تاند- د ترکیې ولسمشر، چې د خپل ولس په ملاتړ له پرزېدو وژغورل شو، د کودتاچیانو د نیولو او ورته د سزا ورکولو هوډ څرګند کړ.

تراوسه پوري نژدې ۳ زره تنه په کودتا کې د لاس لرلو په تور نیول شوي او ۲۷۴۵ قاضیان برطرفه شوي دي.

د ترکیې د تېرې شپې په کودتا کې ټولټال ۲۶۵ تنه وژل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر، چې په تصادفي ډول د مرمرې په یوه هوټل کې له بمبارۍ وژغورل شو، وايي چې ترک ملیاردر فتح الله ګولن په دې کودتا کې لاس لري او له امریکا غواړي چې نوموړی وروسپاري.

ښاغلي اردوغان نن /شنبه/ په استانبول کې د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل«له امریکا غواړم چې فتح الله ګولن ترکیې ته وسپاري ځکه چې په دې کودتا کې لاس لري.»

اردوغان د ترکیې له هوايي ځواک او امنیتي ځواکونو د کودتا د شنډولو په خاطر مننه وکړه، ویې ویل هغه پوځیان، چې په کودتا کې یې لاس درلود، په هیڅ ډول د ترکیې د پوځ استازیتوب نه شي کولی.

ده د سیاسي ګوندونو رول هم وستایه، ویې ویل چې ټولو ګوندونو د کودتا د ناکامولو هڅه وکړه.

اردوغان په عین حال کې وویل چې داسي عناصر هم شته چې د ترکیې د پوځ او ملت ترمنځ د بېلتون هلې ځلې کوي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې پوځ به له کودتاچیانو او کودتا پلوو پاک کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د ترکیې متحدانو له اردوغانه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او داسي اقدامات ونه کړي چې په خپله ټولنه کې یې کرکه او د انتقام اخیستلو لپاره لېوالتیا زیاته شي.

اردوغان وویل، کودتاچیان به په هیڅ ځای کې پرېنږدي او تعقیب به یې کړي.

اردوغان نن له اسنانبوله پلازمېنې انقرې ته لاړ.

داسي ښکاري چې د پوځ په منځ کې د همږغي نشتوالی، د رسنیو او ټولنیزو رسنیو له برکته په وخت د خلکو خبرتیا د دې سبب شوه چې ترکیه د افغانستان، سوریې او عراق په برخلیک اخته نه شي.

د ډېرو کتونکو په باور کې کودتا بریالۍ شوې وای، د اردوغان او د کودتايی رژیم مخالفان کرار نه کښېناستل او په نتیجه کې یې په ترکیه کې کورنۍ جګړه پیلېدای شوه.

3 thoughts on “د ترکیې د کودتا له ناکامېدو وروسته اردوغان د کودتاچیانو د نیولو هوډ څرګند کړ”
  1. ویښ خلک تل مدام پر وخت اقدام کوي کاش دا کار د داؤد خان مرحوم د کودتا پر مهال افغانانو هم کړای وای، اوس له دومره ډیرو بدبختیو سره لاس او ګریوان نه وای.

  2. اوس به له دومره ډیرو بد بختیو سره لاس او ګریوان نه وای، په درنښت

  3. یوسفزی صاحب ګل خبره د کړي، زما والد صاحب وایی چې کله داود خان کودتا وکړه نو د لوې پکتیا مشران او سپینږیري یې ورغوښتل تر څو دوی يي ملاتړي شي. نو داودخان سپیږیرو ته د خپلو برنامو او پروګرامونو په اړه د مالوماتو په ورکولو پیل وکړ. لږ شان وروسته متوجه شوچې د ځدراڼو د قوم یو مخور د لومړي سر نه لاس تر زني ناست دی او یوازې ورګوري.
    وایي داودخان تر وپوښتل چې کاکا/سپینږیریه! څنګه لکه چې زما پروګرامونه د خوښ نه شول، یعنې تر اوسه چې د څه په اړه زه وغږیدم ستا هغه ټول نه شول خوښ؟ وايي سپیږیري یې په ځواب کې ورته وویل چې نه داسې نه ده ټول مې ډیر خوښ شول، خو؟ داودخان ترې وپوښتل چې خو څه؟ سپینږیري ځواب ورکړ چې صاحبه! افغانستان د یوې کلا حیثیت درلود، داسې کلا چې څلورو خواته یې دیوالونه ول او یوه دروازه چې بهر ته یې ستر په پوره ډول خوندي و، یعنې د دیوالونو او درواز له برکته چا دا جرأت نه درلود چې کلا ته د ننه شي او خدای ناخواسته د بې ستري سبب شي. د دې په ځای چې صاحبه ته د دروازې له لارې کلا د ننه شې، تا دیوال کې کنډو (دیوال د ړنګ کړ) وکړ او کلا ته د ننه شوې. نو زما ویره دا ده، صاحبه چې اوس نو تا لار تیره کړه خدای خبر چې په دغه چاردیوالۍ کې په نور څونه کنډونه وشي. یوسفزی صاحب هغه سپینږیري څومره پخه خبره دواد خان ته کړي وه!!!
    د داودخان او مرحوم پخواني پاچاه ظاهر شاه تر منځ د قدرت کشمکش نه وای، نو دا ملت به نن یو سرلوړی او خوشاله ګرځیدلی. په د هیله چې زما لیکنې د چا زړه نه وي خپه کړی خو دوستانو دا یو حقیقت دی چې زه یي له خپل محترم والد صاحب نه چې خپله هم قومي مشر دی تاسو ته در نقل کوم.

    په درناوی
    قاسمي

ځواب ورکول عبدالعظیم یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *