تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مشر وايي، د سویس په جینیوا کې د خپلواک بلوچستان کمپاین تر شا د افغانستان او هندوستان لاسونه دي.

ډان ورځپاڼې نن /یکشنبه/ راپور ورکړ چې د تحریک انصاف د بلوچستان ایالتي مشر سردار یار محمد رند یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل«هغوی چې په جینیوا کې د ازاد بلوچستان لپاره کمپاین کوي، له دواړو ګاونډیو هیوادونو مرسته ترلاسه کوي.»

ده د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند یادونه ونه کړه.

ښاغلي رند د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې د اعتراض په توګه له سویسه خپل سفیر د څو ورځو لپاره راوغواړي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د پاکستان د سنا جرګې رييس ویلي و چې له پاکستانه دې د سویس سفیر وایستل شي ځکه چې دغه هیواد د بلوچستان بېلتون غوښتونکي پرې ایښي چې د پاکستان د تجزیې اواز پورته کړي.

د تحریک انصاف د بلوچستان ایالتي مشر وویل«که داسې کمپاین په هندوستان یا افغانستان کې وای، موږ به پرې اعتراض نه و کړی، خو دا په یوه ازاد، ولسواک او دیموکرات هیواد کې دی.»

د بلوچستان بېلتون غوښتونکي له کلونو راهیسې د پاکستان له پوځ سره جنګېږي او په دې لاره کې یې د خپل یوه مشر بوګټي (بګټي) په شمول ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

د پاکستان د پوځ د حملو له کبله په لسګونو زره بلوچان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي او په زرګونو نور د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري نیول شوي او اکثره یې په خورا بې رحمۍ وژل شوي دي.

یو شمېر پاکستاني چارواکو او رسنیو له بلوچانو سره د آی ایس آی پر بې رحمیو په ځلونو اعتراف کړی دی.

One thought on “د تحریک انصاف یوه مشر په سویس کې د خپلواکي غوښتونکو بلوچانو کمپیان د افغانستان او هند له ملاتړه برخمن وباله”
  1. دکوم سند پر آساس دامحترم ادعاکوي .
    که سند لري وړاندي دي کړي .
    کوږ بار تر مزله نه ريږي.
    پلوڅ ،سنديان،پښتانه به آنشاآلله ددې مردارستان څخه ووزي.
    دمردارستان دتجزيې په اميد.

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *