نجیب الله علیزی

د پوښتني وړ ده چي تروریستان د چا لخوا حمایه کېږي؟ ځکه جنګ، انفجار، انتحار، موټر بم یا هم مخامخ تعرض په لوړه درجه مصارفو ته ضرورت لري. تروریستي ډلي خپل مالي منابع له کومه کوي، څوک ئې تمویلوي، نن په مارکېټ کي تر ټولو ګران بیه توکي وسلې دي او تر ټولو غټه سوداګري د وسلو پلورل اوپیرودل دي. د ۱۹۴۸ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۰۷ کال پوري د نړۍ هیوادونو تقربیا ۴۳ تریلونه ډالر خپل په ملي نظامي عملیاتو او ملګروملتو په خپل سوله ساتو ځواکونو ۴۹ بیلونه ډالره مصرف کړي دي د ملګري ملتونو لومړى سرمنشي ویلي وه چي:«جنګ ځکه پېښېږي چي نړۍوال د سولي پرځاي د شخړو لپاره تیارى نیسي[1]».

د تروریزم د تمویل منابع:

لومړى: دتروریزم د تمویل لومړنۍ منبع دولتونه دي، هیوادونه د مختلفو ګټو او منافعو لپاره تروریزم او تروريستان حمایه کوي د امریکا دولت د نیکاراګوا، کيوبا، شمالي کوریا، سوریې، لیبیا او د ایران هیوادونه په دولتي تروریزم باندي متهم کړل، په عین حال کي په کال ۲۰۰۲ کي د عربو د روشنفکرانو يوې ډلي چي تعداد ئې۱۲۶ کسه وه د امریکا او اسرائيلو دولتونه ترهګر وبلل دغه تورونه دا معني لري چي دولتونه د ترهګرۍ په رشد کي سخت رول لري کنه نو یو پر بل به ئې دغه شان تورونه نه لګولای. همدا راز د کولمبیا د وسلوال انقلابي ځواک چي یوه تروریستي ډله ده د دوى ټولي طبي مرستي د کيوبا له خوا تامینېږي[2]. پاکستان هم د هند لخوا تورن دئ چي تروریستي ډلي د هند د امنیت د ګډوډ کولو لپاره حمایه کوي.

دوهم: مذهبي اوایډیالوژیک اورګانونه اوسازمانونه هم تروریزم او تروریستان حمایه کوي مثلاپه هند کي د تریپورا تروریستي ډله (NLFT) د بپټیسټ عیسوي کلیسا له لوري حمایه کېږي. (اشوک کولن یانګ) د سوډان اوسېدونکي دي هغه په ۲۰۰۲ میلادي کال کي مسلمان سو، نوموړی مخکي د نړۍوالي کلیسا د اتحادیې منشي وو دى په خپله یوه (رساله[3]) کي وايي چي: « د کلیساؤ سازمان په دقیق ډول پلان جوړوي تر څو خلک و عیسویت ته واړوي او که چيرته په خپل فعالیت کي پاته راسي نو هلته د قومونو تر منځ یا هم د مختلفو مذهبي پیروانو تر منځ دښمني او درځ پیدا کوي. او یا هم پر غربي هیوادونو فشار واریدوي تر څو خپل کومکونه پر قطعه کړي او یا ئې و عیسویت ته را واړوي، نوموړى وايي چي ده په ۱۹۸۱ کي د امریکا په ټګساز ایالت کي په هغه کنفرانس کي ونډه لرله چي اجنډا ئې د (اسلام د پېشرفت او ترقۍ مخه نیول وه) نوموړى وایي چي ده ۱۸ لکه ډالره جمع کړي وه او مخلتفو سازمانونه ته ئې ورکړل تر څو د عیسویت د توسعې لپاره کار ځیني واخلي». د بله طرفه په اسلامي نړۍ کي بیا پر سخت دریځو ډلو تور لګول کېږي چي د عشر او زکات په نامه باندي د محلي خلکو څخه د جهاد په نامه پيسې ټولوی او بیا تروریستي فعالیتونه په کوي.

دریم: قاچاق د تروریزم په رشد او وده کي تر ټولو ستره منبع ده، د افغانستان د مواد مخدرو پر ضد د مبارزي معینیت په ۱۳۹۲ ه ش کي د جوزا پر پنځم تاریخ باندي په یوه کنفرانس کي وویل چي تروریزم د قاچاقو او مخدره توکود عوایدو څخه تمویلېږي. د ملل متحد د سازمان د ۲۰۰۷ د راپور له مخي د افغانستان د ۲۰۰۶ میلادي کال د تاریاکو څخه په لاس راوړو پیسو اندازه درې اعشاریه یو بیلون ډالره وه.([4]) چي دغه پیسې په زیاته اندازه د سخت دریځه ډلو په لاس ورځي او خپل پوځي اکمالات په کوي د ملګروملتو راپور وایي کله چي په ۲۰۰۴ کي د هسپانیا په مادرید کي چاودني وسوې ۱۹۱ کسه مړه او ۱۸۰۰ نفره زخمیان سول مستقیماً ئې د قاچاقو له پیسو سره ارتباط درلودى ځکه چي د قاچاقو په پیسو باندي سخت دریځه ډلي وسلې رانیسي. د یادولو وړ ده چي د دغه چاودنو پړه د باسکيو د پلرني وطن د ازادۍ پر تروریستي ډلي ور ولوېدل.

نور بیا….

[1] : جان رورک او مارک بوېر،بین المللی سیاست ته یوه کتنه، ژباړن محمد صدیق ظیر، چاپ علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار: ۱۳۹۰،ص ۲۱۰

[2] : Barry Dawies, Terrorism inside a world phenomenon, virgin books Ltd, London: 2003,page 58

[3] : اشوک کولن یانګ، رازهاي پرده کلیسا را افشاء می سازد، مترجم احمد ضاء رحیمزي، نشریه جمعیت اصلاح، کابل: سال ۱۳۸۶، ص ۱۳

[4] : http://www.unodc.org/unodc/en/frontpage/drug-trafficking-and-the-financing-of-terrorism.html

2 thoughts on “د تروريزیم د تمویل منابع/ نجیب الله علیزی”
  1. […] د پوښتني وړ ده چي تروریستان د چا لخوا حمایه کېږي؟ ځکه جنګ، انفجار، انتحار، موټر بم یا هم مخامخ تعرض په لوړه درجه مصارفو ته ضرورت لري. تروریستي ډلي خپل مالي منابع له کومه کوي، څوک ئې تمویلوي، نن په مارکېټ کي تر ټولو ګران بیه توکي وسلې دي او تر ټولو غټه سوداګري د وسلو پلورل اوپیرودل دي. د ۱۹۴۸ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۰۷ کال پوري د نړۍ هیوادونو تقربیا ۴۳ تریلونه ډالر خپل په ملي نظامي عملیاتو او ملګروملتو په خپل سوله ساتو ځواکونو ۴۹ بیلونه ډالره مصرف کړي دي د ملګري ملتونو لومړى سرمنشي ویلي وه چي:«جنګ ځکه پېښېږي چي نړۍوال د سولي پرځاي د شخړو لپاره تیارى نیسي[1]». […]

  2. […] د پوښتني وړ ده چي تروریستان د چا لخوا حمایه کېږي؟ ځکه جنګ، انفجار، انتحار، موټر بم یا هم مخامخ تعرض په لوړه درجه مصارفو ته ضرورت لري. تروریستي ډلي خپل مالي منابع له کومه کوي، څوک ئې تمویلوي، نن په مارکېټ کي تر ټولو ګران بیه توکي وسلې دي او تر ټولو غټه سوداګري د وسلو پلورل اوپیرودل دي. د ۱۹۴۸ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۰۷ کال پوري د نړۍ هیوادونو تقربیا ۴۳ تریلونه ډالر خپل په ملي نظامي عملیاتو او ملګروملتو په خپل سوله ساتو ځواکونو ۴۹ بیلونه ډالره مصرف کړي دي د ملګري ملتونو لومړى سرمنشي ویلي وه چي:«جنګ ځکه پېښېږي چي نړۍوال د سولي پرځاي د شخړو لپاره تیارى نیسي[1]». […]

ځواب ورکول د تروريزیم د تمویل منابع | http://www.afghansabawoon.com ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *