افغانان وایي چي وړمه شپه پر لاره باندي ترکي غلو چي مسلح هم ول؛ ور ته لار نیولي وه او کله چي یې غوښتل له دوی څخه پیسې غلا کړي د دوی له مقاومت سره مخ شوي دي چي په منځ کي یې جګړه شوي ده چي په ترڅ کي یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د افغانانو په وینا یو ترکی او دوه افغانان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي خو ترکي رسنۍ بیا وایي چي تېره شپه یوه ډله افغان او پاکستاني مهاجرو د استانبول په سلطان غازي سیمه کي ترکې انجونو ته بې ادبي کوله او هغوی یې آزارولې، چي وروسته هلته د نورو ترکانو ور ته پام شوي دي او په ترڅ کي یې جګړه پېل شوي ده، البته له دواړو خواوو په لسګونه تنه په دې جنګ کي سره ښکېل وو.

په دې مهال په هماغه سیمه کي یو هستوګن ترکی ځوان چي د دوی جګړه یې تر سترګو شوه، د دواړو لورو د خلاصولو په موخه صحنې ته داخل شوی، خو له بده مرغه چي په چاقوګانو لګېدلی او وژل شوی ده، البته ترکان ادعا کوي چي د مهاجرو په چاقوګانو وژل شوی ده. دوی د افغانانو د وژل کېدو او یا هم ټپي کېدو په اړه هیڅ ندي ویلي، خو کوم څه چي .په فېسبوک کي خپاره شوي؛ لیدل کېږي چي څو تنه پاکستاني او افغان مهاجر په سخت ټپي حالت کي دي.

په دغو خپرو شویو وېډیوګانو کي یوه وېډیو ده چي یو د پوخ عمر سړی چي پیک داره خولۍ یې هم پر سر ده؛ یو بل ځوان چي ژېړ شرت یې اغوستی په ډېره بېرحمۍ په چاقوګانو وهي او مړ کوي یې. دا وېډیو په اوسنۍ قضیې پوري هیڅ تړاو نه لري. نوموړي وېډیو پخوانۍ او په ایران کي ډکه شوي ده، قاتل او مقتول ترک او افغان نه دي.

هیله ده چي له خپرولو یې ډډه وکړۍ. د قضیې اصلي دلیل او سلامت او ملامت تر اوسه ندي مالوم، ګڼ شمېر کسان د پولیسو له خوا نیول شوي او پلټني رواني دي. تر څو چي حقیقت نه وي مالوم شوی هېڅ ډول قضاوت باید و نه کړو.

په استانبول کي اوس مهال مهاجرین په خطر کي دي ځکه چي ترکان ور ته غوصه دي او د نیولو په صورت کي ور ته ضرر رسوي هغه که افغان وي، پاکستانی وي، عراقی وي، سوریایي وي او یا هم د کوم بل ځای. خو په عین حال کي پولیس هم په حساسو نقطو کي ځای پر ځای شوي او د مهاجرینو ساتنه کوي. د افغانستان سفارت تلفونونو ته ځواب نه ورکوي او تر اوسه یې د پېښي په اړه هیڅ ډول عکس العمل نه ده ښودلی.

په درنښت آصف امیري

2 thoughts on “د ترکانو او پاکستاني او افغان مهاجرینو تر منځ د لانجې په اړه وضاحت”
  1. په ترکیه کې د افغانستان لوی سفیر اوفوق العاده استازی ښاغلی امان الله جبون چې د استاد ربانی له صمیمی او فامیلی کسانو نه دی ، دومره وخت نه لري چې د داسې وړو ، وړو خبرو لپاره چاته ځواب ووایی.
    سفارتونه او د باندینیو چارو وزارت د هغوی میراثي ملکیت دی، هغه څه چې په استانبول کې د افغانستان د جنرال قونسلګری له خوا مطبوعاتو ته ورکړل شوی دی ، هم له واقعیت نه لرې ده ، ځکه چې له افغان مهاجرو سره لا تر اوسه خبرې ندي شوی او یواځې د ترکی پولیسو نظر دی.

  2. د ځوانانو برخورد تل احساساتی وي ، مخکې له دې چې د قضیې په اصل پوه شي ، دوی داسې عجولانه اعمال سرته رسوي چې وروسته به د ټول عمل لپاره پرې پښېمانه وي. د فرخندې وژل ، د ممتازخان وژل او دا وروستۍ پېښه په ترکیه کې د هغوی نمونې دي.
    په هر حال دا موضوع باید جدي وڅېړل شی چې په نتیجه کې د پېښې له قربانیانو سره د افغانستان او ترکې دولتونه هر اړخيزې مرستې وکړي ، دواړه خواوې باید هڅه وکړي چې د نورو داسې حوادثو د پېښېدو مخه ونیول شي .
    د افغانستان او ترکې مناسبات د تاریخ په اوږدو کې د فرهنګي ، مذهبي ، سیاسي او اقتصادی لحاظه ډېرې دوستانه دی ، هیله ده چې د نور سو‌‌ءی تفاهم مخه ونیول شي.
    که داسې مسایل د باندینو چارو وزارت له وسه پوره نه وي کېدای شي یو پارلمانی هییت ترکیی ته سفر وکړي تر څو یو بل لورې ته د پورتنې سوی تفاهم په باب معلومات ورکړی او په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د پخوا په شان دوستانه اړيکې وساتل شي.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *