امن  شینواری –

۱۵/ ۵ / ۱۳۹۴

   د روانې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د برېښنايي تذکرو د وېش ازمايښتي دوره پیلیږي.د وزیرانو شورا د تصویب شوې مسودې پر بنسټ به د تذکرو ازمايښتي دوره په کابل ښار کې د ۹۰ ورځو لپاره وغځیږي. وروسته تر ازمايښتي دورې به کابل ښاریانو ته د تذکرو دوېش لړۍ شروع شي. دا مهمه پریکړه په داسې وخت کې کیږي چې ولسمشر غني د پښې درملنې لپاره المان ته تللی.

ویل کیږي د تصویب شوې مسودې له مخې به په تذکرو کې نه د افغان کلمه وي نه به قومیت لیکل کیږي. که څه هم لا دقیقه معلومه نه ده چې د افغان کلمه به وي که نه، خو د اندېښنې وړ خبره ده. که خدای مه کړه په تذکره کې د افغان کلمه و نه لیکل شي د خلکو حساسیتونه به راوپاریږي او پایلې به یې ښې نه وي.

دا هم ویل کیږي چې په یادې شوې مصوبه کې د تذکرو پر حقوقي اړخ بحث نه دی شوی او هغه یې د ولسمشر تر راتلو ځنډولی دی، د ولسمشر په نشتوالي کې دا بیړنۍ پرېکړه شاید یوازې د دې لپاره وي چې ازمايښتي دوره دستي پيل شي تر څو مرستندویه هېوادونه خپلې مرستې بندې نه کړي، ځکه چې د مرستندویه هېوادونه له خوا د تذکرو ادارې ته دوه اونۍ وخت ورکول شوی وچې که چېرته په دوو اونیو کې د تذکرو د وېش خبره معلومه نه کړي دوی به خپلې مرستې ودروي.

اوس مهمه خبره دا ده چې که په اوسنۍ مصوبه کې د افغان کلمه نه هم  وي او تر ولسمشره دا بحث ځنډیدلی هم نه وي، بیا هم  هغه پوره صلاحیت لري چې د یو تقنني فرمان پر اساس د افغان کلمه ورزیات کړي، که څوک وايي چې قوم دې ولیکل شي هم ورته و دې لیکي خو بې افغانه تذکرې به ګڼې ستونزې را ولاړې کړي. د تذکرې په مخ یوازې د افغان کلمې په لیکلو کې د ټولو قومونو خیر دی، هم د ملي وحدت ټینګښت کې رول لرلای شي او هم ورسره ګڼې نورې ستونزې ختمیږي، خو که بیا هم څوک تینګار کوي ورته دې قوم هم ولیکل شي، خو د افغان کلمې د نه لیکلو خبره اصلآ باید مطرح هم نه شي، دا لا کوم منطق دی چې په اساسي قانون کې مې دا خبره منلي وي چې د افغان کلمه د دې خاورې په هر فرد اطلاق کیږي خو په تذکره کې به یې نه منم. د نورو قومونو اکثره عام وګړي هم په تذکره کې د افغان کلمې پر لیکلو تاکید کوي خو محدود یو څو سیاسیون چې له بله ځایه خړوبیږي د دې خبرې مخالفت کوي.

موږ د ولسمشر پر پوهه او تفکر پوره باور لرو چې دې مسلې ته به یې پوره پام وي او داسې پریکړه به خدای مه کړه نه کوي چې د ګڼو خلکو حساسیتونه راوپاروي، خو بیا هم تاکیدآ یادونه کوم چې:

ښاغلی ولسمشر!

د دې خاورې وګړو د کلونو په اوږدو کې د دوو مهمو ارزښتونو لپاره بې شمېره  قربانۍ ورکړي دي، چې یوه یې د دین او مذهب خبره ده او بله د افغانیت. دا چې په دې ارزښتونو افغان وګړي په حقه که په ناحقه جنګیدلي هغه جدا بحث دی خو د دې ارزښتونو په سر یې د وخت حکومتونو ته بې شمیره ستونزې او سرخوږي جوړ کړي دي. دوی په دې دوو ارزښتونو کې د هیڅ ډول مصحلت زغم نه لري. دا چې سبا ناوخته نه وي نو افغانیت ته مو پوره پاملرنه غواړم!!

په پای کې تاسې ته د عاجلې روغتیا هیله کوم، روغه سټه مو نصیب شه، پخیر خپل وطن ته راشئ.

3 thoughts on “د تذکرو د ازمايښتي دورې پيل، د ولسمشر غني د پام وړ”
  1. محترمو .. سلامونو پرتاسو … که چیرته د افغان نوم او قوم او مذهب په تذكرو كي ونه ليكل شي دا به صراحتا دافغانانو سره ظلم وي او دا خصوصا د پشتنو په حقوقو تیری ده .. نو مختصر به ووایم چي دا وطن زمونگ نه پاته دی 40 کاله مو په هجرت کی وشول 40 به نور هم تیرشی خو کله چي مي قدرت پیدا کڑ بيابه دخپلو حقوقو پوشتنه وکڑم .. او داسي بي كفايته حكومت ته مونگ ملي حكومت نشو ويلاي او گمان می نرازی چي داسي فاسده
    او بي كفايته اداره به دوام وكڑي ..

  2. کله چې په سر کې د افغانستان اسلامي دولت لیکل کیږي د دې معنی دا ده چې د دغې تذکرې لرونکی د افغانستان د اسلامي دولت تبعه دی. نور نو د افغان او پاړسیوان په نامه د تذکرو د کار چې ډېر مهم کار دی او اکثرې پنجاب پلوه کړۍ یې د توزیع مخه نیسي چارې باید ونه ځنډول شي. په زړو تذکرو کې هم د افغان کلمه نه وه، یوازې د کرزي په دوره کې چې تاجکو مامورینو پښتنو او نورو ته د ملیت په کورګي کې تاجک ولیکه بیا د کرزي د یوه فرمان له مخې ټولو ته د افغان کلمه لیکل پیل شول. د افغان کلمه قطعا ضرور نه ده او د هر قوم د وګړي له پاره باید د هغه قوم نوم ولیکل شي. په دې توګه به د دې مخه هم ونیول شي چې متعصب تاجکان په ډیټابیس کې د خپل قوم په ګټه درغلي وکړي. پاتې شوه د نورې نړۍ د خلکو په وړاندې د افغانانو د تابعیت مسئله، د نورې نړۍ خلک د افغانانو پاسپورټونه ګوري او په پاسپورټ کې ټولو ته افغان لیکل شوی دی.

  3. هرنوع اجراآت چی د ولس له ارادی ، د افغانستان له اساسی قانون سره د نه موافقت او نړیوالو نورمونو خلاف وی ،هغه د منلو وړ نه دی او راتلونکی ټول مسوولیت به یی د هغه چا په غاړه وی چی د اجرا کولو امر یی ورکوی.
    د افغانستان هندوان او حتی هغه پخوانی یهودان چی اوس امریکا کی اوسی په خپل افغانیت ویاړی خو زمونږ یو شمیر نور لږکی د هغی خاوری له نوم سره تضاد لری چی پکی پیدا کیږی اوبیرته هلته خښیږی.
    که نور نه وی د ایرانیانو له دی شعار نه وشرمیږی چی پارک ته د ننوتلو په دروازه کی یی درته لیکلی دی: « از آمدن افغانی و حیوانات معذرت میخواهیم.»
    د کوم هیواد د هویت کارت یا تذکره کی دهغه ملت نه دی لیکل شوی چی مونږ پری شرمیږو؟
    پدی تذکرو کی ډیره مهمه خبره د دقیقومعلوماتو په باب دی ، هیله ده نوری قزلباشی لیکنی پدی تذکرو کی نه وی . مثلا نوم ، کورنی نوم ، د پلار نوم ، د نیکه نوم د اوسیدو ځای او د پيدایښت ځای او دقیقه نیټه باید واضیح وی، په قزلباشی تذکرو کی که یو څوک د 1394 کال د اسد په لومړی نیټه تولد شی دوی ورته لیکی یکساله 1394 چی دا څومره لوی ظلم دی یو انسان یو کال د هغه له اصلی عمر نه زیات ثبت شی. او له بلی خوا لس کاله وروسته به بیا هم هغه یکساله 1394 وی.

ځواب ورکول ضمیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *