درانه هېوادوال خبر دي، چې پدې وروستيو کې د نفوسو د احوال د ثبت يو داسې قانون توشېح شو، چې له مخې يې په پېژند پاڼو يا د هويت په تذکرو کې زموږ ملي هويت له پامه غورځېده او د افغان کلمه حذف کېده. څرنګه چې د قانون دا برخه د اساسي قانون د څلورمې مادې له پنځمې فقرې سره په څرګند ټکر کې وه او داسې اندېښنه وه چې يو شمېر افغان ضد کړۍ هڅه کوي د افغانستان ملي هويت او ملي ارزښتونه مسخ کړي او ملت د هويت له بحران سره لاس او ګرېوان کړي، نو د ټول هېواد په کچه په سلګونو مدني بنسټونو، قومي شورا ګانو، سياسي خوځښتونو او په ټوليزه توګه افغان ملت د دغې پرېکړې مخالفت وکړ او په اعتراضونو يې لاس پورې کړ. کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ته زموږ د اعتراضونو غږ ورسېد، نو د معترضينو استازو ته يې د مخامخ خبرو وخت ورکړ. له ولسمشر سره په کتنه کې د قومي شورا ګانو، مدني بنسټونو او سياسي خوځښتونو په استازېتوب يولس تنو ګډون وکړ او د توشېح شوي قانون او د ملي هويت د حذف کېدلو په اړه يې خپلې اندېښنې او حل لارې له ولسمشر سره شريکې کړې.

له نېکه مرغه ولسمشر د ستونزې په اړه دقيق مالومات لرل او په خپله يې د حل داسې لارې وړاندې کړې، چې د پلاوي د ټولو غړو لپاره د ملنو وړ وې. ولسمشر ژمنه وکړه چې تر هغو به نوې تذکره نه اخلي، څو يې راپورته شوې ستونزه حل کړې نه وي. ولسمشر ډاډ ورکړ، چې د تذکرو د وېش لړۍ يې درولې ده او امر يې وکړ چې د فورمو د وېش او ثبت لړۍ دې هم ودرول شي. ولسمشر دا هم وويل، چې هڅه کوي د تذکرو د وېش لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر يو خپلواکه اداره رامنځته کړي. په تذکره کې د افغان کلمې د راتلو لپاره ولسمشر ژمنه وکړه چې له قانوني لارو به دا ستونزه اواروي او د حل هغه لاره چې پدې برخه کې ولسمشر وړاندې کړه، د پلاوي له خوا يې تود هرکلی وشو.

پدې توګه افغان وياړلي ملت ته ډاډ ورکوو، چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوی وړانديزونه منلي او ژمنه يې کړې چې په يوه ټاکلې موده کې به دا ستونزه حلوي. موږ له ټولو هغو قومي شورا ګانو، مدني بنسټونو، سياسي خوځښتونو او په ټوليزه توګه له افغان ولس څخه ډېره مننه کوو، چې په ډېره لنډه موده کې سره منسجم شول او له خپل ملي هويت څخه د دفاع لپاره يې خپل غږ پورته کړ. موږ باور لرو، چې که چېرې هېوادپاله افغانان لاسونه سره ورکړي نو د هېواد ډېرې لويې ستونزې به اوارې شي. له همدې کبله موږ پر دوی غږ کوو، چې خپلمنځي انسجام همداسې وساتي او د نورو لويو ستونزو د حل لپاره خپل هڅې سره همغږې او منظمې کړي.

موږ د افغانستان له ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني څخه هم مننه کوو، چې زموږ له توقع سره سم يې د تقابل پر ځای د همکارۍ لاس راکړ او د ستونزې د حل لپاره يې له تدبيره ډکې حل لارې وړاندې کړې. موږ ډاډه يو چې ولسمشر به پر خپلو ژمنو درېږي او په راتلونکې کې به هم د هېواد له ملي ګټو، ارزښتونو او وياړونو کلکه ننګه او دفاع کوي.

په پای کې موږ پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د ژمنو تر پلې کېدو پورې بايد هوښيار اوسي او که خدای (ج) مه کړه د ځينو فشارونو يا ستونزو له کبله ژمنې پر خپل وخت عملي نه شوې، نو په ټول ځواک به له خپل ملي هويت او ملي ارزښتونو څخه دفاع کوو.

د سوکاله، متحد او سرلوړي افغانستان په هيله!

6 thoughts on “د تذکرو په اړه له ولسمشر سره د کتنې پايله”
  1. salamoona
    with compliment hope all afghan people who are feel about our war torn country great Afghanistan and great nation (afghan) have great time and those people who spent own precious time for the sake of afghan name,i am sure Allah give them more rewards and it is really great worship or ebadat,in addition if we work all together i am sure all spay and enemy will be shamed even will be eradicated and never able to divide the great nation, it is a great conspiracy of shaitan iran and shaitan fuckistan, ghani a is great president but some time come under the pressure because there are some people in the name of friends but very dangerous so some time we need to give ideas and bring his attention to mili ideas eg afghan word in id or tazkera.

  2. زه خپله رایه له اشرف غهی څخه بیرته غواړم. مونږ ټولو ستانکزیو په ستاره شهر هوتل کابل کی غونډه درلوده چه خپله رایه باید چه اشرف غنی ته ورکړو اوس اوس ګورو چه داکترصاحب چندان جدی نښکاری

    1. روغ صاحب په تللی شی باندی اوس څه نه کیږی، رایه بیرته مه عواړه اوس بل داسی څوک نه شته چی هغه ته یی ورکړی. باید موږ یی تر یو حده پوری تر شا ودریږو خدای پاک خو مهربان دی یو څه خو به وشی
      هو! که نه اصلاح کیده بیا نو د نر زامنو زاځی چی داسی کمپاین شروع کړو چی اصتفا ته یی مجبور کړو. خو موږ وایو چی لږ به منتظر شو.

  3. هغه وای………….
    اول به کله کله غم وو…………..اوس می دفتر شو کروندی پکی کرمه
    بس د الله نه دا پښتون ملت خپل رحم وغواړی کنه ډیر و بدبختیو سره مخ یو

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *