښتون دی چی یواځی یوه مرستیاله یی حبیبه سرابی د هزاره قوم نه ده . پدی اساس دلته هم د تاجیکو نماینده نشته. او که په فارسی خبری کول مطرح وی د ښاغلی زلمی رسول په ډله کی خو یو پښتوژبی هم نشته دلته هم د پښتنو نماینده نشته. د ښاغلی احمدزی په ډله کی خو لږ تر لږه د دریو قومنو او دریو ژبو استازی شته چی تر نورو به لږ ښه وی. بل داچی ډاکتر عبدالله او زلمی رسول د مسلک له لحاظه د طب ډاکتران دی او سیاست یا حکومت داری د حقوقو، سیاسی علومو او سیاسی اقتصاد له مسلکونو نه دی چی په دی اساس ډاکتر اشرف غنی احمدزی له خپل مسلک سره سم کاندید دی. او که مسلک مهم نه وای نو پورتنی رشتی به د پوهنتون په چوکاټ کی نه مطالعه کیدی او هر څوک چی زور و هغه به واک چلاوو.

ځواب ورکول h.zmary ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *