تاند- د راپورونو له مخې په وروستیو لسو کلونو کې د پرمختللیو وسایلو له برکته په نړۍ کې د ترافیکي پېښو په وجه د انسانانو د مړینو شمېر کم شوی خو لا هم ترافیکي پېښې په تېره بیا په لویو لارو کې د زرګونو انسانانو ژوند اخلي.

طبعاً په هغو هیوادونو کې چې نفوس یې زیات دی او موټر پکې ډېر دي، د ترافیکي پېښو تلفات هم زیات دي. مثلاً د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کال تر ۳۶ زره زیات کسان په ترافیکي پېښو کې مړه کېږي خو په افغانستان کې د ترافیکي پېښو قربانیان تر شپږ زرو اوړي.

زیات سرعت، په سړکونو بیروبار، د موټرو عوارض او په ډېرو مواردو کې بې احتیاطي د ترافیکي پېښو اصلي عوامل بلل کېږي.

د ترانسپورت او د لارو د خوندیتوب د ماهرانو په باور په لویو لارو کې، چې کانتینرونه او لویې باري لارۍ پرې زیات تګ راتګ کوي، د کانتینرونو شاته ته تګ ډېر ځلي خطرونه پېښوي.

کله چې واړه موټرونه د لویو لاریو شاته روان وي، د وړو موټرو چلوونکي په اسانه د لاریو مخه نه شي لیدلی او ډېر ځلي داسي کېږي چې د کوچني موټر چلوونکی اکسیلېټر ته زور ورکړي څو له کانتینره مخکې شي، په دې وخت کې ډېر واري مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.

له ډېره وخته د دې ستونزې د مخنیوي لپاره پر لاروچارو غور روان و. اوس سمسونګ الیکترونیک شرکت داسي تلویزیوني شیشه جوړه کړې چې د ټریلر یا لویې لارۍ شاته لګول کېږي.

سمسونګ شرکت دا پروژه د لارو مصونیت نومولې ده.

دا سیستم په داسي ډول کار کوي چې د لاریو په مخکې لګول شوې بې سیمه کمرې د چلوونکي مخته د لارې وضعیت او ترافیک د لارۍ په شاتني تلویزیوني پرده کې ښيي.

دا نوی سیستم د لاریو هغو موټر چلوونکو ته چې د لاریو او ټریلرو شاته وي، دا اسانتیا برابروي چې د ترافیک او بیروبار له حاله په دقیق ډول خبر شي او په مناسب وخت کې تر بل موټر واوړي.

One thought on “د ترافیکي پېښو د کمولو لپاره د سمسونګ شرکت هڅه”

ځواب ورکول Saleh Mohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *