هغه متل دی چې رښتیا راځي دروغو به کلي ړنګ کړي وي . موږ چې په ښارونو کې اوسېـږو او د یو شمېـر پروژیي رسنیو زهـرجن تبلغات اورو داسې ګمان کوو چې سهار چې له خوبه را پاڅو هيڅ به نه وي پاتې ، نه حکومت ، نه ملي اردو ، نه نظام او نه هم ښارونه ، ټول به یو لوی ښامار تر ستوني تېـر کړي وي . داسې تصور یوازې په افسانوي کیسو کې کېدای شوای چې خلکو ته به د خوب په مهال ویل کېـدلې . د یووشتمې پېـړی مـتمدن انسان د سري چوک په داسې اوازو پسې سر نه ګـرځوي.
میاشت مخکې مې د یوه خصوصي تلویزیون یوه خپرونه لیدله ، د یوه سرحدي ولایت په ولسوالیو کې یې جوړه کړې وه ، خوښه مې شوه . د کلیو خلک د دې وطن په راتلونکې باوري و ، له ژونده تر ډېـره بریده خوښ برېـښـېـدل ، په ځان او خپلو امنیتي ځواکونو یې پوره ډاډ و . له ځان سره مې وویل : دا څوک دې چې په دې وطن کې د ورانیو او بې امنیتۍ تبلغات کوي ؟ دا څوک دي چې د نظام د سقوط خبرې کوي ؟ دا څوک دې چې په خپلو ملي امنیتي ځواکونو بې باوره دي او د دوی سرښندونو ته په کم نظـر ګوري ؟
خبره تر ډېـره برېـده سپیـنه ده ، دا هغه خلک کېدای شي چې ټول عمر یې د اوبه خړي کړه او کبان ونیسه ، تر فرمول لاندې ژوند کړی دی . دوی د خپلو ځانګـړو موخو لپاره داسې تبلیغات کوي چې هرڅه خدای مه کړه برباد او تبا وښیـي . د دوی لاس په باد راوړو پروژو له لېـټۍ ختلی دی . اوس د دوی شخصي اکاونټونو ته بې پوښتنې او په یوه لاسلیک شنه ډالـر نه جمع کېـږي ، ځکه چې په افغانستان کې نظام د معیار، مسوولیت او په ځان د باور خواته روان دی . خلک او وطن مو د ګـټې ، بقا او خود ارادیدیت په لورقدم اخلي ، لـږ خورو خو خپل به خورو . امکان شته چې زموږ د نظام نننی پالیسي به د ځینو پردي پالو په ګټه نه وي او دوی د داسې موقع په انتظار وي چې نه په کې پوښتنه وي او نه هم حساب ، چې څه دې وکړل ښه دې وکړل . خبره دلته ده چې ملت له چاسره دی ؟
ملت په خپل هېواد کې د موجود نظام ملاتړی دی . ملت نور خپل سرنویشت د دغلو په لاس نه ورکوي ، ملت مو په خپل ځان ، نظام او خپلو ملي امنیتي ځواکونوپوره باوري دی.
ایا هغـوۍ چې له دې اوسني نظام سره په جګړه بوخت دي ، تر موږ پیاوړي دي ؟
ځواب بیا هم منفي دی چې نه ، کله هم نه .
وسلوالو مخالفینو تر اوسه څو ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کړې دي او څویې ساتلي دي ؟
هغـوی داسې کومه لویه وسله لري چې موجوده نظام یې نه لري؟
څوک به ووایې چې تر اوسه د ملي امنیتي ځواکونو یو ټولی عسکر مخالفینو ته د زور له لارې تسلیم شوي وي ؟
ځینو د ګوتو په شمېـر اشخاصو او بهـرنیو رسنیو داسې پوچ تبلغات کول چې افغانستان به په 2014 مېلادي کال کې چې بهـرني پوځونو له دې هېـواد څخه وځي ، محوه شي خو افغانستان محوه نشو . لــږ وروسته بیا ځینو پردي پالو کړیو خولې خلاصې کړې چې دا نوی حکومت به یو کلن هم نشي او سقوط به وکړي خو خبره داسې نشوه ، نظام ورځ تر بلې قوي کېـږي ، خلک په خپل لاس د جوړ کړي نظام په ملاتړ غونډې جوړوي ، بهرنۍ نړي یو ځل بیا خپلې ژمنې له افغانستان سره نوې کوي ، ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختـللي وسلې او جنګي الوتکې سپارل کېـږي چې پخوا دا کار نه کېده ، هره ورځ د دې خاورې بچیان د مـسلکي زده کړو لپاره نورو هېوادو ته لېـږل کېـږي ، د نړۍ لویې اقتصادي پروژې د افغانستان په شمولیت ځان ډاډه حسابوي او قـراردادونه لاسلیک کوي خو یو څو تنه بیا دلته د نظام د سقوط خبره کوي.
یو څوتـنه دلته د سیاسي تشې خبرې کوي ، غواړې نظام کمزوری کړي او د دوی د تبلغاتو کرغـېـړن ډول ته خلک د وارخطایي اتڼ وکړي چې دا له امکانه لري خبره ده .
جمال صیب ستا خبری ډیر خوږی دی خو حقیقت بل شی دی کیدای شی ته به په کابل کی ژوند کوی خو د هیواد په بیلابیلو بروخو کی داسی یوحالت چی کټ مټ همغه افسانوی کیسی ورته دی . ګران په کلیو کی خو ژوند په ټپه ولاړ دی بیکاری لای تناهی ده فقر هم په اخری حد کی ده او خلک راتلونکی ته هم خوشبین ندی. کله چی خلک دغه دوسری چارواکی ګوری نو حیرانیږی تراوسه چا په تاریخ کی ندی لیدلی چی یوی شاروالی ته دوه کسه معرفی شوی وی خو دوی تراوسه هم دامشکلات لری.