د تاريخ ننداره د ډاکتر مبارک علي کتاب دی، چې پښتو ژباړه يې اسدالله غضنفر کړې.

دا کتاب مخکې په ۱۳۸۸ کال کې چاپ شوی او خلاص شوی و، اوس مازيګر کتاب پلورځي  په نوې بڼه او ښه صحافت د دویم ځل لپاره چاپ کړ.  کتاب  ۲۵۶ مخونه لري چې د تاريخ د حيرانونکو  او په زړه پورې پېښو بيان کوي.

د کتاب ژباړن په خپلو خبرو کې وايي چې؛ ډاکتر مبارک علي د موضوع په انتخاب کې ډېر تکړه دی او معمولاً په تېرو زمانو کې يوه داسې موضوع د بحث لپاره انتخابوي چې د اوسنو ستونزو د حل لپاره پيغامونه پکې مومو.

ډاکتر مبارک علي هڅه کړې ده چې د تېر ژوند په هغو اړخونو هم بحث وکړي چې له سياسي قدرت سره يې خاصه رابطه نشته، مثلا په دې کتاب کې د قبرونو د ډبرليکونو په باره کې يا د ګلبازۍ د تاريخ په اړه هم خبرې شوي دي.

د کتاب کمپوز نصرت ارمان او ډيزاين  صادق الله صادق کړی. تاسو کولای شئ چې دا ګټور کتاب د مطالعې لپاره انتخاب او له مازيګر کتاب پلورځي  ترلاسه کړئ.

One thought on “د تاريخ ننداره چاپ شوه”

ځواب ورکول afghan1 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *