تاند- د ترکیې صدراعظم احمد دولت اوغلو نن /چهارشنبه/ وویل چې ترک پوځیان به د دسمبر له یو دېرشمې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
د ترکیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې ښاغلي اوغلو وویل:«حتي که نور له افغانستانه خپل پوځیان وهم باسي ترکیه به له افغانستانه خپل سوله ساتي ځواکونه ونه باسي، ځکه چې انقره له افغانستان سره نوې ژمنې لري.»
دولت اوغلو ونه ویل چې له افغانستان سره د ترکیې نوې ژمنې څه دي.
ده وویل:«ترکیه او افغانستان تاریخي اړیکې لري.»
مخکې ترکیې په افغانستان کې تر یو نیم زر زیات پوځیان لرل خو په جنګي ماموریت کې یې برخه نه اخیسته له همدې کبله ترک پوځیانو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا هیواد اوس د ناټو او ایساف د ماموریت په چوکاټ کې ۴۵۷ پوځیان لري.
د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به په افغانستان کې د ټولو نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسېږي او یوه ورځ وروسته یعني د پنجشنبې په ورځ به د دوی نوی ماموریت، چې د افغان ځواکونو روزنه ده، پیل شي.
رښتینی دوستان او ملګری په سختو ورځو کی معلومیږی. چاپلوسان او غوړه مالان د ښو ورځو ملګری وی خو کله چی انسان ته کومه سختی او بده ورځ راشی ، غوړه مالان ځانونه خلاصوی. لکه پاکستان چی له خپلو طالب ملګرو سره وکړل.
که غازی امیر امان الله خان د خپل ترکی همتا مشوری اوریدلی او عملی کړی وای نو نن به مونږ له داسی مشکلاتو سره نه و مخامخ. اوس هم ترکیه د افغانستان رښتینی ملګری او همکار دولت پاته شوی دی. د افغانستان دولت کولای شی د ترکیی له نظامی مشورو او تجروبونه ډیره ګټه پورته کړی. ترکان له افغانستان سره د ګډو مذهبی ، تاریخی او کلتوری علایقو او روابطو درلودلو له امله تل د افغانستان ترڅنګ پاته شویدی. دوی زمونږ منځ کی سیاسی، قومی او مذهبی اختلافات نه غواړی، بلکی زمونږ جغرافیایی وضعیت غواړی چی دواړه هیوادونه قوی ، متحد او له یو او بل سره بی سرحده ګاونډیان پاته شو.
حضرت سهاک
حضرت سهاک صاحب!
د ترکیې هیواد له افغانستان سره اړیکې هیڅکله هم بې هدفه او بې موخې ندي، ځان په دغه شان تشو خیالونو مه خوشحاله کوه، بلکې مونږ افغانانو ته په کارده چې د هغوی له مرستو سمه او په ځای ګټه واخلو.
بله داچې، که امان الله خان د مصطفی کمال اتاترک خبرې او مشورې اوریدلې وای او یا یې دا په وس پوره وای چې هغه شان بې مفهومه او غربي بې حیایې خپره کړي نو نن به ستا ناموس هم د زیاتو ترکانو په شان د نور د تفریح لپاره کاریدلای، او اقتصاد به دې هم لکه د ترکیې د ۲۰۰۱ کال نه مخکې په شان وای.
دا اوسني پرمختګونه خو د معتدلې اسلامي آق پارټۍ چې مشري یې رجب طيب اردوغان کوي، د پالیسیو د عملي او پلي کیدو له امله رامنځته شول. ستا هوښیارۍ او ځیرکتیا ته هک حیران شوم چې ته د کوم فیل په غوږ کې ویده یې؟