تاند- په اروپا کې د پناه غوښتونکو د بحران په دوام کې د ترکیې په سواحلو کې د یوه ماشوم د مړي موندل کېدو په رسنیو کې پراخ انعکاس کړی دی.

د راپورونو له مخې، دا ماشوم د سوري پناه غوښتونکو په یوه بېړۍ کې سپور و.

په تلویزیونونو او انترنیټ کې د دغه مړ شوي ماشوم د دردوونکي عکس خپرېدو، چې د سمندر په غاړه پروت دی او داسي ښکاري لکه ویده چې وي، خلکو ته سخت ټکان ورکړی دی.

 په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې دا ماشوم یو کلن دی خو په ځینو کې څلور کلن بلل شوی دی.

دی، چې سور کمیس او شین پتلون یې په تن دي، د اوبو څپو د ترکیې د سمندر غاړې ته وړی دی.

کورنۍ یې په دې هیله چې د سوریې له جنګه به یې وژغوري په بېړۍ کې اروپا ته بېوه خو له دې نه وه خبره چې د زړه دا ټوټه به یې په داسي دردوونکي ډول ساه ورکوي.

په تصویرونو کې ښودل کېږي چې د ژغورنې یوه عمله یې د سمندر له غاړې اخلي او بل ځای یې وړي.

دی یو له هغو ۱۲ مسافرو څخه و چې د ترکیې په سواحلو کې یې بېړۍ ډوبه شوه او ټول مړه شول.

راپورونه وايي چې د دوی بېړۍ د یونان لور ته روانه وه خو په لاره په اوبو کې چپه او ډوبه شوه.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشر ندیم حوري د دغه ماشوم تصویرونه نه هېرېدونکي بللي دي.

ده په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي:«دا تصویرونه د ګډې ناکامۍ تر ټولو لویه نښه ده.»

د ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، ټویټر او نورو کاروونکو د اروپايي هیوادونو له مشرانو غوښتي چې د پناه غوښتونکو د دې ناوړه حالت غم وخوري.

اکثره پناه غوښتونکي د افغانستان، عراق او سوریې اوسېدونکي دي. دوی ��ه خپلو هیوادونو کې د جګړې له اوره د ښې راتلونکې په هیله د مرګ خطر په غاړه اخلي څو ځانونه اروپا ته ورسوي.

د ترکیې او یونان په لاره په ځلونو د پناه غوښتونکو په تېره بیا افغان پناه غوښتونکو بېړۍ ډوبې شوي دي.

په دې اړه د ښاغلي جاوید اوربل لیکنه (سمندر)

One thought on “د ترکیې د سمندر په غاړه د ماشوم مړي ډېر خلک دردولي”

ځواب ورکول منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *