نجیب الله علیزی

د تروریزم عمده ترین خاصیت او وېژه ګي ډار او ویره اچول دي.[1] دا ځکه چي مؤثر ترینه لاره ئې همدا ده، یو بل خاصیت ئې د عامه خلکو په نښه کول دي چي دا هم ډېر مؤثر اسانه او یو ساده کار او نتیجه یا  Output ئې ډېر زیات مؤثر دي ، ځکه داسي حملې چي ناڅاپه صورت ونیسي او په هغه کي ملکي کسان د منځه لاړ سي دا یو اضطراب دئ او یو نوع وحشت منځ ته راوړي او په عیني حال کي و ملکي خلکو ته یو رواني شوک shock ورکوي تروریستان غواړي چي داسي یو عمل وکړي چي هغه د رسنیو تر پراخ پوښښ لاندي راشي.

که د تروریزم ټول تعریفونه هر څوک مطالعه کړي دې نتیجې ته رسېږي چي تروريستي حملې او تاوتريخوالى د سياسي قدرت د لاس ته راوړلو لپاره تر سره کېږي، دا اهداف ممکن د رهبر د تغیر لپاره، د نظام د تغیر لپاره، د حکومت د ساختار د تغیر لپاره ، یا هم حتی د یو دولت د سياسي قلمرو د تغیر لپاره وي.

  د تروریزم په وړاندي د ملل متحد د سازمان ستراتېژي:

تروریزم د ۹/۱۱ څخه دمخه د ملل متحد د سازمان په غونډو او مجالسو کي یو له فرعي بحثونو څخه وو خو د تروریزم موضوع د سپټمبر د یوولسمي څخه وروسته د ملل متحد د سازمان یو له اصلی او محوري موضوعاتو څخه وګرځېدل د ملل متحد د سازمان سرمنشي ښاغلي کوفی عنان وویل:« چي نور نو تروریزم داسي یوه پدېده ده چي د دغه سازمان ټول اصول چي سازمان ئې حمایت کوي: یعني د بشر دحقوقو څخه دفاع، د ملکي کسانو څخه حمایت، د ملتونو تر منځ د دوستانه فضاء ایجاد، د شخړو سولیزه حل او هغه ټول ارمانونه چي ملل متحد ئې د جهاني سولي لپاره لري دا ټول همدغه تروریزم د منځه څخه وړي، لهذا موږ باید د ترویزم سره په مبارزه کي پر پنځو محوری موضوعاتو باندي تمرکز وکړو».

لومړى:  خلک د تروریزم څخه منع کول[2].

دوهم: تروریستان باید پرې نښودل سي چي پیسو او لازمه اسبابو ته لاس رسی ولري.

دریم: د هغه هیوادونو سره مرسته کول چي د ترویزم قرباني دي تر څو دوى خپله وتوانېږي چي د تروریزم مخه ونیسي.

څلورم: د ټولو هغو اعلامیو څخه دفاع چي د بشر حقوق پکښي نغښتي دي.

پنځم: هغه هیوادونه چي تروریزم ته لمن وهي باید فشار پر راوستل سي چي تر څو د دولتي تروریزمڅخه لاس پر سر سي. کوفی عنان په دوه زره څلورم کال د جون پر۱۷ تاریخ وویل چي تروریزم هغه پدېده ده چي د ملل متحد د سازمان زړه ته ضربه ورکوي هغه څه د منځه وړي چي نړۍ ئې په ارمان ناسته ده یعني مقصد ئې د(سولي) څخه وو. نوموړي زیاته کړل چي تروریزم نړۍوالي سولي، دیموکراسي،  قانون، حکومت، د بشر حقوق او نړۍوال ثبات ته ضربه ورکوي او زموږ زحمتونه چي د نړۍ د سولي لپاره ئې کاږو ټول په خاورو کي لاهو کوي. د ۹/۱۱ څخه وروسته د سپټمبر پر ۱۲ تاریخ د ملل متحد سازمان د امنیت شوریْ اضطراري غونډه وکړل او یوه قطعنه نامه ئې ۱۳۸۶ صادره کړل چي ټولو غړو هیوادونو د تروریزم پر خلاف تصویب کړل د دغه قطعه نامې په لومړي بند کي راغلي چي هر تروریستي عمل د نړۍوالي سولي او بین المللي امنیت لپاره خطر دئ او د ټولو غړو هیوادونو څخه ئې وغوښتل چي د تروریزم د نابودۍ لپاره به نه ستړي کېدونکي هلی ځلي کوي.

د یادولو وړ ده چي جامعه ملل هم په خپل وخت کي تروریزم د بین المللی روابطو د خنډ وسیله بللې وه، په ۱۹۱۹ کي د جامعه ملل یو کمیسون چي د قاضیانو او حقوق دانانو څخه تشکيل و د تروریزم پر موضوع ئې بحث وکړي او تروریزم ئې د یو ستر جنګي جرم په حیث وګڼۍ د هغه څخه وروسته کله چي (الکساندر) دیوګوسلاویا باچا او د فرانسي د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي (بارثو) په ۱۹۳۴کي د فرانسې د مارسي په ښار کي یو صرب ووژل جامعه ملل په کال ۱۹۳۵ کي په کُپنهاک کي غونډه وکړل تروریزم ئې د صلحي لپاره تهدید وبلى او عامیلینو ته ئې د جزا غوښتنه توصیه کړل.

نور بیا …….

:[1]   نوروزکارګری، درون مایه های تروریسم، نشر میزان، تهران: سال ۱۳۹۱، ص ۲۲

[2] : http:www.un.org/terrorism/sc.htm

3 thoughts on “د تروریزم عمده خصوصیات/ نجیب الله علیزی”
  1. عليزی صاحب ډيره په زړه پوری تحليلی ليکنه مو کړی،يوی خبری ته بايد اشاره وکړی چی دسړی جګړی څخه راورسته زبر ځواکو و هيوادونو تروريزم او تروريستی ډلی دخپلو اهدافو لپاره سرمايه ګذاری کړی ،تر څو په مختلفو هيوادونوکی دخپلی خوښی حکومتونه مينځ ته راولی ،مثالونه يي ډيردی اويو دو غوره مثالونه يي لکه عراق،ليبيا او نوی حالت په اوکراين کی چي ان دفاشيستی ډلی حمايه هم کوی مثلأ دبايدن ګډون په مظاهره او دفاشيستی ډلی څخه دفاع او دنوروملتونو حقوق تر پښو لاندی کول څه معنی لری؟.کامياب اوسی

  2. مننه علیزی صاحب ستا ددغه کتاب ډیر نینوال یم اوهیله ده چی همدغه سی نورکتابونه ولیکی بیا هم مننه

ځواب ورکول نوراحمد پټان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *