استاد شهسوار سنګروال
جنرال مومن چې د دندې ډېره برخه يې د هېواد په سرحدي سيمو لکه ننګرهار، نيمروز او بيا وروسته په حيرتانو کې تېره کړې وه، د هغې کرکې اوعقدې له مخې چې شهنواز تڼي، دی له دندې ګوښه کړ او بيا د يعقوبي په مرسته نجيب الله ته معرفي شو، اوپه حيرتانو کې په دنده وګمارل شو، نوموړی په دې لټه کې وه چې د يوه توکمپال تاجک په توګه څرنګه خپلې موخې ته ورسېږي؟
د حيرتانو ښارګوټي چې اقتصادي، سياسي او لوژيستيکي ارزښت درلود، ده په ډېرې اوښيارۍ نه يوازې ګوند او دولتي چارواکي ځانته متوجه کړل بلکې يو شمېر تنظيمي وسلوالې ډلې هم ځان پسې راکاږلې.
نوموړي هغه سياسي سازمانونه چې له پښتنو سره يې له پخوا نه توکميزو ناندريو ته لمن وهله لکه سازا، سفزا، ګروه کار او نور په مهمو دندو وګمارل.
ده خپل ځان د وسلو او پيسو له لارې دومره پياوړی کړی وو چې نه يوازې د نجيب الله درې پرلپسې فرمانونه ونه منل بلکې هغه ته به يې سپکې سپورې ويلې.ان تر دې چې د حيرتانو په «سې راهۍ» کې له جنرال تاج محمد سره په لفظي اخ او ډب کې ښکېل شو.
نجيب الله د دې لپاره چې د شمال پېښې کابو کړي وي د «۲۵» زره په شاوخوا کې خپل باوري وسلوال چې ډېر يې پښتانه سرتېري ول مزار ته واستول.
ان تر دې چې درې څرخي الوتکې هلمند ته پلان کړې چې د جبار قهرمان وسلوال کابل ته را ولېږدوي، خو جنرال عظيمي هماغه پلان شوې الوتکې په پټه شمال ته واستولې چې د دوستم ځواکونه د کارمل د ډلې په سپارښتنه کابل ته را ورسوي.
د کارمل ډله چې دواړو غاړو ته فعاله وه، داسې يې مومن او دوستم ته تر غوږه کړه چې نجيب الله دومره په «فاشستي او ناسيونالستي» ناروغيو اخته ده چې په تاجکو او ازبکو باور نلري ۲۵ زره پښتانه سرتېري د دوستم او مومن د ځپلو لپاره شمال ته را لېږلي دي.
بيا نو جنرال دوستم د پيګير په سپارښتنه او جنرال مومن د کاوياني په ښودنه يو د بل مرستې ته په ډاګه را ودانګل.
د جنرال رفيع او جنرال عظيمي لېږل شمال ته چې ګني د دولت ياغيان له بغاوت او اړدوړ نه راوګرځوي، نه يوازې د دوی هڅې بې ګټې وې بلکې عظيمي چې د کارمل د ډلې له ډېرو باوري کسانو څخه وه پاڅون والو ته په ټينګه وويل چې خپلو غوښتنو ته زور ورکړي.
د هغوی غوښتنې ښکاره وې، چې هغه د اڅک، جنرال تاج محمد او د نجيب الله د نورو پلويانو ګوښه کېدل ول.
عظيمي د خپل رهبر کارمل په سپارښتنه چې خپل غچ او کسات يې له هېواد نه واخست،له ولسمشر نجيب الله سره د خپلې ليدنې په تړاو کښلي دي چې، زه جمهورريس د دلوې په ۲۹ نېټه (۱۳۷۰ کال) د ماسپښين په درې بجو وغوښتم او له روغبړ نه وروسته مې ورته وويل:
جنرال دوستم د انقلاب په ټوله موده کې، د هېواد له خپلواکۍ او د خاورې له تماميت نه دفاع کړېده،… اوس هم د سالنګ، کابل حيرتانو لويه لاره ساتي… ښه به وي چې د دوی وړانديزونه واورېدل شي… جمعه اڅک کابل ته وغواړئ، ستر جنرال يې کړئ… او زما په ځای يې وټاکئ. رسول بې خدا هم وغواړئ او د مومن له لنډ پارۍ نه تېر شئ.
نجيب الله ډېر باوري کس جنرال رفيع شبرغان ته واستوو چې دوستم د ده پر وړاندې ونه درېږي، هغه د پخوا په څېر هماغه وړانديزونه ورته مخته کړل او هغه هم په پټو سترګو ورسره و منل چې جنرال خوشي وال د جنرال اڅک، جنرال ساپی د رسول بې خدا، او توريالی د تاج محمد پر ځای وټاکل شي.
له دې سره سره شمالي ټلوالې بيا هم په دې ټينګار کاوه چې جنرال مومن بايد نه يوازې خپلې دندې ته دوام ورکړي بلکې د هغه د حيثيت لپاره جمهور ريس يو ځانګړی فرمان د هغه د بيا ټاکلو لپاره ولېږي.
نجيب الله د دې خبرې په اورېدو ډېر غوسه کېږي، جنرال اڅک او رسول بې خدا بېرته مزارشريف ته لېږي چې د تېر په څېر خپلې دندې پر مخ بوځي. د نجيب لومړۍ تېروتنه دا وه چې نوموړي يې له دندو ګوښه کړل او دوهمه تېروتنه يې دا وه چې بيا يې لا ولېږل… له يوې خوا په دغه لږه موده کې خپل نوي او زاړه په دندو ګمارل شوي کسان ډېر بې روحيې کړل، او له بلې خوا شمالي ټلوالې زور واخست، چې بيا يې ماڼوکی منګل، شيخ محمد باور، جنرال عتيق الله، جنرال کاوون، جنرال باقي، جنرال خندان، جنرال عمر معلم، جنرال عبدالله، ګوندي او پوځي يو شمېر چارواکي ديوه پلاوي په توګه مزار ته وليږل.
د دې پلاوي په رسېدو سره ټول پوځونه د تيارسۍ په حال کې وو، او داسې انګېرل کېده چې ښايي د دواړو لورو تر مينځ وسلواله نښته را مينځته شي.
که په شمال کې سياسي او پوځي سيالي روانه وه، بل لور ته پاکستاني چارواکي، له يو شمېر تنظيمونو سره يو ځای په دې لټه کې ول، که چېرې شمالي ټلواله زور له لارې واک ته ورسېږي، دوی به په راتلونکي حکومت کې بې برخې شي، نو ځکه يې خپل ځواکونه د خوست له لارې کابل ته را نږدې کول.
کومه خبره چې ټولو غاړو ته ډېره مهمه وه هغه په کابل کې د لويې جرګې د جوړولو اوازې او انګازې وې چې پخوانی پاچا محمد ظاهر به د هېواد چارې، پر مخ وړي، چې له دې سره پاکستان او ګڼ شمېر تنظيمونه مخالف ول.
نجيب الله چې په وار وار پاکستان ته ګوته نيوله چې غواړي په افغانستان کې وينې تويې کړي بله موخه نه لري. ولې بيا هم نجيب الله د شمال پېښو دومره خواشينی کړی وو چې د پېښو د روان بهير سم جاج يې نشو اخستی.
هلته د شمال ټلوالې هڅې کولې چې د دولت پر وړاندې خپلې جنګي مورچلې پياوړې کړي، دا داسې مهال وه چې نجيب الله د کابل ښار ګوندي فعالين را ټول کړل او په ډېرو لوڅو او بربنډو خبرو يې د افغانستان د تجزيې خبره را پورته کړه، په دوستم، منصور نادري، او جنرال مومن تور پورې کړ چې د ازاد بيک ازبک په لمسون دوی غواړي افغانستان ووېشي.
ده دا خبره هم وکړه چې «دوستم، ما دوستم کړ» او اوس د يو شمېر کسانو له خوا زما په وړاندې لمسول کېږي. د ده د خبرو يو اړخ د کارمل ډلې ته هم متوجه وو.
ولې نجيب مار لنډی کړ، خو له مينځه يې يو نه ووړ. د توکميزو ناندريو سر لاري ګوندونه سازا، سفزا، همدا رنګه په دولت کې د ننه د کارمل ډلې او په بهر کې تنظيمونه په دې هڅه کې شول چې د نجيب الله د واک پر وړاندې ګډ وسلوال غبرګون ته لار پرانيزي.
د پخوانيو اړيکو له مخې سازايانو په وار وار له مسعود سره وليدل. خو هغه يوازې په جنرال مومن ځکه باور کولی شو چې هغه تاجک وو. ولې جنرال دوستم او منصور نادري ډېر د باور وړ نه وو. هغه وخت چې جنرال مومن غوښتل په ۱۳۷۰ کال د حوت په ۲۸ نېټه په مزارشريف بريد وکړي، خپل پلان يې داسې جوړ کړی وو:
د اسلامي جميعت ګوند د علم خان په امر او همد ډول د اسلامي حرکت، د اسلامي وحدت او اسلامي انقلابي حرکت ګوندونه بايد د «۸۰» فرقې په مرسته مخ په مزار وخوځېږي.
له دې نه دمخه د احمدشاه مسعود، دوستم او سيد منصور نادري تر مينځ خبرې اترې پيل شوې وې.
دوستم په دغه مهال د انجنر مهدي سره د نجيب الله پر وړاندې يوه ګډه ژبه پيدا کړې وه. د اسلامي ګوند امر «عباد» هم ورسره ليدنې کتنې کړې وې. له دوستم سره د مهدي، عباد او عاشور پهلوان ليدنې کتنې، مسعود دې ته و هڅوه چې د نادري او دوستم پلاوو ته مثبت ځواب ووايي، خو په دې شرط چې د ده د باور وړ وګرخي چې دوستم فارياب او جوزجان، سيد منصور نادري، بغلان د مجاهدينو په ګټه د دولت له واک نه ازاد کړي.
جنرال سيد عبدالقدوس «سيد» د دوستم او مسعود د پرلپسې اړيکو په ټينګار د نوموړي له خولې کاږلي دي:
«سرپل، ميمنه او جوزجان مې د لومړي پلان له مخې لاندې کړ او د نجيب پلويان مې ونيول. د بغلان او سمنګانو له نيولو وروسته مو په بلخ د بريد پلان جوړ کړ.
له درې لارو مو يرغل وکړ، ۸۰ ومه او ۷۰ ومه فرقې د وطن د پر ورش ګاه له لوري، د وحدت د ګوند وروڼو د چمتال او کود برق، د جميعت ګوند د علم خان او غلام حيدر خان په قومانده ورته بريدونه شروع کړل.»([1])
د سيد منصور نادري ۸۰ ومه قومي فرقه هم د مزار شريف او حيرتانو «درې راهۍ» ته رسېدلې وه.
دولت له يوې خوا د سيال لوري په پرتله دومره جګړه ييزې وسلې نه لرلې چې د هغوی مقابله وکړي او له بلې خوا د نجيب الله، له لوري د جمعه اڅک او نورو تغير او تبديل په پوځي مديريت ناوړه اغېزه وکړه.
دريمه خبره دا چې جنرال عظيمي په هوايي ډګر کې له جمعه اڅک، ماڼوکي منګل او د دولت له نورو پوځي چارواکو سره وليدل، د هغوی ټولې پوځي کمزورۍ يې جنرال دوستم سره شريکې کړې او دا يې ورته وويل چې له هوايي ځواک نه پرته، د دولت پوځي ځواک د دې وړتيا نه لري چې ستاسو پر وړاندې ودرېږي.
د هيښتيا او حيرانتيا خبره خو دا ده چې نجيب الله د کارمل د ډلې يوه وتلي جنرال عظيمي ته څرخي الوتکې په واک کې ورکړې وې چې ګني د شمال ټلواله دې ته وهڅوي چې يوې خپل مينځي روغې جوړې ته ورسېږي. ولې نوموړي لا دې کړکېچ ته لمن وهله او د دولت پوځي کمزورۍ يې ورته په ګوته کولې.
هغه مهال چې د حوت په ۲۳ نېټه (۱۳۷۰ کال) سمنګان د دولت له واکه ووت عظيمي په پلخمري کې وو او پيګير د دوستم په خوا کې ناست وو. لا دغه وخت نجيب الله په دواړو باور کاوه.
لکه څرنګه چې عظيمي ته څرخي الوتکې په واک کې ورکړې وې دا رنګه پيګير هم د دا رنګه امتيازاتو څښتن وه چې يوه پښه يې په کابل کې وه او بله پښه يې په شبرغان کې.
پيګير يو ځل بيا نجيب الله ته سپارښتنه وکړه چې جمعه اڅک او ملګري يې کابل ته وغواړي چې د مزار کلابندي ماته شي، ضروري او اړين توکي له حيرتانو نه کابل ته ورسېږي.
نوموړی پرته له دې چې د پيګير رښتنې څېره وپېژني جمعه اڅک او ملګري يې بيا کابل ته غواړي او پيګير هم د حوت په ۲۳ نېټه د الوتکې په وسيله له شبرغان نه مزار ته راځي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر زر به جنرال دوستم ځواکونه د مزار شريف ښار ته ننوځي او ټولو بدمرغيو ته به د پای ټکی اېښودل کېږي. په پای کې جنرال دوستم مزار ته له خپلو ځواکونو سره را ننوځي او بيا له پيګير او عظيمي سره ګوري چې له حيرتانو وروسته مزار ته راستانه شوي وو.
جنرال عظيمي پخپله دا مني چې زه او پيګير د دوستم ليدلو ته ورغلو، چې د رسول پهلوان په استوګنځي کې مېشت وو.
د حوت په ۲۷ نېټې (۱۳۷۰ کال) د دوستم او مومن ځواکونه د مزار ښار ته ننوتل او په دا سبا يې د اسلامي جميعت وسلوال د مولوي علم او د وحدت ګوند جنګيالي د محقق په مشرۍ ښار ته مخه کړه.
د دغو وسلوالو له خوا نه يوازې د مزار شريف ښارلوټ شو، بلکې د حيرتانو او شېرخان بندرونو کې کوم توکي چې زخيره شوي ول د بانکونو په ګډون ټول د ياغيانو له خوا چور شول. د حکومت يو شمېر پلويان او په دې لړ کې پښتانه مشران پدې نوم چې د نجيب الله ملاتړي دي ونيول شول او زندان ته يې ټېل وهل.
سيد منصور نادري د اسماعيليه فرقې د ملېشاو قومندان په يوې وينا کې وويل:
هغه سوله چې نجيب الله هېواد ته را نه وړه اوس به موږ په ټول هېواد کې سوله ټينګه کړو. ولې برخلاف لومړی مزارشريف چور شو او ورپسې د شمال نور لوی ښارونه… او په پای کې د همدې لويې او ملي غميزې اغېزې تر کابله را ورسېدې چې په پای کې د هېواد اقتصادي پوځي او فرهنګي شتمنۍ د همدې ياغيانو له خوا لوټ شوه او د نجيب الله حکومت لومړی په شمال او وروسته په کابل کې نسکور شو.
د مخه لا د ببرک کارمل ډلې داسې اندېښنه درلوده چې په کابل کې روان کړکېچ به د دوی ژوند تر ګواښ لاندې را ولي دا ځکه چې دوی انګېرل، د نجيب الله يو پلاوی غواړي د حکمتيار سره خبرې اترې وکړي. که چېرې د اسلامي ګوند وسلوال کابل ته را ننوځي دا ګواښ به څو برابره شي. نو ښه به وي چې د دوی د امنيت لپاره دوستم سره وغږېږي. په سر کې د کورنيو چارو او د دفاع وزارتونو نه منله چې جوزجان ملېشې کابل ته راشي. ولې د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل، د ګوند د سياسي بېرو غړو کاوياني او مزدک سپارښتنه وکړه چې هرو مرو د جنرال دوستم ځواکونه کابل ته را ولېږدول شي… عبدالرؤف بېګی په خپل کتاب «افغانستان بعد از پيروزي انقلاب اسلامي» کې کښلي دي چې په ۱۳۷۱ کال د حمل وري په ۲۶ نېټې ما او عالم رزم له لسو (۱۰) الوتکو سره مزارشريف ته راغلو او د جنرال دوستم سره دې پرېکړې ته ورسېدو چې اوه (۷۰۰) سوه تنه وسلوال د جنرال مجيد روزي په قومانده کابل ته واستوو همدا سې هم وشول، پوځونه په موهمو ځايونو لکه د کابل هوايي ډګر او بالاحصار کې ځای پر ځای کړی شول.
نجيب الله چې تر دغه دمه د هېواد د وسلوالو ځواکونو سر اعلی قومندان وو، د شمالي ډټلوالې له دې پرېکړې نه خبر نه درلوده.
په دې تړاو د جمهور ريس سلاکار محمد اسحق توخي ليکلي دي چې: «د حمل په ۲۶ نېټې (۱۳۷۱ کال) په هماغه ګړۍ چې د دوستم ياغي ملېشاوې کابل ته ولېږدول شوې زه حاضر وم چې د کورنيو چارو وزير راز محمد پکتين د تلېفون په کرښه ورته خبر ورکړ. جمهور ريس، جنرال عبدالفتاح ته چې د هوايي او مدافع هوايي قومندان وه تليفون وکړ چې راغلي ځواکونه له هوايي ډګره وباسي او د نورو د راتګ مخه ډب کړي…»([2])
د جنرال دوستم د ځواکونو مخه ځکه و نه نيول شوه چې پخپله د دولت پوځي او ګوندي چارواکي لکه جنرال عظيمي او کاوياني… په دې کودتا کې ښکېل ول، دوی په دې لټه کې شول چې د شمالي ټلوالې پنوم يوه شورا جوړه کړي. که څه هم محقق په ډېرې چټکۍ ځان مسعود ته ورسوه. په سر کې دغه شورا چې پايته و نه رسېده جوړه شوه چې ريس يې احمدشاه مسعود، مرستيال يې محقق او پوځي مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ټاکل شوی وو، دا چې ولې وروسته مسعود له دېنه سرغړونه وکړه ښايي يو لامل به يې دا وو، ده کوښښ کا وه چې په سر کې دوستم د خپلو سياسي او پوځي موخو لپاره و کاروي په ځانګړي ډول د حکمتيار په وړاندې. ولې وروسته پېښو وښوده چې د هغه ترشا د ببرک کارمل ډلې شتون درلود او هغه ته يې داسې سلا ورکوله چې دی د يوه سياسي او پوځي مشر په توګه وځلېږي.
کله چې نجيب الله په دې پوه شو چې د هېواد واک يې نور له ګروت نه وتلی دی، په دې لټه کې شو چې له هېواد نه پښې سپکې کړي.
که څه هم ده تر پايه داسې ښوده چې د افغانستان واک لا اوس هم د ده په لاس کې دی. په ځانګړي ډول د مزار پېښې ته يې هم داسې رنګ ورکوه چې د ده استازی جنرال عظيمي اوس هم د ده د واک سمبول دی.
نوموړي د خپلو پلويانو پر مټ او د کابل په ډله يیزو رسانيو، مهالنيو او ورځپاڼو کې داسې ښودله چې د مزارشريف مبارکه جنډه به د ده د لېږل شوي پلاوي له خوا (په سر کې عظيمي) جګېږي.
که څه هم عظيمي د مزارشريف د دوديزو مراسمو په تړاو د ځان ستاينې په ترڅ کې د نجيب الله په اړه کاږلي دي چې: «ماته دوکتور نجيب الله تلېفون وکړ چې زما راديو يې وينا دې واورېده؟ مهمې خبرې مې وکړې او ومې ويل څومره چې زر سوله راشي، د ملګرو ملتو د طرحې پر بنسټ به له دندې استعفا وکړم. ولې واک ته به تر هغې دوام ورکړم تر هغې چې لنډ مهاله حکومت جوړېږي. (موخه يې ١٥ کسيزه شورا وه)
ملګری عظيمي، ته غم مه خوره، تا او جنرال دوستم ته څوک څه نشي ويلی. د هغوی موخه زه وم چې پخپله خوښه مې استعفاوکړه. من برايش ګفتم ډاکتر صاحب استعفا شما قبل از وقت است…»
که حقيقت همداسې وي چې ده رښتيا ورته ويلي وي چې استعفا مخکې له وخته ده… خو دا حقيقت دی، ولې دا هم حقيقت دی چې عظيمي پخپله ليکنه کې ډېره مبالغه کړېده، او دا چې څومره د استعفا خبره ده، دا د نجيب الله لويه تاريخي تېروتنه ځکه وه چې د دولت په پوځي او ملکي چارواکو يې ناوړه اغېزه وکړه او د تنظيمونو لوټ او چور ته يې لاره اواره کړه.
دا ځکه چې کابل له جنوب ختيځ او شمال له خوا کلابند شو او د مسعود وسلوالو د مزار له سکوت نه ۲۴ ورځې وروسته د حمل وري په ۲۲ نېتې (۱۳۷۱ کال) سالنګونه او جبل سراج لاندې کړ او دوه ورځې وروسته په ۲۵ نېټې د چاريکار او ښار تر بګرامه پورې د شورای نظار په ولکه کې پرېووت.
نجيب الله چې وليدل د مسعود ځواکونه (د حمل ۲۵) بګرام ته ورسېدل او د دوستم ځواکونو (۲۶ نېټه) د کابل هوايي ډګر کې ځای پر ځای شول. نو يوه ورځ وروسته د حمل وري په ۲۷ نېټې نجيب الله وپتېله چې له بنين سيوان سره اړيکه ونيسي، چې له کابل نه د ډيلي په نيت هېواد پرېږدي. جنرال مجيد روزي او جنرال عبدالرازق چې د مخې د محمود بريالي، کاوياني فريد مزدک او د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل له خوا خبرتيا ترلاسه کړې وه چې نجيب الله د بنين سيوان په ځانګړې الوتکه کې نن له افغانستان نه اوځي.
بنين سيوان هم نجيب ته دا خبره کړې وه چې د لنډ مهال حکومت د پنځلس (۱۵) کسيزې شورا وړانديز هم دا دی چې دی له افغانستان نه ووځي نو دوی به کابل ته ننوځي.
ولې ولسمشر په خپلو يادښتونو کې دې مسالې ته داسې ګوته نيولې ده: زه په پرلپسې توګه له کابل نه پاکستان ته له بنين سيوان سره په اړيکه کې وم، هغه ماته ډاډ راکړ چې د «کمېټې» کار بشپړ شوی دی او په دې ترڅ کې غوښتنه کړې ده چې د جمعې په ورځ نجيب الله بايد له کابل نه بهر شي، او اوس چې پنجشنبې شپه وه يانې د پنجشنبې ورځ دغه کار ترسره شي…
وه مې ليده چې د شپې دوه بجې دي د بنين سيوان درې مرستيالان او دوه سياسي او يو تن پوځي «لمبريک قصر» ته راغلل او وې ويل چې بنين سيوان د کابل هوايي ډګر کې کلابند دی، نه يې پرېږدي چې ښکته شي، ورته وايي بېرته والوځه.
تلېفون ته لاړم، ومې ليده چې تلېفون پرې شوی دی او کار نه کوي.
پرته له دې چې خپل موټر ته تم شم، د ملګرو ملتو په موټر کې، زه، جفسر، احمدزی او توخی سپاره شووچې ګارنيزيون ته لاړ شو تر څو معلوم کړو چې ولې بنين سيوان ته اجازه نه ورکوي. موږ يې په څلورلارو کې ودرولو، شپې نوم مو ورکړ، ځان مې ور وپېژند، راته ويې ويل ومې پېژندلې، ريس صاحب يې، خو اجازه نشته… ناڅاپي د ملګرو ملتو دفتر ته لاړم، ګارنيزيون ته مې ټلېفون وکړ چې غظيمي د تلېفون غوږی پورته کړ، ورته مې ويل: هرڅه چې کوې وې کړی خو بنين سيوان ته اجازه ورکړئ، کنه مسؤليت به يې د تاسو په غاړه وي. عظيمي راته وويل: صاحب! هوايي ډګر د لوچکانو په لاس کې دی، نپوهېږو چې څه کوي. دا دی زه او دلاور هوايي ډګر ته ځو، بنين سيوان راولو…
څلور بجې وې چې عظيمي راغی رسم و تعظيم يې وکړ او بنين سيوان هم ورسره وه، راته وې ويل: څو زره پوش او ځواکونه به ستا امنيت ساتي خو پام چې د ملګرو ملتو له دفتر نه ونه اوځې، پدې بنسټ زه په «اسګاپ»کې پاتې شوم.»([3])
د دې ليکنې له مخې ټولې پوښتنې ځواب شوې نه دي بلکې يو شمېر پوښتنې په خپل ځای دي، د ساري په توګه:
۱ – نجيب الله ولې خپل موټر ته تم نشو؟، دا چې تليفون قطع شوی وه، پکار وو چې يوازې د ده ساتونکي جفسر ګارنيزيون ته تللی وی او يا د ده سلاکار توخي… غوره به وه چې ده د جمهوري رياست درنښت ساتلی وی.
۲ – دا د پوښتنې وړ دی چې د بنين سيوان مرستيالان راتللی شول او پخپله بنين سيوان ته اجازه نه وه، بله دا چې عظيمي په ډېرې اسانۍ سره ځي او بنين سيوان د ملګرو ملتو دفتر ته راولي.
۳ – هغه مهال چې عظيمي او پيګير له مزار نه شبرغان ته او له هغه ځايه پرته د نجيب الله له اجازې نه کابل ته راځي او بيا په ګارنيزيون کې د نوکريوال په ډول دنده اجرا کوي پخپله د پوښتنې وړ ده! ولې دا خبره ښکاره ده چې د پوځي کودتا اصلي لوبغاړی عظيمي او سياسي کودتا چيان محمود بريالی، کاوياني، مزدک، کشتمند، وکيل… ول، دا څنګه شونې وه چې عظيمي، ولسمشر نجيب ته وايي چې ستا امنيت لپاره مې زره پوښ د ملګرو ملتو دفتر ته څېرمه درولی دی…؟
له دې څرګندونو نه برېښي چې کودتا له مخه تنظيم شوې وه، ولې د ډاکتر نجيب الله، وتل هم چې بنين سيوان به راځي او دی به له کابله باسي او ډيلي ته به يې رسوي يو پلان شوی کار وه.
په دا سبا بنين سيوان په انترکانتيننتال هوټل کې خبريالانو ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: دا چې نجيب الله چېرته دی؟ څه نشم ويلی، دا ځکه چې مساله ډېره پېچلې ده، خو دومره ويلی شم چې له افغانستان نه د هغه ايستل د ملګرو ملتو پلان دی.
جهادي تنظيمونه چې له شمال نه د خيرخانې تر پولو شمال لوېديځ نه پغمان، جنوب ختيځ نه د چار اسياب تر پولو پورې رسېدلي ول، احمدشاه مسعود، د ګلبدين حکمتيار له وېرې غوره و ګڼله چې د کارمل له ډلې او په ځانګړي ډول له جنرال دوستم سره يوځای د هغه مقابله وکړي.
نو په همدې بنسټ د بېلابېلو وسلوالو تنظيمونو استازي پدې نيت چې د افغانستان د اسلامي جهاد يوه عالي شورا را مينځته کړي، د دوی او د دولتي متحدينو په ګډون جبل السراج ته راغلل چې د کابل د ادارې د واک چارې د يوه لنډ مهاله تشکيل له مخې ترلاسه کړي، نو ځکه خو دغه شورا د همدې موخې لپاره را مينځته شوه.
[1] سيد، عبدالقدوس جنګهای کابل ۱۲۴ – ۱۲۵ مخونه.
[2] توخي محمد اسحق کودتای حمل سال ۱۳۷۱، صفحه ۴۱.
[3] د نجيب الله خپله ليکنه د وطن يا کفن مهالنۍ لومړی کال دومه ګڼه.
په خواشنۍ سره ډېر تریخ حقیقت دی چې د ښاغلي استاد شهسوار سنګروال صیب په ښکلي قلم سره لیکل شوی دی.
پدې لیکنه کې هغه واقعیتونه چې لا تراوسه ندې په ګوته شوي ، یو پر بل پسې روښانه شوي او دا لاندې منحسوې څهرې د افغانستان د تاریخ د بربادي ، د ملي اردو د انحلال او اویازرو مظلومو کابلیانو قاتلین یو پر بل پسې معرفي شویدي:
1 سترجنرال محمد نبي عظیمي د کابل ګارنیزیون قوماندان چې اوس په هالند کې د هاګ محکمي تر څنګ په ذلت او شرمنده ګي سره اوسیږي.
2 سترجنرال عبدالرشید دوستم د وخت د 53 ملیشي فرقي قوماندان چې د پغمان ، للندر ، موسهی ، لوګر ، کندهار او په وروستیو کې د اتمي ناحيي ، لومړي او نهمې ناحیو ورانونکی ، د دشت لیلي د 16 زره طالبانو قاتل او په هر جرم کې شریک . د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال ، د ایشچي د لواطت په قضیه کې تورن په تورکیه کې د ذلت شپې او ورځې تېروي.
3 محمود بریالی د ببرک کارمل ناسکه ورور د وخت د سیاسي بیرو غړی چې اوس د دوزخ په ټیټه کنده کې پروت دی.
4 نجم الدین کاویانی د وخت د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړي.
5 فرید مزدک د ځوانانو سازمان منشي ، جنرال یار محمد ورور چې د سترجنرال یعقوبي قاتل او په کابل کې د کودتا چیانو تر ټولو مهم مشر هم دی، اوس له سپیو سره خپل منحوس ژوند تېروي.
6 سلطان علي کشتند د سیاسي بیرو غړی اوس په لندن کې د حزب وحدت فعاله غړی او تیوریسن دی.
7 جنرال مومن د حیرتانو لوا قوماندان چې دی هم د دوزخ سرو لمبو ته ورټېل وهل شوی دی.
8 جنرال مجید روزی د دوستم معاون
9 عبدالوکیل د ببرک کارمل د خاله زوي ، د باندینیو چارو وزیر او د جبل سراج د معاهدې فعاله غړی.
10 احمد شاه مسعود د شورای نظار رییس او د ربانی په وخت کې د افغانستان د دفاع وزیر په رول کې د ملي اردو منحل کوونکی او د کابل ښار ویجاړونکی د 72 زرو کابلیانو اصلي قاتل د کورنیو جګړو او د قومونو ترمنځ د تفرقي اچوولو مهم عامل .
11 حاجی محمد محقق د وحدت ګوند اوسنی مشر د کابل ښار د کورنیو جګړو پرمهال د راز راز بشري ضد جنایتونو طراح او قوماندان.
البته دا اونور کسان باید د ملي خیانت ، بشري جنایت او د ملي نفاق شراچوونکو په تور محاکمه شي . که اوس دولت د دې توان نه لري ، زمونږ تاریخ به هغوی د دوهمې سقاوي د راتلو په جرم مجر او مخ تورې وشميري.
په قلم د برکت شه دا ټول واقيعتونه دى خو د هغې ورځې په طمع چې دا جنايت کران يوه ورځ په علنى محکمه کې ووينو
سلام
تاریخی لیکنہ مو کری واقعیت مو راخرگند کری ددی کاسہ اوکپریو ھویت نہ مو د پوزی شخصیت جورکری چی پہ شخصیت پوری آرہ نہ لری منحنی،
غوندہ ، پلنہ ، پیتہ لکی لرونکی او ملا ماتی تولی پوزی یو شی دی تو پیر پہ دی کی دی چی خوک دی
ستا دلیکنی معنوی شخصیت ظاھری شخصیت نہ منی نو خکہ دی دالو ، شاخلو گندیریو، او تیپرو نرخ دی لہ چلو صا فہ راویستلی
ھیھات او افسوس ددی خاوری پہ برخلیک باندی تاریخ پہ دی مزدور انو شرمیزی