عابد احساس –
زمونږ هېواد د عجیبو غریبو کیسو او سیاستونو هېواد دی. زمونږ مشران چې څرنګه ځان مطرح کړي؟ څرنګه خلک پر ځان راټول کړي؟ څرنګه وکولای شي د خلکو په منځ کې په ډېره قدردانۍ سره یاد شي او خپل هدف ته ورسيږي، نو د ولس په ارادو او هيلو خاورې واړوي.
د دې چارو لپاره په افغانستان کې ډېری سیاسیون او په نوم مشران هر څه کوي او خپلو اهدافو ته د رسېدو په لاره کې هېڅ موانع نه ګوري. زمونږ کلتوري ارزښتونه، هېوادنۍ ګټې، ولسي ګټې، د ولسونو تر منځ یوالی او داسې نور يې ښې بېلګې بللای شو، چې ډېری وخت د شخصي ګټو لپاره تر پښو لاندې شوې دي.
په دې وروستيو کې په کور د ننه او بهر د هر افغان په خوله په تذکرو کې د افغان کلمې مسله مطرح ده او د هر مجلس د دوام ټکی همدا دی.
مونږ ګڼ مشران، بې شمېره سیاسيون، کار پوهان او د خبرو خلک لرو، خو له بده مرغه د عمل خلک او ریښتیني مشران نلرو، دا له دې امله نه شو پیدا کولای، چې ستونزه دوه اړخیزه ده، ولس پر مشرانو باور نه کوي او که یې پرې وکړ، حساب ترې نه غواړي او مشران له ولس سره ژمن نه دي، که یې ترې په کومه ژمنه باور تر لاسه کړ، نو بیا هېڅکله هغه ژمنه نه ده پوره شوې.
له دې امله مونږ په تېرو څو کلونو کې ډېر څه له لاسه ورکړل، له یو شمېر ارزښتونو سره مو لوبې وشوې او لا روانې دي.
په تذکره کې د افغان نه ليکلو خبره ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ان ولسمشر له اساسي قانون سره په ټکر کې تصويب، تايد او توشېح کړې او بیا هر یو د قانون د تطبیق په اړه چیغې وهي او یو بل ته د ملامتې ګوته نیسي، خو جوته ده، چې ملامتيا له چا راپيدا شوه.
یو دوست شېر بهادر همت په خپل فیسبوک کې لیکلي و، چې له درې وکیلانو څخه چې په یو مجلس کې ناست و، ما وپوښتل، چې د هویت په تذکرو کې د افغان نوم لرې کول د چا مسوولیت دی او په دې برخه کې څوک پړه وو؟
وایي، له وکیلانو څخه یوه یې راته وویل: ((هغه وخت جنجال په دې و، چې یو شمېر وکیلانو ویل، د قوم مسله دې ذکر شي او یو شمېر نور په دې ټينګ ولاړ وو، چې نه د ملیت خبره مهمه ده او بالاخره پرېکړه وشوه، چې دواړه دې په کې نه وي.))
اوس سړی څه ووایي، چې څوک ملامت دي، ایا زمونږ وکیلان په دې ستره مسله نه پوهیدل، چې له تذکرو څخه يې هویت و ایست او په کې د قوم مسله مطرح شوه او که اړتيا همداسې يوه کار ته وه، خو هغه چې وايي، غوږ مو ګټلو او سر مو بایله، په دې ځای کې ښه صدق کوي.
اوس چې دا مسله ډېره توده، نو د حل لاره څه ده، له ګڼو خلکو اورم، چې مونږ نه غواړو دغه تذکرې واخلو او هغه څوک چې افغان نه وي دا تذکرې دې واخلي. مګر زما په نظر دا به له پخوانۍ هغې هم ستر تیروتنه وي، ځکه په لوی لاس به مو د هغه خلکو اهداف ور پوره کړي وي، چې د همدې لپاره یې د افغان کلمې پر ایستلو ټینګار کاوه. دوی ددې لپاره دا هڅې وکړې، چې یو شمېر قومونه له همدې امله تذکرې تر لاسه نه کړي، څو دوی له دغه ملي بهیر څخه هم د سیاسي او شخصي ګټو لپاره کار واخلي او په خپله ګټه يې وڅر خوي.
له وختونو دا معلومه ده، چې ګڼ پښتانه خپلو ښځو، ماشومانو او ان ځانونو ته تذکرې نه اخلي او له دې امله چې اوس په کې د افغان کلمه نه ده ذکر شوې، نو يو شمېر نور به یې هم وانخلي. هغه کسان چې غواړي راتلونکی دولت په خپله قبضه کې واخلي، ستا د دې منفي مبارزې په برکت به په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ورسیږي.
د دې لپاره چې مونږ په راتلونکو تصمیمونو کې ونډه واخلو او د خپل برخلیک د ټاکلو واګې مو په لاس کې وي، لومړی باید له دې سره مبارزه وکړو، چې په تذکرو کې د افغان کلمه ور اضعافه شي، دغه قانون له اسمانه نه دی نازل شوی، چې ملي شورا تصویب او تایید کړی او ولسمشر توشیح کړی دی، بلکه کېدلای شي، په دې قانون کې تغیرات راوړل شي او د افغانستان د ولس حقونه تر پښو لاندې نشي.
هغه کسان چې کمپاین کوي، باید تذکرې وانخستل شي، دا پر ځای خبره نه ده، دا سراسر د افغان ولس په زيان ده. لازمه دا ده، چې په تذکرو کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره مبارزه وشي او په دغه قانون کې بدلون ته لار اواره شي.
مبارزې هېڅکله نه ناکاميږي، د ولس په يو غږ را ټولېدلو ته اړتيا ده، چې مدني ټولنې، حرکتونه، رسنۍ او ان افراد پکې ونډه واخلي او د دې غږ د غبرګولو تر شا ودريږي، پر حکومت فشار راوړي، چې خپله تېروتنه نفيې کړي.
احساس صاحب
په زړه پوری لیکنه وه،باید ټول پښتون اولس راجګ اوله خپلوحقوقو دفاع وکړی که دازمونږترمینځ ناخوالی همداسی جریان ولری فکرکوم دملیت هویت به مونورهم له خاوروسره خاوری اوخبره به افغانستان اوپاسپورټ ته هم وغزیږی.که خپل هویت ثابت نه کړونونوربه هم دپردودلاسونوښکارشو.
احساس صاحب! سل په سله درسره موافق یم